روانې چارې او بېلابېل
ازادی د پاره د پښتنو ستر مارش
پنجاپی استعمارچیانو د پښتنو څخه جامې وایستلې ، د پښتنو په کورنو ننوتل ، د پښتنو عزتونه یې لوټ کړل ، ښځې یې د ځانو سره بوتلې ، د پښتنو کلي او کورونه یې وران کړل ، په دوی یې راز راز لکه کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې استعمال کړې او نور . د زغم وخت تیر شوی دی. اوس د پنجاپی پوځ د ظلم او تیري څخه خورا په تنګ راغلي او اوس دې ته اړ شوي دي. چې د پنجاپ استعماري واکمنی په وړاندې سخت غبرګون وښيي او د ازاد پښتونستان بیرغ اوچت کړي. پنجاپی استعمار نه یوازې د پښتنو سیاسي ازادي سلب کړی او د دوی سیمه او هی
د مکراسي او د بشرحقوق
د سېپټمبر ۱۵مه، د دموکراسۍ نړیواله ورځ د مکراسي او د بشرحقوق لومړی يي زمونږ د ټولنې عقده من، روسته پاتې، له پوهې او هوښ څخه بېخبره کسان په يوه بهرني ملک کې سره راټول کړل؛ د سوځولو، ورانولو، چور او لوټولو لارې چارې او کوڅي يي وروښودلې؛ د انسان وژنې نوې او تازه طرېقې يي ورزده کړې؛ په عصري وسلو او تجهیزاتو يي سمبال کړل؛ ځانونو سره يي په سلو او زرو پټو او ښکاره لارو او طريقو وتړل؛ وروسته يي ټول په ګډه او يو وار زمونږ وطن ته راننه يستل؛ څو په عمل کې د هغه څه ننداره
دا خلک هسی باټې وهي !
دا خلک هسې باټې وهي ! غازی امان الله خان؛ د محمود طرزی ریښتنی شاګرد او د سید جمال الدین افغانی د وصایاوو، ویناوو، مفکورې او لارې صدیق او واقعی پلی کوونکی؛ چې کله د انګریزانو د شړلو لپاره توره ترملا کړه، نو لومړی رجوع یې خپل ملت ته وه. کله یې چې د استقلال اعلان وکړ ، دغې غونډې ته یی د انګریز استازی راغوښتی و. د استقلال داعلان په وروستی جمله یی تاکید وکړ او بیا یی توره له تیکی راوکښله د انګریز استازی څخه یی د اخطار او ګواښ په ډول پوښتنه وکړه: پوه شوې؟ هغه وویل : هو صیب یعنی
احمد شا مسعود یو اتل و
له یوه سپېره کلی څخه را پاڅېد .دپاکستان په مشوره یې دشهید داود خان پر ضد بغاوت پیل کړخو هیڅ چا ونه ویل چې پردی پاله وه ،انحصارګر ،خودخواه ،سرتمبه او دوړې سیمې سنتی فرهنګ امر وه. هغه د افغانستان به قومونواو قبیلو کې ژوره پوهه او درایت نه درلود .هغه هیڅ کله د افغانستان په رسمی ژبه پښتو خبرې نه کولې.هغه دافغانستان له اسلامې اوملی قیام سره په ډول ډول چلونو لوبې وکړلې هغه په یوه لاس کې دیوه ختکی پرځای د درېوو خټکیو نیولو هڅه کوله . د هغه دمبارزې ستراتیژی او تاکتیک ماشومانه وه.داچې بلویان څه وا
د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي!
