۱ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد په ټولو فرمانونو او حکمونو کي اطاعت وکړي؛ په استثناء د هغه مواردو چي د صريح نص سره په ټکر کي وي.
۲ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت يې بايد پوره درناوی او احترام وکړي او په هيڅ صورت کي يې سپکاوی ونکړي.
۳ – حکومت پر ملت دا حق لري چي په ملت کي پوهان خلګ بايد خپل حاکم/مشر ته نيکه مشوره ورکړي او په سمه طريقه نصيحت ورته وکړي.
۴ – حکومت پر ملت دا حق لري چي ملت بايد خپل حکومت ته دعا وکړي او د ضرورت په صورت کي يې مالي ملاتړ وکړي.
۵ – حکومت پر ملت دا حق لري چي د اړتيا سره سم بايد ملت د خپل حکومت څخه دفاع وکړي او په رسنيز، فزيکي او اخلاقي برخو کي يې شاته ودريږي.
۱ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت يې بايد په مينځ کي عدالت وکړي، د توان سره سم يې ټول ديني او دنيوي اړتياوي پوره کړي، بېله تبعيضه د ټولو په مينځ کي عمومي مصلحت مراعات کړي او ټول مهم خدمتونه ورته عرضه کړي.
۲ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت بايد پر دوی نيک، ښه او مسلکي مسئولين وګماري او ملت ته د ښه خدمت په موخه خپل ټاکل سوي کسان تر جدي او ټينګ مراقبت او نظارت لاندي ونيسي.
۳ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت بايد په مځکه کي د الله تعالی دين نافذ کړي، په ټولنه کي د ننه امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي، ټول فرائض عملي کړي او هيڅوک د ديني شعائرو د لاس نيوي څخه منع نکړي.
۴ – ملت پر حکومت دا حق لري چي حکومت يې بايد د ځان، مال، آبرو، کورنۍ، کور او وطن ساتنه وکړي او د هر ډول يرغلګر او ظالم څخه يې و ژغوري.
۵ – په صريح ډول ملت پر حکومت دا حق لري چي د ملت د اسلامي عقيدې ښکاره کولو، ديني اعمالو کولو او معيشت برابرولو آسانتياوي ورته برابري کړي.
مولوي نورالحق مظهري