لومړۍ - برخه
عبدالله وردګ
انګلستان - آګست - ۲۰۲۲
ګرانه او قدرمنه وزیر صاحب!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چې روغ او جوړ وې.
یوه ورځ مې د تلویزیون له لارې د ستاسې ښاغلي دغه خبره واورېدله، چې تاسې غواړئ، چې د افغانستان پوهنتونونه د نړۍ په ستندرد برابر کړئ. دا یو ډېر په زړه پورې شعار دی، او د هغه د پلي کېدلو لپاره باید ټول علمي کدرونه لاس سره یو کړي، چې تر څو وکولای شي دغه ملي شعار په عمل کې پیاده کړي.
ددې له کبله چې ما په افغانستان کې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې هم درس ویلی، او هم مې ۶ کاله معلمي کړېده، او هم مې په امریکا کې د لږ وخت دپاره درس ویلی دی. همدارنګه، په انګلستان کې مې ماستری، او PhD د الکترانکس په برخه کې کړېده، او بیا مې ۲۷ کاله، د انګلستان په یوه پوهنتون کې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې معلمي کړېده. د پوهنتون په ټولو تدریسي او علمي پروګرامونو کې مې فعاله ونډه اخستې ده.
هیله ده، چې ددغه لیکنې لوستلو ته وخت پیدا کړئ، او هغه په ښه نیت سره ولولئ.
غواړم چې پدغه لومړۍ برخه کې دغه لاندې ټکي د ستاسې قدرمن حضور ته وړاندې کړم. کېدای شي، چې دغه ټکي به تاسې ته نوي، نه وي، خو بیا هم د ستاسې د لوستلو هیله لرم.
۱- تاسې قدرمن وزیر صاحب باید د پوهنتون په اسلام او وطن مین استادان پخپله غېږ کې کلک ونیسئ، او دوی ته د زړه له کومي ډېر احترام ولرئ. دا پدې خاطر چې دوی پدغه سختو اقتصادي ستونزو کې هم دا بهتره وګڼله، چې دوی بهرني ملکونو ته ولاړ نشي، او پخپل ملک کې ځوان نسل ته خدمت وکړي، او د دوی دغه کړنه په ریښتیا سره د مننې وړ ده.
د یادونې وړ ده چې د ښه استاد مقام ډېر لوړ دی، او هغه هېڅوک هم نشي ټیټولای، او همدارنګه، د بد استاد مقام بیا تر ټولو ډېر ټیټ دی، او هغه هېڅوک هم نشي لوړولای.
هغه استادان، چې په ډېر پاک نیت، او اخلاص د وطن د ځوان نسل په تعلیم او تربیه کې، شپه او ورځ هلې ځلې کوي، هغوی ته د الله(ج)، د خپلو پاکو هلو ځلو، ډېر اجرونه ورپه برخه کړي، او همدارنګه، هغه استادان، چې خپلې دندې، په سمه توګه سرته نه رسوي، هغوی ته د الله(ج) توفیق ورپه برخه کړي، چې خپلې وظیفې په ښه توګه سرته ورسوي.
۲- همدا شانته، د ټولو په اسلام او وطن مین محصلینو هم ډېر ډېر قدر او مننه وشي. الله(ج) د دوی ټولو ته توفیق ورپه برخه کړي، چې ښې زده کړې وکړي، او د خپل غریب او غیرتمن وطن لپاره د خدمت مصدر وګرزي.
هیله ده، چې د دوی د تعلیم او تربیې په هکله ډېره پاملرنه وشي. دا ځکه چې د یوه ملک آینده د دوی د ځوانانو له تعلیم او تربیي سره رغنده تړاو لري.
۳- مهرباني وکړئ، د پوهنتون تعلیمي نصاب د اوسني عصر د غوښتنو سره سم برابر کړئ. زه به دلته خپله کیسه درته وړاندې کړم: زه چې کله دلته په ۱۹۸۴ مېلادي کال کې په لومړي ځل د شاګرد په توګه پوهنتون ته لاړم، نو زه پدې نه پوهېدم چې د مضمون استاد څه وایي؟ یعنې د افغانستان او انګلستان د تعلیمي نصاب ترمنځ دومره توپیر و. هېره د نه وي، چې زه د انجینرۍ له پوهنځۍ څخه عمومي اول نمره فارغ، او (۶) کاله مې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې د معلمۍ دنده هم سرته رسولې وه، او هم (۶) میاشتې امریکې ته د سبق لپاره تللی وم. نو دغه پدې دلالت کوي چې د افغانستان د پوهنتونو تعلیمي نصاب مثبت تغیر ته هر اړخیزه ضرورت لري.
د یادونې وړ ده، چې بیا مې الحمدلله د الله(ج) په فضل او کمک سره لومړۍ درجه ترلاسه کړه.
هیله ده، چې زما دا خبره څوک ځان ښودنه تعبیر نکړي، او ماته تر اوسه د موټر د چلولو چل نه راځي.
د پوهنتون د تعلیمي نصاب د مثبت تغیر په هکله لازمه ده، چې د فابریکو او کارخانو د مشرانو، د علمي او مسلکي کدرونو، او د پوهنځیو له محصلینو سره ښه مشوره تر سره شي، او په آرامه فضاء کې له دوی څخه د دوی د اړتیاوو پوښتنه وشي، او دوی هم باید خپلې غوښتنې د امکاناتو په رڼا کې وړاندې کړي.
وروسته دغه غوښتنې په نوي تعلیمي نصاب کې شاملې شي، او بیا هڅه وشي چې ښاغلي استادان د یوه مضمون مواد په مکمله توګه شاګردانو ته تدریس کړي. داسې ونشي، چې قدرمن استادان هغه مواد نیمګړي تدریس کړي.
۴- د هر تعلیمي کال په آخر کې د هر استاد سره باید یوه انټرویو د هغوی د کار په هکله ترسره شي. دغه انټرویو باید د ورورۍ په فضاء کې ترسره شي. دغه انټرویو به ان شاءالله د دواړو اړخونو په ګټه وي. استادان کولی شي چې پدغه انټرویو کې خپلې ستونزې، او اړتیاوې په ښه توګه په ګوته کړي. همدارنګه، د پوهنځۍ رئیس له استاده څخه د نویو لاسته راوړنو لیکلې وعده او غوښتنه کولای شي. ددغې انټرویو مواد باید ولیکل شي، چې تر څو هغه د راتلونکي کال د انټرویو لپاره د سند په حیث وړاندې شي.
که چېرې دغه کلنۍ انټرویو د اسلامیت او ورورګلوۍ په نیت ترسره شي، نو بېله شکه به ډېره ګټوره ًٌواقع شي.
۵- یوه صلاحیت لرونکې او خپلواکه اداره چې په هغه کې د هر مسلک پوه او پېژندل شوي علمي کدرونه غړیتوب ولري، د وزارت په چوکاټ کې جوړه شي. دغه اداره به د ټولو پوهنتونو ټول شیان لکه: مالي توان، د علمي او مسلکي کدرونو شتون، علمي سویه، د تعلیمي نصاب مناسبوالى، او د لازم لابراتوار شتون تر خپلې منظمې څارنې لاندې ولري.
دغه اداره کولای شي، چې د پوهنتون په یوه پوهنځۍ کې یو کورس د ځینو ملاحظاتو له کبله وتړي، او که هغه شرایط بیا پوره کړي، نو بیا به بېرته د فعالیت اجازه ولري.
دغه اداره باید د هر پوهنتون هره شعبه په هرو پنځو کلونو کې په منظمه توګه ښه وڅېړي، او ددغه ادارې شتون به د ټولو پوهنتونو د علمي سویې یوشانته والی په نسبي توګه تضمین کړای شي.
۵- د استادانو د علمي سویې په لوړولو کې باید زیاته پاملرنه وشي. استادان باید د لوړو زده کړو د لاسته راوړلو لپاره د امکان په صورت کې بهرني ملکونو ته ولېږل شي.
همدارنګه، داخلي پېژندل شوي پوه استادان باید د نورو استادانو د پوهې په لوړوالي کې رغنده برخه واخلي. یعنې تجربه کاره او پوه استادان باید د نويو کدرونو په تربیه کې غوښنه ونډه واخلي.
یوه آسانه لار به یې دا وي، چې د علمي سویې له نظره مشران استادان په منظمه توګه د نویو کدرونو دپاره منظم سیمینارونه دایر کړي.
۶- د شاګردانو نظر پوښتنه، د یوه مضمون د کیفیت په ښه والي کې ډېر اغیزمن او ګټور وي. دا پدې معنا، چې شاګردان، تر بل هرچا څخه خپلې ستونزې، ښې پېژني، او هغه سمې په ګوته کولای شي.
پدغه نظر پوښتنه کې د مضمون استاد ته هم، د خپل ځان په هکله هم ښه معلومات لاسته ورځي. ښه استادان، بیا دغه د شاګردانو نظرونه، تر غور لاندې نیسي، او سمو غوښتنو ته یې په خلاصه ټنډه هرکلی وایي، او هغه بیا په عمل کې پیاده کوي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې هغه شاګردان، چې فکر کوي، چې په دغه مضمون کې به ناکامیږي، نو بیا کېدای شي، چې د هغوی نظر، له حقیقت او انصاف څخه لږ لیرې وي. اما، په عمومي توګه، د شاګردانو نظرونه، باید د قدر وړ وګڼل شي، او هغوی ته، د قدر په سترګه وکتل شي. هېره د نه وي، چې د مضمون استاد، دغو غوښتنو ته ښه اړخیز ځواب، او د عملي کولو پلان په لیکلي ډول وړاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې په اوسني وخت کې شاګردان، یوه پوهنتون ته، د مشتریانو حیثیت لري. نو یوه پوهنتون ته لازمه ده، چې د خپلو شاګردانو ستونزو ته، په غور سره غوږ ونیسي، او د امکان په صورت کې، هغه په عمل کې پیاده کړي.
هېره د نه وي، چې پدغه نظر پوښتنه کې د شاګردانو نومونه، له استادانو پټ ساتل کیږي.
د دې له کبله چې لیکنه ډېره اوږده نشي، نور ټکي به ان شاءالله د دې لیکنې په نورو برخو کې وړاندې شي.
په پای کې، غواړم چې دغه مهم ټکي ته اشاره وکړم، چې تر کومه پورې به مونږه، د نورو لاسته راوړنې، خپلو خلکو ته وړاندې کوو؟ کاشکي، دغه فکر هم ولرو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې
کړي.
همدارنګه، زه یو ځل بیا دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ د دعا دپاره
پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه
الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام. نور بیا…
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com