د افغانانو خبرې د امریکایانو تر خبرو باید آسانه وي! عبدالله وردک. انګلستان - سپتمبر - ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ! ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! الحمدلله، د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې د (سنبلې ۲۲، ۱۳۹۹)، چې د ۲۰۲۰ میلادی کال د سپتمبر له ۱۲ نېټې سره سمون خوري، پرانستل شوې. دا هغه ورځ ده، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، ددغې ورځې لپاره سترګې په لاره وو. الله(ج) دې،
اوربند سره موقت حکومت تړل د چا طرحه ده؟
وايی هغه ټولنې چې د خپل تاریخه زده کړه نه کوي، بیا بیا تجربو ته اړوځي. خو که په ټولنه کې بیا څه پوه قشر او په اصطلاح روشنفکران له خپل تېر تاریخه لازم درس نه اخلي، ګنا يي څو چنده ده او غمیزه لا درنیږي. که ډېر وړاندې لاړ نه شو او د غازي امان الله خان په وړاندې کورنیو او بهرنیو توطیو ته هم سر ورښکاره نه کړو، نو د ۱۹۹۲ کال او د نويمې لسیزې توطيه او د نظام د نشتوالي غمیزه خو ښای تازه او د ډېرو یاده او یا يی خپله په دې غمیزه کې ژوند تېر کړی وي، له هغې لازم درسونه باید مو اخیستي وي. په نوییمه لس
سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات!
سیاسي کارپوهان او د امریکې انتخابات! ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام عليکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د نېکو کارونو په کولو بوخت وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! نن سبا، د افغاني تلویزیونو په سیاسي بحثونو کې، لږ تر لږه ۳ ډوله سیاسي کارپوهان، تر سترګو کیږي. لومړی ډله ىٔې، له افغانستان څخه د خارجي قواوو، ژر تر ژره وتل غواړي. دغې ډلې ته د وطن بشپړه آزادي، تر هرڅه د اهمیت وړ ده. دوی غواړي، چې پخپل ملک کې پوره واک او اختیار ولري، او په ټولو برخو
دا ماتې دې درپاتې، خو چې نورې نه کړې ماتې
واى که سوله کوو، نو د ښځو حقونه او جمهوريت سرې کرښې دي. په زغرده ورباندي خبره کول د وخت غوښتنه او ولسي اړتیا ده. مال بالکل اړتیا ده. زه هم ورباندې خبره کوم، خو په ښارونو کې د څو سوه هغو ښځو د حقونو خبره سره کرښه نه، بلکې زرغونه کرښه ګڼم چې په پرديو لګښتونو يې تولنې جوړې کړې. په تلويزيوني خپرونو کې ښکته پورته کيږي د جنس په نوم ځانګړي امتیازات غواړي، افغان ټولنه سره ويشي، د افغانانو ديني او ملي ځانګړتياوې نه پيژني او په استثنايي توګه په لوړو پوستونو باندې ګمارلو پسې لالهانده دي. زه په استثن
آیا مولوي عبدالحکیم منیب په حقه او حکومت په ناحقه دی؟
راځئ چې د عقدو او تعصب له دایرو راووځو او په حکومتونو کې د ګوندونو او تنظیمونو په مشارکت بحث وکړو، د ولسمشر غني د انتخاباتو په ټاکنیز ټیکټ (دولت جوړونکي) کې ګڼو ګوندونه، سیاسي بنسټونه، سیاسي جریانونه او مدني ټولنو له ولسي ادرس څخه د دولت جوړونکي ټیم پلوي وکړه. مولوي عبدالحکیم منیب د حرکت انقلاب اسلامي ګوند په مشرۍ په ملي کچ د یو لوی سیاسي خوځښت په چوکاټ کې د جمهوريت، ولسواکۍ دننه د اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتلو او د نظام د بقا لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د یاد ټاکنیز ټیکټ ملاتړ وکړ
د حمیرا نګهت دستګیر زاده پردیسی
د شپیتمنی لسیزی له نیمایی وروسته په پوهتتون کې د محصلانو کلوپ، د دوستی خونه( چې عامه کتابتون کی د کتابتون د آمریت تر څنګ وه) او فرهنګی شورا د ځوانو لیکوالو، هنرمندانو، ممثلینو او د ادب او هنر د نورو څانګو د استعدادونو په هڅونه، روزنه او ځلیدا کی ډیر رول ولوباو. هغه وخت د پوهننتون دفرهنګی شورا په هڅو په پوهنځیو کی فرهنګی کمیټې جوړې شوی، سره له دې چې د بیلابیلو پوهنځیو د فرهنګی کمیټو ډیرو غړو یوبل نه پیژندل، خو د فرهنګی شورا غړی نامتو او لیدنی کتنی یې منظمی وی. د محصلانو کلوپ وکولای شول د رحیم
دهغه چا په ځواب کې چې د سقاو زوی مجاهد او د اسلام خادم بولي
دا دسيكولر ، خر څ شوي او تپل شوي خبرى په خوله ويل ډير اسانه خو ثبوتول يى زور او سند غوا ړي . زه نه دامان الله خان او نه د نورو سلاطينو او اميرانو طرفداري كوم او نه د يوه داسى سياسي - اداري سيستم تاييد كوم ، چى د پورته لوري په خلكو په زور او يا نورو چلونو خپل واك چلوي . خو طبعاً د باچاهانو ، اميرانو او سلاطينو په منځ كى هم د ظلم د شدت او يا يو مثبت او منفي عمل له لوري تفاوت شته . دامان الله خان مبارزه د انګريزانو سره ، د افغانستان د خپلواكۍ اخستل ، د انګريزي استعمار او اشغال ناولي
يا به سر په غوائي کېږدم يا به پاس په غوائي کينم
د وخت د حساسيت او د ممکنه ناورين د مخنیوي لپاره ضرور ده چې نن په زغرده په هغو ستونځو خبره او د حل لپاره يې وړانديزونه وکړو چې د جګړې د اوږدوالي لامل او د سولې په وړاندې خڼد ګرزيدلئ ده. "واک ته رسيدل او په واک کې پاتې کيدل" دا هغه ستونځه ده چې په مذاکراتو او غونډو کې د جګړې د اړخونو لخوا په شاذ او نادره توګه مطرح کيږې، خو اصلاً همدغه ستونځه زمونږ د شخړو او جګړو بنسټ جوړوي. تر هغو چې دغه ستونځه حل نشي، جګړه به دوام مومي. له واک سره د ولسمشر غني په ليونئ مينه لا دمخه پوهيدم، مګر د مل
کفایت وعدم بی کفایتی
اودولا اودو، رئیس نام نهاد شورای عالی مصالحه ملی رسما درباره این لیست ابراز نظر نکرده ولی یک منبع نزدیک به این بغاوتگر به بیبیسی گفته است که از نظر آنها این فهرست عجولانه ای ارگ فراگیر نیست و بر سر ترکیب آن نیز ملاحظاتی ومشاهداتی وجود دارد. به گفته این مبنع قرار است رئیس بی کفایت فیشنی وخیله شورای عالی مصالحه ملی بزودی موقف رسمی خود رامکررا اعلام کند ولی مشکل اساسی درکجا است:. • عدم اگاهی واهلیت کار • القاب مکرر، متناوب ونمایشی • بیروکراسی ، سازش ، فساد واختناق سیاسی داخلی حکومت
د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!
لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو: ای شعله ی حزين ای عشق آتشين ای درد واپسين اين شور تست يا که جنون سرشکها يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان ديگر نبويمش شبها نجويمش رازی نگويمش تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان... عشق د ژوند
ایا عبدالله د سولې مشرۍ ته وړ کس دی؟
پښتو کې ډېر عام متل دی،« غوښه يي په پیشو سپارلې»، ایا عبدالله د سولې په چارو کې مشرۍ ته وړ او مناسب کس دی؟ هغه ډله چې عبدالله يي له څو کلونو راهیسې استازولي کوي، په سوله کې خپلې ګټې ویني؟ عبدالله په کور دننه د هغه چا استازولي کوي چې د هغو ګټه په ګډوډۍ کې ده. عبدالله په حکومت کې د غلو، قاچاقبرو، جنګسالارانو، مفسدینو او ناحکومتي وسلوالو ګروپونو استازی دی او د همدغه ډلو د ملاتړ په برکت، حکومت کې غوړه ونډه لری. دې ډلو او ګروپونو په تېرو لسیزو کې د حکومت په دننه کې ګډوډۍ ته لمن وهلي او د نظام
ازاد پښتونستان ، یو واقعیت
ازاد پښتونستان یو خواب او خیال ندی بلکې یو واقعیت دی چې ډیر زر به د نړیوالو په مخ کې راڅرګندیږي. دا هیواد کوم یو مصنوعی هیواد نه دی بلکی تاریخ لری تاریخ یی په زرګونو کلونو دی ، یوه سیمه لري چې په کې لسګونه میلیونه خلک پکې اوسیږي ، یو کلتور ، یو اقتصاد ، یوه ژبه او یو له بله د وینو رشته لري . مګر یو شمیر استعماری او مزدوری کړۍ هڅه کوي چی ددی هیواد په موجودیت او نوم باندی سترګي پټي کړي. چې د زرګونو کلونو په ترځ کې په سیمه کې موجود دی. پښتونستان په خپل تاریخ کې ډیرې لوړې او ژورې
مامو سی کی بود؟
اینجانب طی چند نوشته از خیانتها و برخورد ناشایست معین اداری سابقه وزارت صحت نوشته بودم. تصادفاً که در ماه حمل(غالباً اواسط ماه حمل) حکم برطرفی او را شنیدم در همان وقت نیز از وضعیت نامطلوب و متکبرانه او نوشتم که نشر شد. این معین زن یک پاکستانی است. من مدتها قبل یادواری کرده بودم که او با خانواده اش به مردان امد. پاکستانیهای محل ایشانرا کابلی میګفتند بزودی خاندان او ماموسی را به یک پاکستانی دادند. و به این ترتیب انها فکر کردند که از فشار مجاهدین و مهاجرین بالایشان کم شد. و کم نیز شد زیرا به خاط
کابل او نیمګړي خپلواکي
کابل په ډیره سپین سترګی سره ، نږدې ۱۰۱ کاله کیږي چې د ازادی په نوم جشنونه جوړوي او په دې هکله د کابل ارګ میشتیان په تیر ایستونکو نندارو او الفاضو سره خلکو ته د مباره کی مراتب وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د پنجاپ تر مستقیم اشغال او پاتې خاوره یې تر غیر مستقیمې اغیزې لاندې ده خو بیا هم دوی د ازادی او خپلواکۍ نغارې ډنګوي. باید دا ټولې پیښې په انتقادي ډول سره وڅیړل شي. د کابل ارګ میشتیان که د یوې خوا هڅه کوي چې ځانو کې دا توانمندي ښکاره کړي چې دوی ازادی خپله
د ښکېلو اړخونو بيځايه مانورونه د سولې مخه نیسي
له هر ډول شک پرته د افغانانو ترمنځ د شخړو د حل لپاره د توپک شپيلئ کارول قطعاً د منلو وړ حل لاره نه ده. که د تاریخ په اوږدو کې احياناً کله کله ولس د حاکم په وړاندې توپک اخستلو ته مجبور شوي هم وي، ستره بيه يې ورکړې ده، ټولنيزو جوړښتونو او بنسټونو ته يې داسې زيانونه اوښتي دي چې بيا رغول يې خورا زيات وخت او لګښت ته اړتيا لري. افغانستان، سوريه، ليبيا او ځينې نور هيوادونه يې ښې بيلګي دي. نن يو ځل بيا وايم چې په شخړو کې د دخيلو خواوو ترمنځ د مذاکراتو د شونتيا په صورت کې جګړه نه موجه ده او نه هم د حل
د بلواکۍ رنګ او د خپلواکۍ قلنګ
په هندو مذهب کې هولي هغه جشن ته ویل کیږي چې د هر توکم، جنس، ژبې او سیمې خلک د مارچ په میاشت کې یو ځل په یو ستر میدان کې سره راټولیږي. ټوله ورځ سندرې وایي، ناڅي، یارانې کوي، سترګکې وهي او په پای کې یو په بل باندی دومره رنګونه وشیندي چې د پيژندلو نه وي. خو چې ما ښام کورونو ته ستړي ستومانه ورستانه شي، نو بیا هماغه کاست او هماغه طبقاتي ژوند وي، چیرته چې برهمن له شودر سره په یو ټغر او یو د سترخوان نه شي کښیناستلای. ځکه له رنګونو جوړ ټالونه یواځي د ساتیرۍ لپاره وی، کوم چې ډیر نازکه، عاشقانه او زنګی
