د طالبانو یو کال مخکې یو ځل بیا قدرت نیول دکړکیچونو اوپېچومو جوړول مفهوم نه لری بلکې د سهولتونو او اسانتیاوو ایجادول دی،اوس ددې وخت نه دی چې کلینر امر الله د بی بی سی له BBCHARDtalke سره په کږه خوله مرکه کې ژاړی اوله بلې خوا یوشمیر پخوانی کفن کشان په انلان کې دسهامی شرکت کسبی غله راټول شوی د «دویم ملی مقاومت!» په نوم طرحی دی مسودی دی سره او زرغون دیونس په لفاظیو کې پوچ طمطراقی ګواښونه وسلوال پاڅون او له طالبا نو دتمکین او واکمني غوښتنه کوی، دا هغه پرونی(اګست۱۴/ آ/۲۰۲۲) له دو غوږو په فساد ککړد کرزی مکار/غنی مټکور نازولی تش په نوم جهادی شخصیتونه لکه عبدالرب رسول سیاف، محمد یونس قانوني دبن هوکړه ګر، ګلم جم خورد ضابط عبدالرشید دوستم، معلم عطا محمد نور چور، احمد مسعود دپلار خولی، احمدضیا مسعود ګونګه ، وزګوړی تورن اسماعیل ، دهمو چیز برهان الدین زوی ، مخقق مشر او داسې نور کاسه او پطری شوی کپړی او لوښی! د «شوروای مګسان مقاومت ملی برای نجات افغانستان!» په نوم یې، نوی «قماشی تنظیم» بیا په رسمي توګه اعلان کړ.
د دې تنظیم ویاند یونس کاکلی وه چې داعلان په ډیره کرکجنه لهجه وغږید ، په لومړي سر کې محمد یونس قانوني چې په تیره شل کلنه دوره کې د بهرنیو چارو وزیر، د پارلمان رئیس او د جمهور رئیس مرستیال هم پاتې شوی وو، وینا وکړه خو دایی له یاده ووتل چې ووایی څنګه دپاکستان الوتکه کې له کابل څخه اسلام آباد ته مع العافیه یوړل شوم یونس د دې تنظیم سیاسي کړنلارې( منشور) مهم ټکي یې ملګروته ولوستل. سربیره پر دې، یونس قانوني د ده پر خپل برادشت د مخکني حکومت د راپرځیدو لاملونه هم ورپه ګوته کړل او د دې سقوط ټوله پړه یې پر محمد اشرف غني مټکور او د هغه پر اماتوره بچه خوانده ډله واچوله او نوي چارواکي یعنی داسلامی امارت کسان یې یو متحجره اوبیسواده ډله وبلله اوافغانستان ته یې دیوه سرخلاصی زندان نوم ورکړ.پرون ترهګر او پاکستانی ول خو نن ورڅخه تمکین غواړی او دفشارپه لټه کې دی. ددوی ضرب زبانی هم دښځو حقوق،دنجونو دښوونخیو تړل، ټول شموله حکومت هغه لاملونه دی چې دوی خپلې ببولالې په کې غواړی ځکه بل بدیل نه لری چې څه شی پلمه کړی .
زما هدف پدې لیکنه کې دچا لوری نیول ،شخصی اوغرضی ګټې نه دی او نه بې وخته اټکلی دفاع ده ولې دافغانستان په هکله د غلو، لوټمارو، غاصبانو، وژنکو او داړه مارانو یوه ډله چې تر اوسه پورې یې په پرله پسې د افغان ولس مادي او معنوي ارزښتونه په لوی لاس د نیستۍ کندو ته غورځولي او اوس بیاځانونه فرښتې بولي او ټوله پړه په داسې حال کې پر نورو اچوي چې دوی پخپله د همغه نظام ترحده زیاته دبن دمعاهدې دلالی درلودله او انډوخر یی دنیا نیولې وه په واقعیت کې ددوی دغه انډوخر اوطالبانو ته د بن قلابی غونډه کې برخه نه ورکول دطالبانو دشتون اوقیام سبب وګرځید .دلته ډېرې محاسبې چې دبحث ځای اوس نه دی او افغانان هم په اسانه خپله ملامتی نه منی حتی بابېزه یې ګڼی.
