د کوزو افغانانو مشر ارواښاد خان عبدالولي خان یوې غونډې ته په وینا کې پخوا ویلي ول« پاکستاني جنرالانو او امریکایانو خپلو منځو کې ساز باز کړی او تر هغو چې له پاکستانه امریکا نه وي وتلي، د دې ملک ستونزې نه شي هوارېدای »
ولیخان قصه کوي او وايي په کوهي کې سپی لوېدلی وو، د کلي خلک ملا ته ورغلل چې څو ډولچې اوبه وباسي چې اوبه پاکې شي؟ ملا ورته وویل چې ۶۰ ډولچې اوبه وباسی نو کوهی به پاک شي. ولیخان زیاتوي خو که چیری سپی په کوهي کې پروت وي؛ ۶۰ ډولچې نه، که ۶۰۰ ډولچې اوبه هم له کوهي وباسي، اوبه نه پاکیږي. ترڅو امریکا له پاکستانه نه وي وتلي، د دې ملک چارې نه ښه کیږي!
د روان عیسوي کال د اکتوبر په ۶ مه د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه په رسمي، خو په مرموز سفر امریکا ته تللی وو. نوموړي هلته د دفاع وزیر لوید اّستن، د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د ملي استخباراتو رییس ارویل هینس او د CIA مشر ویلیم برنز سره لېدلي.
د ځینو رسنیو په وینا په دې کتنو کې ترهګرۍ سره مبارزه، د سیمې او په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت او د امریکا او پاکستان ترمنځ د دفاعي همکارۍ او یو شمېر نورو چارو په اړه خبرې شوې. په هند کې د پاکستان پخواني سفیرعبدالباسط ویلي، ممکنه ده امریکا د افغانستان او سیمې بدلونونو ته په پاملرنه یوځل بیا پاکستان ته مخه کړي او غواړي د ګډې همکارۍ نوې تګلارې غوره کړي. په اسلام اباد کې د امریکا سفیر دونالډ بلوم بیا د امریکا او پاکستان تر منځ نویو همکاریو ته ډېره خوشبیني څرګنده کړې ده.
د قمر باجوه د سفر د پای سره هممهال د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، پاکستان ښای د نړۍ یو له« تر ټولو خطرناکو هېوادونو» وي او زیاتوي چې «ګومان کوم په نړۍ کې ښای یو له ترټولو خطرناکو هېوادونو وي چې اتومي وسلې يي هیڅ انسجام نه لري»
کېدای شي د پاکستان په اړه د جوبایډن داسې څرګندونې پر هغه هېواد د زیات فشار پتوګه وګڼل شي چې هغه هېواد(پاکستان) افغانستان او سیمه کې د نویو بدلونونو په اړه د امریکا بدلېدونکې تګلار سره ځان تیار کړي؛ خو په دې تړاو د پېښو تازه پر مختیاوې په ډاګه کوي چې دا هسې د پاکستان او سیمې د ولسونو د تېرایستلو لپاره د امریکا او اسلام اباد د زړې زرګرې جګړې، یو نوی پړاو دی!
دا چې بایډن د اتومي پروګرام د ناوړ انسجام په اړه اسلام اباد ته ګوته نیسي او په دې تړاو په پاکستاني رسنیو کې لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو پاریدلی ځلیږي؛
دواړه لوري دا ننداره د دې لپاره وړاندې کوي چې پخپلو راتونکو ګډو تګلارو پرده واچوي او ترمنځ شوي توافقات د اختلاف تر بوسو لاندې تېر کړي.
بېځایه نه ده چې د بايدن د تش په نوم ګوتڅنډنو او رسنیز هیاهو اخوا، لومړي د دواړو هېوادو د جنرالانو او ورپسې د دواړ هېوادو ترمنځ په اړیکو کې نوی پر مختګ تر سترګو کیږي.
امریکا چې د افغانستان او سیمې لپاره د نوې ستراتېژۍ خبره کوي، وايي چې تر دې وروسته به« افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزه د امریکا د یوه متحد په مشرۍ او د امریکا په ملاتړ پر مخ وړل کیږي. امریکا د دغه متحد نوم نه دی اخیستی، خو ګومان کیږي دغه هېواد يي پاکستان دی. تاند»
خو دغه هېواد له پاکستان پرته، بل هېواد نه شي کېدای او خامخا پاکستان دی، ځکه امریکا او پاکستان خپلو کې ستراتېژیک تړون لري او د ناټو تړون تر چوکاټ بهر د ناټو په امتیاز د امریکا ملګری هېواد دی. دا چې په افغانستان کې امریکا وخت ناوخت د الوتکو ګزمې او بمباري کوي، الوتکې يي د پاکستان له خاورې پر افغانستان تیری کوي او په وروستیو کې د ایمن الظواهري د مرګ ډرامه هم د اسلام اباد په مرسته په لار اچول شوې.
امریکايي چارواکي هم نه پټوي او په ډاګه وايي، د افغانستان د څار لپاره مو بې پیلوټه الوتکو ته پاکستان لاره راکوي.
ویل کیږي د ایف ۱۶ جنګي الوتکو کوم بندیز چې امریکا پخوا پر اسلام اباد لګولی وو، نور دغه بندیز اعتبارنه لري او پاکستان ته به بیا د دغه الوتکو جوپې په واک کې ورکوي. تازه په تازه د امریکا په ملاتړ، پاکستان د FATF د خړ لیست څخه هم وایستل شو. د مالي اقدام کاري ډلې یا FATF خړ لیست کې د پاکستان د ساتلو پریکړه لغوه کړی ده.
امریکا د اسلام اباد د لا خوشحالۍ لپاره د هند سره په تازه دوستۍ هم سترګې پټې کړي او په اسلام اباد کې خپل سفیر ډانلډ بلوم يي، هغه کشمیر ته په درې ورځني سفر ولیږه چې د هند او پاکستان پرې ۷۵ کاله اختلاف دی. «د امریکا سفیر ډونالډ بلوم د پاکستان د ولقې لاندې کشمیر ته د تګ او هلته يي د تاریخي ځایونو د لیدو وروسته پخپل ټویټر ولیکل چې آزاد جمو و کشمیر(AJK ) ته د خپل اول سفر په راتګ باندې فخر کوم» د پاکستان ولقې لاندې کشمیر کې د امریکا سفیر «د یو شمېر جګپوړو ځایي چارواکو،همدا راز اکډېمیکو شخصیتونو، تاجرانو، او د ثقافتي او مدني چارو نمایندګانو سره کتلي دي، امریکا غږ»
د امریکا او پاکستان تر منځ د زرګرۍ دې جګړه کې به بیا زیات تاوان د ډیورند د تپلې کرښې دواړه غاړه پرتو پښتنو افغانانو ته رسیږي او سیمه به هم د ارامۍ خوب ونه کړي!
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۱ مه
سرلوڅ مرادزی