د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده
د تولیدي ځواکونو د قانونمندې ودې په معین پوړ کې په ټولنه کې د فیودالیسم په ګېډه کې نویې تولیدي اړیکی رامنځته او سرمایداري (کپیټالیستي) اقتصادي – ټولنیز فرماسیون وزیږيد چې په تدریج سره یې د فیوډالی اقتصادي- ټولنیز فرماسیون ځای ونیو. په کارګرانو باندې د پانګوالې طبقې استثمار شدت وموند. په کپيټاليستي نظام کې د ګلوبالیزاسیون (نړیوال کیدو) پروسه په ټوله کې او په خاص ډول په اقتصادي چارو کې ګړندۍ شوه. د مختلفو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي کالیو راکړه ورکړه چټکه او ساحه یې پراخه شوه. د بیلو هیوادونو ملي
ازادي
ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ . انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول او دا سلسله تر اوسه روانه ده روسان وشړل شول ، لاكن تنظيمي وحشتواكي مسلطه شوه او دادي اوس امريكايي اشغال روان دئ او دشر او فساد اداره يې تحميل كړې ده . هو همداسى ده . نن ورځ دازادۍ خبره دهرې خولې نه اوريدل كيږي ، ځينى حتى امريكايي نظامي يرغل او اشغال ته ازادي وايي او ځينى د قدرت په څوكۍ كيناستلو د اولس دترور ، ق
د اشغالګرو د غلامانو تهمتونه او د طالب حقيقت
د كابل دمزدورى ، بى واكه -اجنتى او په شر او فساد اخته ادارې اراكين او كرايه شوي ميديايي نغاره چيانو همدا يوه خبره پنجاب ، ISI , پاكستان ، دالخور يادول زده ده او دطوطيانو په شان يى تكراروي او په د بانه خپله زبوني ، غلامي ،ذلت ، جنايت او خيانت غوا ړي مخفي كړي او د ځانونو په شان نورو ته هم د غلام ، احمق او بى خبرو فكر كوي ، خو اوس دحقايقو د پټولو وخت په دروغو او تهمتونو باندى تير شوئ دئ .خلك به بى وسه او د متجاوزينو او اشغال ګرو د تنظيم شوي -دولتي ترور او وحشت او د غلامانو دجنايت او خيانت سره مخ
سوله او دسولې ډېنامیک ارزښت
دالهی( ج) بې بدیله نعمت او پېرزوینه ده اقسام اوانواع نه لری د باعزته او بې عزته قاموس په نوم نه جلا کیږی یوه سوله او صفا سوله ! دیوه بشپړ معیار لورونه اود رحمانیت مهم ګام دی چې د ژوندانه د نورو نعمتونو په ډېرو برخوکې د ګټې اخیستنې لپاره د هوسا ،بې کرکې ،بې زور اوزرو ، افراط او تفریط ،چل اومنافقت ،لافو او باټونه څخه اخوا په کور،کلی ،ښار اوولس کې دپرمخ تللی ژوند بنسټ جوړونکې ده . بهترین او عالی ترین حسن نیت او صفت خکه دی چې تولنه دپوهې په لوری بیایی او بدلون راځی نن سبا دانسان په ذهنیت کې ا
پرمخپال اوبدلونپال اندونه د لایق د شعر سا ده
که د ارواښاد لایق د شعر سټه په پرمخپالو او وطنپالو اندونو نه وای بنا، شعر به يي د یوه بې سا کالبوت پشان لکه د ډېرو نورو شاعرانو غوندې چې د شعر باډي يي سالمه، خو روح او سا پکې نشته، ورته وايی! همداراز که د لایق کلام له بېلا بېلو مینو ډک دی او هر څه ته د مینې په عینکو کې ګوري او بیا د هېواد او خپل ولس سره مینه يي په ټولو شعرونو کې خوټيږي او په ټوله کې د هغه د شعر رخت او منځړی جوړوي او یا يي شعر د نوښتونو، نویو ترکیبونو او انځورونو یو ناپایه سمندر دی او دا هر څه بیا د مینې په خم کې رنګ اخلي؛