زه دا نه منم او بلکې په وار وار مې هم ویلي چې غني مټکور سره د دې لپاره چې یوشمېر کسان یې نا اګاهانه ستایی، خو د افغانستان په کړکیچ کې دی هم دسهامی شرکت یو معلومدار غړی وه دبن ککړه معاهده کې د قدرت او مقام لپاره دکرزی په تخرګ ور ننوت اوس وایی چې جامد کرزی نه پوهه درلوده او نه تجربه زه فکر نه وم چې غنی د یوه اکاډمیک شخصیت امتیاز در لود. ګواښ اوباټ،احساساتی،خودخواه خودمنم، دولس په ژبه نابلد دملګرتیا له ماحوله لېرې، کمزورې اراده ، ضعیف النفس ، لویدیځ کلتور پسنده له خپل اولاد بې خبره داهغه څه دی چې داکاډ میک شخصیت اواوصاف یی نشی منلی. غنی دمظلوم ولس مقام اوقدرت دمقاومت معجزه دخلکو او دالهی اراده هېره کړې وه . دننه په دولتی اداره کې یې بله دولتی اداره جوړه کړی وه . اشتباهات غلطی هم حد لری، د ده سیاست اودریځ کټ مټ دلویدیځ کاپی او کوږبار وه چې مزله ته ونه رسېد او داستعمار لوی بارکش هم ورسره راچپه شو وایی چرا عاقل کند کارې که عاقبت ارد پشیمانی ! دجان کری لاساینه اوجوړجاړی په ۵۰/۵۰ ددوه سری حکومت ستره ناکامی نه وه.کوم عقل ته کوم ملت ته اوکومې نړی ته دبن منحوسه معامله د منلو وړوه. سپینې ماڼۍ دیوې سپږې لپاره یو ه ولس ته دتروریزم تر نوم لاندې ګوګړ وواهه بیا یې دکوموښځو لپاره مبارزه کوله همدا کوه او همدا!
ټولې پېښې ،ساز اوبرګ ، تاریخي حقایق، اسناد اوعینی شواهد د دې ښکارندوی دي چې کم له کمه په تیرو۳۰ کلونو کې( د۱۳۷۱کال نه را پدیخوا) کله هم چې د افغانستان د کړکېچ د حل څرک لگیدلی، همدا شمالي ګلم جم هلې ځلې ،مزدورې سوء استفادې چالانې وی، دا امیدواري له منځه وړې او وضعیت یې له سترو ناوړینو سره مخامخ کړی وه راځې دغه منافقتونه بې له کوم شخصی غرض وکرکې اونفرت ،ژبنی اوقومی توپیر پرته په لاندې ډول سره را وسپړو:
الف-ملګری ملتونه:
د ملګرو ملتو د ځانګړی استازي( بینین سوان) مزدور د سولې د پلان په سپوتاژولو،استخباراتی معاملو او د کابل ښار په ورانولو او د بې دفاع کابلیانو په ډله ایزه وژنه کې د شمالي ټلوالی لاس، دامریکایی ستینګرو تجارت ،په اسلام اباد او کابل کې دمیلمستیاوو انډوخر،دپرچمیانو ږیره پریښودل او داخوانیانو په څېر ځانونه عیارول، دهل اوعقد یاد حکومت چند ګانه هاها کولو شرمنده تاریخ څوک هېرولی شی دغه دروغجن دیالوګ اونغاره په یوه ګوډه اداره کې څوکاله تحمیل شوه بشنو از نی حکایت ها میکند...................ولی چګونه؟دامریکا یانو خپلوانو په MBC,NBC,CBS,FOX تلویژنو چینلو کې دکوم فرهنګ مرکې کولی؟ چا ستاره افغان او یوشمیر بهرنی پروګرامونه دلته دود کړل؟
کله چې په ۱۳۷۱کال کې پس له ۱۴ کلو جگړې، د ملګرو ملتو د بې کفایته سازمان د سولې د پلان په چوکاټ کې په افغانستان د سراسري سولې د تامین زمینه برابره شوه، شمالي جهادي تنظیمونه چې رهبري یې د شوروای مګسی نظار له خواه کېده د حزب دیموکراتیک خلق افغانستان د پرچم د څانګې له یو شمیر غړیو‌ لکه عبدالوکيل، فرید احمد مزدک، نبي عظیمي، اصف دلاور، عبدالرشید دوستم ګلم جم او ځينو نورو سره لاس یو کړ او د نجیب ګاو په مقابل کې یې سپکه کودتا وکړه او په دې ډول د ملګرو ملتود سولې پروگرام یې ناکامه او افغانستان یې د یو نوي خونړي کړکېچ سره مخامخ کړ؛ د دوی مسلح قوتونه په غیر منظم شکل کابل ته ننوتل او د حزب اسلامي( حکمتیار) سره یې د قدرت پر سر جګړه شروع کړه. د دغه تنظیمي جنګونو په نتیجه کې چې د جنګ په دواړو خواوو کې مهم اړخ یې د شمالي ټلوالې مسلح تنظیمونه اوډلې وې، ترپنځه اویاوو زرو ډیرد کابل بې ګناه ښاریان شهیدان او ښاریې په مکمله توگه کندواله کړ. د دغو جنګونوپه بهیرکې د شورای نظار،حزب وحدت ملي، د سیاف ډله او نورجهادي تنظیمونو داسې بشري بربریت اوضد انسانی خیانتونه وکړل ل: د «ښځو د سینو پریکول!»، «ژوندي انسانان اورته اچول!»، د«خلکوژوندي ښخول»،« رقص مرده!!»….تر سره شو چې تر اوسه پورې یې په دنیا کې ساری نه لیدل کېږي.
د دغو جنگي او بشري ضد جنایاتو هر اړخیز گزارش د افغانستان د بشري حقونو د مستقل کمیسیون له خوا چمتو او نشرته برابرشوی وو، خو له بده مرغه چې د سیاسي ملحوظاتو له کبله تر دې دمه خپور شوی ندی- د دې جنایتو اصلي عاملین همدا ګلم جم ول.موږ ولی دشا لوری ته نه ګورو. فساد چا وکړ او حاکم چاته جزا ورکوی!
د یادونې وړ بولم چې دغه طالب چې اوس یې له افغانانو او هم له ‌نړیوالوسره دمشروعیت په دیپلو ماسی یې سر نه خلاصیږی ، د همدغو تنظیمي داړه مارانو د شومو او‌کرغیړنو کړنو د عکس العمل په بڼه را پیدا شوې ډله ده؛ کله چې په کابل او نورو ولایتونو کې د تنظیمي لوټمارو ظلم، زیاتی، دخلکوشکنجه کول، د خلکو چور او تالان خپل اوج ته رسېدلی وه، یو تعداد خلکو د ملا عمر په مشرۍ له کندهار ولایت نه د دې ظلم او زیاتي په مقابل کې غږ پورته کړ او خپل هدف یې د شر او فساد له منځه وړل اعلان کړل- د دې شر او فساد اصلي عاملین او فاعلین همدا خلک دي.داخود کوم بل هېواد تبعه نه وه.موږ باید دمسئلې اړخ احساساتی نه کړو دپېښو او ابزارو ته دقیقه پاملرنه وکړو.باور ولرو چې وروسته له هر طوفان کراری او سهولتونه شته.
عامه خلک تر دې حده د دغو تنظیمونو د کړنو نه پوزې ته راغلي وو، چې کله طالبان راپیدا شول، خلکو ورته د نجات فرښتو په سترگه کتل او په همدې دلیل وو چې په ډیر لږ وخت کې طالبان آن تر کابله ورسیدل او د دوی کيسه یې پای ته ورسوله.
ب – دزرهاوو،سل هاوو، بې شمېرو اسیرانو او ملکي بې دفاع انسانو په عام وژنه تورن:
کله چې طالبان لا جلال آباد ښار ته نه وو رسیدلي شمالي ټلوالې د دې لپاره چې خپل لوی سیال( حکمتیار) ته ماتې ورکړي، دوی له طالبانو سره پټې خبرې وکولې او ان تر دې په رسمي توگه یې دوی ته د نجات د فرښتو لقب ورکړ، اما طالبانو د ننگرهار له نیولو نه وروسته، پر دوی هم ورودانگل او د کابل د نیولو نه وروسته، شمالي ټلواله له واړه تکبیراتو سره کولاب ته وتښتیده او په دې توگه، رباني د یوې څوکۍ سره په تاجکستان کې میشت شو. جنگونه بیا ځلي شروع او ډیر شمیر ځوانان د دوی د قدرت د بقا په خاطر قربانیان شول، تر څو چې خدای پر دوی« ورحمیده!!» او د ناټو له برکته یو وارې بیا په جنگي میدان کې برلاسي شول. دا وارې دوی بل جنایت ته لاس واچاو او د زرهاوو په شاوخواه ځوانان چې دوی سره اسیران شوي وو، په بې رحمانه توگه ووژل، دا بل جنگي جنایت وو چې د دې ډلې په لاسو تر سره شو. د طالب د بیرته قوي کېدو یو اساسي علت همدا بربنډه عام وژنه ګڼل کېږي………..په کورونودشپنیو چاپې وهل هغه هم دامریکا یانو په نوم .
وروسته له دې چې د طالبانو حکومت په مطلق ډول سقوط وکړ، له بده مرغه چې همدا ډله چې حد اقل مشران یې باید د جنگي او بشري ضد جرایمو په تور محاکمه شوي وای، د سیاسي مصلحت پر اساس، د بن په مرداریو ککړ کنفرانس کې ورته اساسي نقش ورکړل شو او په دې ترتیب دوی بیا د نوي جوړ شوي حکومت په شریانونو کې لکه یو مرگونی ویروس ور دننه کړل شول او په مرکزی اداره کې یې مهمو څوکيو او مقامونو کې ځای پر ځای شول.
دا چې دوی د تخریب، چور، چپاول، ځورونې او ربړونې له مکتب نه فارغ او د دغو اعمالو معتادین وو، په نوې اداره کې یې یو وارې بیا په تخریبي اعمالو شروع وکړه؛ د قدرت نه سو استفاده، د ځمکو غصب، چور او چپاول، قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل او داسې نور ورته منفي اعمال د دوی له ورځنیو اعمالو څخه حسابیدل.
د دوی د سپین سترگۍ په نتیجه کې پزه قسیم فهیم چې هیڅ سواد یې نه درلود اوکرزی ته یی منت وکړ د افغانستان د دفاع وزیرمقرر شو، کله چې کرزی د دوی له شومو کړنو ډیرپه تنگ راغی، تصمیم یی ونیو چی د فهیم پر ځای رحیم وردگ د دفاع وزیرپه توګه مقرر کړي، شمالي ټلواله د بلې کودتا په لټه کې شوه، چې دا خبره آن تر سپینې ماڼۍ پورې ورسیده او جورج ډبلیو بوش د دې په خاطر چې حامد کرزي ته دوی کوم خطر پیښ نکړي، یو تعداد امریکایي محافظین یې د کرزي د امنیت د ساتلو لپاره افغانستان ته ولیږل- دا خبره څه موده مخکې د خلیل زاد لخوا په يوه تلویزیوني مرکه کې افشا ء شوه….
بالاخره دې ناندریو تر هغه ادامه ومونده تر څو چې شمالي ټلوالې په کرزي باندی دا خبره تحمیل کړه چې همدې بیسواده قسیم فهیم ته مارشالي رتبه ورکړي او بسم الله محمدي ګونګ د لوی درستیز په حیث وټاکل شي. دې کارهغه وخت صورت ونیوه او فهیم په دې ترتیب له دفاع وزارت څخه سبکدوش شو، دا چې دوی په همدې موده کې د دفاع وزارت شته تخنیکی، ابزاراو وسایط ، وسایل او سامانونه په کوم ډول لوټ کړل دا یو بیل ډیر ننګین داستان دی، چې دلته دبحث خای نه لری….
ج- په اداري فساد کې تر غوږوډوب:
وایی له کلی ووځه له نرخه مه وځه. نرخ مات کوونکی بغاوتګرانو سره ریچن امریکا یان هم پیسه دار شول. دخورجینې پر سر دوی ولاړول دوی ول چې ړندو عملیاتو ته یی لاس واچوه.
امریکایانودقرار دادنو بې حسابه او کتابه دالرې له خانه سره راوړلې، ځکه یی په اداري فساد باندې یې پیل وکړه، او هغه وږی لیوان ،غله اورهزن چی پخوا یې یو گوډ خر نه درلود اوس د میلیونونو ډالرو خاوندان شول،تقریبی د یوې نشر شوې احصایې له مخې احمد مسعود او ورونه یې یو اعشاریه یو ملیارد ډالره، برهان الدین هموچیز یوعشاریه دو ملیارده ډالره، عطا محمد نورچور اته سوه میلیونه ډالره، عبدالرشید دوستم ګلم جم اته سوه اولس میلیونه ډالره، عبدالله عبدالله ګل مرجان اوسوه اتیا میلیونه ډالره،وزګوړی تورن اسمعیل اووسوه او شل میلیونه ډالره، عبد ل سیاف اووسوه میلیونه ډالره، محمد محقق اوغو او سوه او پینځه لس میلیونه ډالره، کریم خلیلي فروفیسل اووسوه او دیرش میلیونه ډالره، بسم الله محمدي ګونګه مشهور به جنرال پشقل درې سوه اوڅلویښت میلیونه ډالره، یونس قانوني کاکلی دو سوه او نوي میلیونه ډالره….سرمایه لري. دا پیسې دوی له کومه کړې- که چیرې د مخکني حکومت د سقوط یولامل فساد وګڼل شي، نو دوی بیا له ټولو ډیر په دې سقوط کې ګرم خلک ګڼل کېږي.
د- د ملي اردو او ملي پولیسو تخریب او تضعیفول:
همدا شان په ملي اردو او ملي پولیسو کې دوی له یوی خوا په مهمو څوکيو کې خپل کسان وگمارل چې اکثریت یې بیسواده هم وو او له بلې خوا قومي او ژبني تعصباتو ته په پراخه پیمانه لمن ووهله؛ په دغو مهمو سکتورونو کې د څوکيو او مقاماتو تقسیم د قومیت پر بنسټ په یو منل شوي اصل تبدیل شوی وو او په هغه کې هم دوی بیا تقلب کاوه او کله، کله به یې له زور او فشار نه هم کار اخېسته، د یوې احصایې له مخې د دوی فیصدي دهغو کسانو په منځ کې چې بهر ته د تحصیل لپاره تللي ول تر ۵۰۰ فیصده لوړه شوې وه ټولې مهمې، ‌کلیدي او پر عایده څوکۍ لکه د وزیر دفاع څوکۍ، د لوی درستیزڅوکۍ، معاونیت اول، معاونیت مادي او تخنیکي، د تفتیش ریاستونه، د لوژستیک ریاستونه، تعلیم او تربیه، د مخابرې ریاست، او قول اردوگانې د دوی ونډه شمیرل کېده او بل چا ته په دې څوکيو کې د تعیینیدو اجازه نه ورکوله، دا معلومات د وزارت دفاع په اسنادو کې موجود دي، آن تر دې چې دوی ډیر ذاتي دفترونه په تزویري شکل جوړ او خپل کسان یې په اردو او‌پوليسو کې ځای پر ځای کړل. د دوی اداري فساد په اردو اوپولیسوکې له هیچانه پټ ندی،لکه مخکې چې ما وویل بسم الله محمدي کله چې وزیر د داخلې وو، د وزارت داخلې دقرارګاه لپآره چې ټوله شنه ساحه یې یو جریب هم نه وه، د اتیا میلیونو افغانیو په ارزښت د پچوقرارداد کړی وو، چی وروسته بیا دا موضوع کشف او په یوه ستره رسوایۍ واوښتله، او د بسم الله محمدي نوم په «جنرال پشقل» یا « دپچو جنرال» مشهور شو.
همداشان د دفاع وزارت نورقراردادونه چې پکې د ملیاردونو اختلاس شوی وو اوټول د دوی کسان لکه: بسم الله محمدي، عنایت الله نظري، ډګرجنرال محب الله محب او داسې نورشامل وو. همدا دو خبرې؛ اداري فساد او قومي تعصبات چې په دواړو کې عمدتاٌ همدا خلک شامل وو د اردو اوپولیسو د کمزورتیا او پاشل کېدو اساسي علتونه ګڼل کېږي. کله چې یونس قانونی دا خبره کوي چې اشرف غنی وتښتیده، ولې د بسم الله محمدي چې د دفاع وزیر وو،د تیښتې موضوع نه یادوي…
ه- په ډاګه د انارشی ابزار:
قانون تل د حکومت هنداره ګڼل کېږي، په دې مانا چې کله په یو هیواد کې قانون په سمه توګه پلی کېږي، دا په دې دلالت کوي چې د دې هیواد حکومتي نظام قوي دی، شمالي ټلوالې چې په حکومتي نظام کې یې تر(۵۰٪( زیاته ونده درلوده نه یوازې دا چې په دې اړه د حکومت سره یې همکاري نکوله، بلکې په لوی لاس او د ځانګړیو ګروپونو په واسطه یې د عمومي نظم په گډوډولو کې خورا لوی لاس درلود او اساسي هدف یې د خلکو او حکومت په منځ کې د واټن ایجادول وو؛ د افغانستان ټول ولس پدې خبر دی چې د غلاگانو نه نیولې بیا د برق د ستنو تر الوزلو پورې، ټول په دوی پوری تړلیو کسانو پواسطه ترسره کېدل،حتا ځينې مراسمو کې خو بیا دوی عام او خاص لکه یو تهدیدي قوه ښارونو ته وتل او لکه د هالیوډ او بالیوډ د فلمونو غوندې عجیب او غریب اکتونه او‌کانې یې کولې، هر کال د دوی پدې خر مستیو کې ډیر تعداد ولسي کسان وژل کېدل، خو عاملین یې یا دا چې نه نیول کېدل او یا هم له نیول کېدو نه وروسته، ډیر ژر بیرته خوشې کېدل، لکه چې د خلکو وژنه دوی لپاره مجاز عمل گڼل کېده… دا د مخنکي حاکمیت د سقوط بل سترعامل دی چې شمالي ټلوالې نیغ په نیغه پکې وڼده لرله………
و- د ځمکو غاصبان:
بله لویه مساله چې دا ډله پکې دخیله وه، د ځمکې د غصب مساله وه، په ټول کابل ښار او بعضې نورو ولایتونه کې د دوی له لاسه دولتي او شخصي ځمکه اصلا پاتې نده؛ څو څو وارې د ځمکې د غصب موضوع بررسي، لیستونه یې چې د همدغو اشخاصو مکمل شهرت پکې وو، ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې شول، اما چون دوی سره هم زور او هم پیسې وې، تر آخره پورې څوک بریالی نشول چې دا خلک محاکمې ته را کش او د خلکو او ملت جایداد بیرته ترینه واخلي، حتا داسې تاریخي او نظامي ځایونه لکه شیرپور، لوای۹۹ راکت، تپه دافع هوا، تپه مرنجان، تپه سکارت او… ټول د دوی په لاسو چور او ښارګوټي او بلند منزلې پکې جوړې شوې….دا د حکومت د ړنګیدو بل اساسي دلیل وو.
ز- کرکه قومی اوقبیلوی وچ تعصبات درلودل:
په چل یی نه پوهېدل خوبیاهم دالنده غر...........
دوی پدې شلو کلو کې قومي او ژبني تعصباتو ته په پراخه توګه پریمانه لمن ووهله، آن تر دې چې واړه ماشومان په مکتوبونو کې په همدې مصروف وو چې څوک په کوم قوم پورې تړلي، استخباراتی پارلمان او بعضې نور ادارات په میاشتو میاشتو به پدې مصروف وو چې په قانون کې پوهنتون ولیکل شي که دانشگاه…
ح- د ریشخند انتخاباتو په گډوډلو کی دخیل ګوډاګیان:
دا خبره اوس هم دوی په ډاګه وایي چې د مرکزي نظام مخالف دی، در حالیکه چې افغانستان همداسې یو نظام ته ضرورت لري. بناٌ دوی د خپلو دغو شومو اهدافو لپاره په پرلپسې توګه د نظام کمزوري کولو لپاره هڅې کولې؛ انتخابات خو د دوی له لاسه بلکل د جنگ په میدان بدل شوي وو، پراخ تقلب، دسیسې، توطيې او بیا په میاشتو میاشتو د خلکو انتظار چې د انتخاباتو نتیجه اعلان شي، دا ټول د همدغه خود سرو ډلو کارونه وو، هیڅ داسې انتخابات ندي تیر شوي چې عبدالله خان پکې یو نخره نه وي ایستلې. د ده د شخصي اغراضو په اساس یو وارې د کرزي په وخت کې انتخابات جنجال خواته لاړل، چې بیا د جان کيری په مداخله شخړه حل شوه او دا بې کفایته شخص نه پوهیږم چې د کوم امتیاز په بدل کې غلی شو، بیا اشرف غني په اوله دوره کې تر دې پورې هر څه گډوډ کړل چې بالاخره غني مجبور شو، اساسي قانون خلاف د «ملي وحدت!!» په نوم حکومت ومني، په دویم وارې خو بلکل ټول اخلاقي او قانوني معیارونه یې تر پښو لاندې کړل اوموازي ریاست جمهوري یې اعلان کړ…..دا په حکومت بل لوی ګذار وو چې شمالي ټلوالې په لاسو ترسره شو……..
که دا بحث خلاصه کړو نو ویلای شو، چې تیر شل کاله ټول د همدې ډلې له لاسه په تاوتریخوالي، لانجو، توطیو او دسیسیو، د مادي امکاناتو له لاسه وتل، چور، چپاول او غلاوو کې تیر شول او هغه خلک چې د وطن په درد دردمن وو حتي د دې چانس یې پیدا نکړ چې خپل پلانونه تطبیق او عملي کړي، دا چې اوس دوی د حاکمیت د سقوط پړه پر نورو اچوي، دا د دوی لوی منافقت،شیطانت ابلیس توب او حماقت دی .
د افغانستان خلک که چیرې غواړي چې له دایمي بحران نه نجات پیدا کړي باید داسې خلکو ته نه!! ووایي، دوی نور هیڅ نوع برنامه اوپلان د افغانستان د ابادولو لپاره نلري چې د هغې په اساس خلک ځانته جلب کړي، بناٌ قومي او ژبني تعصباتوته لمن وهل د دوی یوازینی کار دی چې دوی پرې سیاسي لوبه ترسره کوي او عام خلک د خپلو شخصي ګټو قرباني کوي، د دغې لوبې لومړنی قربانی ورکوونکی او اصلي متضررین هماغه خلک دي چې دوی یې خپل قوم او همژبي بولي…….
ط- د قدرت د جزایر، بغاوتونه او د عمدي تخریبي اقداماتو تر سره کول:
د دې ټلوالې اکثریت تش په نو م رهبران د قدرت تږی او وږی او د مطلق العنانی حاکمیت سرسخته پلویان ول، دوی چې چیرته هم حکومتي دنده درلوده، هلته یې خپل سرې محلي حکومتونه جوړ کړي ول او د مرکزي حکومت متابعت یې قصدا نه کاوه، کله به چې مرکزي حکومت پر دوی د قوانینونو او مقرارتو د تطبیق لپاره فشار راووړ، بیا نو دوی د مرکزي حکومت سره بایکاټ کاوه او د هیڅ نوع عمدي تخریبي اقداماتو څخه یې ډډه نکوله، ښه مثال یې عطا محمد نور وو، چې ځان ته د شمال امپراطور ویل او تر ډیره وخته د خپل قدرت د ساتلو په خاطر له حکومت سره په مقابله کې وو، داسې کړنې یقنینا چې د نطام جوړونې او قانون د حاکمیت په مقابل کې لوی خنډ وو او د لویو فرصتونو د ضایع کیدو اصلي سبب گڼل کیږي.خو بیاهم اشرف غنی په تدریجی دول په مهارت کمزوری کړل او کرزی ونازول.

له طالبانو خو ګیله ځکه په کار نه ده چې نه په حکومت پوهیږی او نه اسلامیت ستر ویندوی توریالی همت دی چې څه وایی؟ دا به عاقلانو کار وی چې سړی حقیقت ووایی اوداښه خبره ده چې دمرکې ابعاد او تړلی عوامل او ابزار اهانت نشی نه زه ورڅ. د طالب ټول متحجرتوب په انحصار کې ولس باید نور خپل مسئولیت وپېژنی او دخیر په غونډۍ سیل کول د حل لاره نه ده نو دی سره دا بايد ومنل شي،چې افغانستان تر دوی هم ډېر نا پېش بینه خلک لري. اوس زموږ جګړ بهر نه ده بلکې دننه ده او دننه بهرنی استخبارات ورته پکه وهی. وږ باید داومنو چې زموږ جاه طلبۍ ،خودخواهۍ ،احساساتی ګامونه لامل شول چې بهرنی دلته دتروریزم تر نوم لاندې راوستل. موږ ته دالری فرهنګ امتیاز درلود.تاسې وګوری چې غنی وایی زه افغان وم او هم مسلمان او همدارنګه طالبان هم نو دوی ولې په دی بریالی نه شول چې مسلمان له مسلمان سر ه نشی کیناستلی او دسولې لپاره لاره نشی پرانیتی !دقضیې نزاکت دادی چې زه یی له امریکایا نو سره مقایسه کوم.
د سولې اصلی عملان څوک ول؟
ډير ځل لیدل شوی دی دازموږ د فرهنګ یوه برخه ده چې داسې کسان شته ان دجهاد له وخته به کله یوه تنظیم اوکله به یې بل تنظیم سره مثلا لاسونه جمهوريت او پښې به یې طالبانو سره وې. دوی،د کورنۍ نیږدې کسان او د ګټو شريکان ېې څوک د جمهوريت او څوک د طالبانو بیعت کوونکي وو.پارلمان کې استخباراتی کړی،اردو یواړخه نیابتی، حکومت له فساده تر غوږو ډوب څوک دای اس ای ،څوک داروپایی ټولنې، څوک دیو ناما او حوک د سی ای ا غړی چا هلته او چادلته داخلاص لووړط کولې. ظاهرا ملی خو باطن کې شخصی ګټې ور سره ملګری وی.
دوی ملي بيرغ پاله خو بې غیرته ول،اتڼ يې ورسره کاوه خو بې همته ول او هم ېې ‌د‌ طالبانو سببین ډوله او بې نښانه بیرغمحمدی نشان پاله وطن عشق تو افتخارم وطن ................وطن ................. وطن ................ وطن دررهت جان نثارم
یوېې ډلې یې جمهوري ټاکنو کې د خپلو مېرمنو تذکرې او رايې دلالي کوله او هم ېې بیا ټاکنې حرامې بللې.( محترم عبدالستار سعادت خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون رييس هم پاتې شوی او يو بل محترم فرهنګي دوکتور په کميسيون کې د کلونه کار تر څنګ د انتخاباتو کمیسیون د کميشنرۍ نوملړ ته شارټ لیست شوی و.غل حمد الله ډارن خو اوس دحکومت داری باټې وهی)
د سولې دلالان د ملي اردو مدافعین هم وو، طالبان ېې هم د ازادۍ جنګیالي بلل، په حکومت کې ېې د وزارت او خاص مشاوريت بستونه هم تجربه کړل، د چوکيو په کمیشن کارانو هم مشهور شول، مافیا هم وو، جنګسالاران هم وو، دیموکراسي او د بیان ازادي ېې هم خوښوله، لنډه دا چې هر چېرته که به په هر عنوان ډ دوی ګټه تامینیده، دوی لکه مچان هملته کيناستل او مښوکې ېې لمدولې.
دوی رسنۍ لرلې، په حکومت کې ېې پراخ حضور و،ګوندونه، مدني ټولنې، ولسي شبکې او نور څه ابزار،چې د لویو استخباراتي لوبو او د يوه نظام له منځه د هغه د سقوط لپاره مرستندوی تمامیدل، ورسره موجود و.
څه يې وکړل، څنګه یې وکړل ؟
د سولې دلالان،چې د پخوانيو جهادي تنظیمونو له قومندانانو نيولې، تر سياسي رهبرانو، د حکومت د نېمايي مالک ټیم تر رهبرۍ،کابینې او ملي شورا غړو، اينجو بازانو، پوهنتون استادانو، کارپوهانو، مدني او مطبوعاتي فعالانو، غرب نه راغلو تکنوکراتانو، پخوانيو او برحاله چارواکو او په مجموع کې د پاکستان و ایران، شرق و غرب او ټولې نړۍ د استخباراتي شبکو اجنټان پکې شامل وو او د وطن فروشانو يو تاريخي او نا اعلان شوی ايتلاف یې جوړ کړی و،په تېرو څو کلونو کې د مسلسلو هڅو، پروژو او استخباراتي ماموريتونو په ترسره کولو سره وتوانیدل،چې د افغانستان خلک، جوړښتونه او په نظام کې دننه خپل هم فکره دلالان ټول سره منسجم او پر جمهوري نظام د خلکو د بې باوره کولو،د ملي روايت د کمزوري کولو او د دوی په عامه شرمناکه اصطلاح د «ښو ورځو د راتلو» په ژمنه د سولې د راتلو او په دې پلمه د طالبانو د واک ته رسولو له نړيوالې استخباراتي اجنداوو سره مرسته وکړه.