په هېواد کې له وختونو راهیسې د جمهوریپالو او بلخوا د جمهوریت او دیموکراسۍ مخالفو ځواکونو ترمنځ چې دلته يي د شیطاني مثلث په نوم راپېژنم، شخړه روانه ده. شیطاني مثلث دا وار بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ مه، د موقت وخت لپاره بریالی شو چې د جمهوریت تر پیکه ښودلو، سپکولو او کمزوري کولو وروسته هغه رانسکور کړي.
د جمهوریت ضد شیطاني مثلث کې په عمده توګه دا لاندې ځواکونه په ګوته کولای شو:
ــ په کور دننه جهادي مافیا د خپلو بیلا بېلو بڼو سره،
ــ په سیمه یز بعد کې تر نورو لومړی د پاکستان پوځ او ISI،
ــ په نړیوال او لوېدیځ بعد کې تر نورو لومړی امریکايي ستابلیشمنټ، د طالبانو او امریکا ــ خلیلزاد د دوحا تړون.
د بیان د ازادۍ، د مدني قوانینو د تصویب او پلیتوب، په دولتی واک کې د ښځو او ځوان قشر او نورو ټولنیزو پوړکو د غوښن ګډون ملاتړ، هغه دیموکرات بهیر دی چې د غازي امان الله خان تر پېر راهیسې تر ننه پورې د جمهوریپالو لخوا په بېلابېلو بڼو دوام لري. په تېرو شلو کلونو کې د جمهوریت د ساتلو او پیاوړتیا لپاره جمهوريپالو په پوره سرښندنې سره هلې ځلې وکړې. په دې لار کې د هېواد په امنیتي سیکټور کې د سرتېرو او قومندانانو ونډه د لمر غوندې ځلنده ده. د جمهوریت په ساتنه او ښکلا کې د افغان مېرمنو او ځوانانو برخه؛ د ښوونکو، استادانو لیکوالو او رسنوالو هلې ځلې؛ د سوداګرو، کسبګرو او د افغان ټولنې د نورو برخو خدمتونه د هېرېدو نه دي.
افغانانو د جمهوریت او دیموکراسۍ په لار کې په زرګونو شهیدان ورکړی او خپل لایق زامن او لوڼې يي په دې لار کې نذرانه کړي.
جمهوریت او دیموکراسي د ولس غوښتنه او د جمهوریپالو موخه ده. په دې برخه کې بریاوې هم په ولس پورې اړه لري او پاتې راتلل يي هم د ولس ښېګڼو ته تاوان رسوي. د جمهوریت سقوط د ولس په تاوان تمام شو او د جمهوریت مخالفینو د ټولنې او جمهوریپالو د هلوځلو سره سره، د ولس له لاسه جمهوریت او دیموکراسي وتروړله.
مبارزه د ځواکونو د انډول سره تړلې ده. د جمهوریت او دیموکراسۍ په غوښتنه او بسیا کې دا ځل بیا جهادي مافیا او د دوی د ملاتړ بهرنۍ کړۍ، په موقتي توګه پر جمهوریپالو بریالۍ شوې او دوی يي شاتګ ته اړویستل.
دلته دوه خبرې باید سره بېلې شي، لومړی دا چې جمهوریت د کوم شخص او یا ډلې ملکیت نه دی. جمهوریت او دیموکراسي د دولتي واک چلولو مدرنه او بډایه لار ده چې ولسونه خپلواکۍ او پرمختیا ته رسوي او په ولسي ملاتړ يي ریښې ټینګیږي.
په ۲۰۰۴ کې کله چې نوی اساسي قانون تصویب شو او د نوي یمې لسیزي د جهادي تنظیمونو ترمنځ کورنۍ ویجاړونکي جګړه او د طالبانو لومړی پلا واکمني پای ته ورسېده، د جمهوریت غوښته بیا راژوندۍ شوه. افغانانو په ۲۰۰۴ ، ۲۰۰۹ ، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ټاکنو له لارې د دولتي واک بدلون بیا تجربه کړ. لومړی ځل وو چې دولتي واک د پوځي کودتاوو او نورو ناقانوني لارو پرته، سر ته ورسېد. ټاکنې د خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره چې ځینې يي طبیعي هم وې، ترسره شوې او افغانان د منتخبو حکومتونو خاوندان شول.
دا بریاوې پخپله رامنځته نه شوې، بلکې له جمهوریپالو څخه ولس او هغه مهال نړۍ او لوېديځ ملاتړ وکړ. جهادي مافیا او ملاتړو يي هغه مهال هم د ټاکنو په وړاندې خنډونه اچول، خو د ځواکونو انډول دا ښودله چې جمهوریپال ځواکونه پیاوړي دي او له دیموکراسۍ ننګه کولای شي.
په پاکستان کې له ترهګرو او طالبانو هر اړخیز ملاتړ او په دوحا کې د طالب او امریکا ترمنځ پټ تړون او توطیه چې په کور دننه د پخوانۍ جهادي مافیا ټینګ ملاتړ هم ورسره وو، د جمهوریت په تاوان د ځواکونو انډول ته بدلون ورکړ.
په دې منفي بدلون کې د لوېدیځ په مشرۍ د امریکا او په سیمه کې د پاکستان لاس څرګند دي!
د جمهوریت ماتې یوازې د یو شخص یا ډلې ماتې نه ده، چې ناڅاپي او په یوه ورځ پېښه شوه، بلکې د ټولو هغه ځواکونو ماتې ده چې د هغه د پلیتوب لپاره يي په هلو ځلو کې د وخت په تېرېدو سره نیمګړتیاوې رامنځته شوې وي. همدارنګه د جمهوریت دښمنو کړیو بریا هم ناببره نه ده او د ځواکونو د انډول او لیدلورو د بدلون سره تړلې ده.
د وخت غوښتنه دا ده چې جمهوریپال ځواکونو دې په یوه ټیم کې راټول شي. دوی کولاش شي که ولسمشر اشرف غني د راتلونکې مشرتوب لپاره وړ شخص نه ګڼي بل مشر غوره کړي، خو د ولسمشرغني ملاتړ دې د خپل ټیم سره ولري او د هغه د هراړخیز نفوذ، نړیوال شخصیت او درایت دې ګټه واخلي. اشرف غني اوس هم قانوني ولسمشر دی، هغه استعفی نه ده ورکړی او د ده له دغه دریځه دې د واک د قانوني او مشروع بدلون په ګټه کار واخیستل شي.
هغه کړۍ او یا خپلواک شخصیتونه چې په ناخبرۍ او یا خبرتیا سره د شیطاني مثلث پرځای چې د جمهوریت د سقوط او د طالبي پیرد بیا واکمنۍ لامل دي او په پوچ مغزۍ ولسمشر اشرف غني غندي، باید خبر اوسي که غواړي یا نه، د شیطاني مثلث په چوپړ کې دي. دا کسان هم د شیطاني مثلث خواخوږي او لارویان ګڼل کیږي چې څېرې يي له ولسونو نه پټېږي.
د جمهوریپال غورځنګ او شیطاني مثلث ترمنځ لیکه څرګنده ده. شیطاني مثلث پخپل مرکز ټول دی، جمهوري غوښتونکي دې هم پر خپل محور بیا راټول شي!
جمهوریت د ولسمر غني ملکیت نه، بلکې د افغانانو د راتلونکي د جوړونې او بسیاینې لار ده، افغانانو په دې لار کې خپل سرونه ورکړي دي او د هغه د بیا بسیا لپاره دې لاس پکار شي!
د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی