آیا دلته مکافات او مجازات معیار لري،!!!!

د یوې ټولنې د پرمختګ او ترقۍ لپاره د نورو اصلونو ترڅنګ یو اصل دا هم دی،. چې په ټولنه کې مکافات او مجازات موجود وي، خو دا مکافات او مجازات خپل معیارونه لری... خو له بده مرغه زمونږ هېواد کې د هرڅه نه یوه ټوکه جوړه شوې ده، لکه څنګه چې په نورو برخو کې معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي... د مکافاتو او مجازاتو برخه کې بیخي نه نیول کیږي.
دلته د مکافاتو او مجازاتو اصلونه تر پښو لاندې دي، که یوه اداره یا ټولنه، اتحادیه.... څوک مکافات کوي... نو هغوې باید خپل معیارونه ولري،. د معیارونو په نظر کې نیولو سره یو د چا کړنې او هغه وستایل شي،. تقدیر شي... دا د تشویق غوره لاره ده،
خو که معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي، پوه او ناپوه... تکړه او غیر تکړه په یوه تله تلل کیږي،.احمد محمود ستایي... او محمود احمد... تو مرا ملا بگو من ترا حاجی بګم.... معامله وي.... نو بیا د مکافات کولو... ستایلو او تقدیرولو دغه کړنې بې باوره کیږي...
همدا ډول که یو څوک کار نه کوي،. خپل مسؤلیت نه پیژني باید مجازات شي... خو دلته بیا مجازات هم تر پوښتنې لاندې دي.!!!
که د مکافاتو او مجازاتو معیارونه نظر کې نه نیول کیږي... نه یواځې د خلکو اعتبار پرې ختمیږې، مکافات او مجازات بې ارزښته کیږي... بلکې په مجموع کې د. شخص، ادارې، ټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې خنډونه پیدا کوي...
مننه... حافظ ډاکتر عبدالرشید مومند....