د امریکا بهرنی سیاست لکه مرغه په دوه وزرونو چلیږي، دیموکراسي او د بشر حقوق.
بشر حقوق يي په نورو هېوادو کې د لاسوهنې د پټولو او ستر لپاره کاریږي او دیموکراسي يي د وسلو د سوداګرۍ او د هېوادونو د لوټ په موخه په پام کې نېول کیږي.
کله چې امریکا په بل هېواد کې د بشر د حقوقو په اړه غږیږي، معنی يي دا ده چې نوموړی هېواد کې د لاسوهنې لپاره تیاری نیسي او کله چې د دیموکراسۍ په اړه ناندرې وهي، بیا نو لاسوهنه ترسره شوې او د لوټ لپاره هڅې پیلیږي.
د امریکا په سیاست کې د دوست او ملګري، دوستۍ او ملګرتوب په نوم مفاهیم ځای نه لري او لکه چې پورته ورته اشاره وشوه، لاسوهنه او لوټ د امریکا د سیاست منځړی جوړوي.
یوازې د شلمې پېړۍ په دوهمه نیمايی کې امریکا ۱۰۰ پوځي کودتاوې او د حکومتونو د نسکورولو طرحه او لارښوونه کړي. په لسګونو ځلې يي هېوادونو کې نیغ په نیغه پوځي لاسوهنه کړې او یا يي هېوادونه په پوځي لاسوهنې ګواښلي.
امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د اکتوبر په ۷ مه ترهګرۍ سره د جګړې، بشر حقوقو د خوندیتوب او دیموکراسۍ څخه د ملاتړ تر شعارونو لاندې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. د امریکا لوېدیځو او ختیځو انديوالانو هم په پټو سترګو د امریکا د یرغل ملاتړ وکړ او ټول یو په بل پسې لکه اسماني کاڼي پر افغان خاوره راپرېوتل!
پر افغان خاوره تر شلو کالو بمبارۍ او د لسګونو زرو افغانانو تر وژلو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه لکه څنګه چې په خپل سر راغلي ول، بیرته پخپلسر وتښتېدل. په تېرو شلو کلونو کې د بشرحقوق، تر نورو لومړی امریکایانو په افغانستان کې تر پښو لاندې کړل. د دیموکراسۍ پرځای يی د جهادي مافیا واکمني پر افغانانو وتپله او ترهګرو سره د جګړې پرځای يي، ترهګر وپالل او په پای کې يي افغانستان د ترهګرو په لمن کې وغورځاوه او دوی خپلې پښې سپکې کړې!
افغان حکومت سره يي د همکارۍ په نوم، ستراتېژیک او امنیتي تړون لاسلیک کړ. افغانستان يي د ناټو د پوځي تړون له چوکاټه بهر، ناټو سره د مساوي غړي په څېر وپېژاند او افغانانو ته يي ځمکه او اسمان د خپل ملاتړ په لاپو تسخیر کړ.
امریکا افغان حکومت سره د امنیتي او ستراتېژیک تړون په چوکاټ کې د ملاتړ او مرستې ژمنې تکرارولي او بلخوا يي په قطر کې طالبانو سره د افغان حکومت له خبرتیا او سلا پرته د دوحا تړون لاسلیک کړ. کله چې څوک د دوکې خبره کوي، تر دې به بله لویه دوکه څه وي چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان حکومت سره، د امنیتي تړون او د حکومت مخالفو طالبانو سره په ورته وخت د دوحا د تړون پر بنسټ معامله ترسره کیږي.
تېره ورځ یوې رسنۍ د طنز په بڼه، له ولسمر اشرف غني وپوښتل چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ مې نېټې د جمهوریت سقوط افغانستان سره د امریکا دوکه نه بولي؟ ښاغلي غني يي ځواب کې وویل چې د دوکې کلمه نه کاروم، خو امریکایان دې خپله دغه پېښه وارزوي او پایلې ته دې ورسیږي.
پروسکال د جون په ۲۵ مه، ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د امریکا ولسمشر بایډن سره په واشنګټن کې یوځای ولېدل. په هغه اعلامیه کې چې د سپینې ماڼۍ د ویاندې جېن ساکي له قوله ویل شوي،« په دې کتنه کې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په درشل کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي. د امریکا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي. سپینۍ ماڼۍ همدا راز یو ځل بیا د افغان سولې بهیر ملاتړ څرګند کړی او له ښکېلو غاړو یې غوښتي چې د جګړې د ختمولو لپاره دې معنا داره مذاکرات وکړي.»
تر دې غونډې وروسته، یوه څرګندونه کې ولسمشر اشرف غني وايي« د امریکا ولسمشر بايډن له ما پوښتنه وکړه، څه غواړۍ؟
ما ورته وویل د افغانستان ولس په سپينه ماڼۍ کې یو دوست غواړي، یو ملګری. ویل يي دا ملګری لرۍ»
دوه ورځې وروسته د جون په ۲۷، ما په همدې تړاو د « امریکا څخه د دوستۍ او ملګرتوب غوښتنه» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه کړې وه چې ځنې بریښناپاڼو کې ورته لاسرسی شته. د لیکنې پای کې مې لیکلي ول« افغانان به راتلونکي کې وګوري چې د امریکا د ولسمشر ښاغلي بایډن دا ژمنه چې وايي«هو افغانان په سپینه ماڼۍ کې داسې ملګری لري» څنګه راخیژې، ریښتیا که نوي درواغ ! د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۷ مه»
د امریکا د ملګرتوب او دوستۍ تر نوې ژمنې یوازې ۵۰ ورځې وروسته، د اګست په ۱۵ هر څه پر بل مخ واوښتل. افغانستان، امریکا سره د ملګرتوب او دوستۍ لویه بیه پرې کړه. هېواد یوازې په ۲۴ ساعتونو کې په لسګونو کلونو شا تګ ته ټېل وهل شو. د میلیونونو افغانانو هیلې د خاورو سره خاورې شوې.
امرالله صالح هم اسواکا نیوز سره مرکه کې وايی« «من و اشرف غنی که قبل از سقوط به واشنگتن برای دیدار با رئیس جمهوری بایدن رفتیم و با او ملاقات کردیم، هرچه او برای ما گفت، دروغ بود. امریکا تا روز سقوط کابل به دست ط‌البان برای ما دروغ گفته است.»
نن مې ولوستل چې تازه امریکا، قطر هېواد ته ویلي چې د ناټو له چوکاټه بهر د ناټو د نورو غړو غوندې حقوق او ملاتړ لري. لیري نه ده چې د قطر د داسې غړيتوب انجام به هم د قطر لپاره په یوه ناورین بدل شي.
دوکه د امریکا د بهرني سیاست منځړی دی!
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۷ مه
سرلوڅ مرادزی