په افغانستان کې د اسلامی امارت د بیا واکمن کیدو څخه وروسته دادی ازبکستان هم د افغانستان د نوروپخوانیو نیمه اشغالو شمالی ګاونډیانوپه څېرزړه نازړه، اوهمدارنګه دانور امیری دښځو دحقوقوتش په نوم جاسوسه،فوزیه کوفی دپارلمان پخوانی غړې ،توماس وېست امریکایی استازی هم امنیتي پټې او ښکاره اندیښنې لري او په ځانګړې توګه په اټکل افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د سخت دریځې ډلې له شتون څخه یادونه کوی سره له دې چې ددوی لوبه په افغانستان کې لا چالانه ده اوله هرچا سره دجنجالونو په خنډ کار کوی همداډول هغوکسانو چې شخصی فرعونتوب اوګټې په تېره اداره کې له لاسه ورکړی دی هغوی له اسلامی امارت سره په هېڅ دول خپلېدای نشی.
راځی د تیر کال د اکتوبر په اومه نېټه د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیرښاغلی عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته د طالب مشرانو سره د خبرو لپاره راغلی وه لږ نظر واچوو. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا دا خبر تاېید او ویل شو چې د خبرو په اجندا کې به د انرژۍ او سوداګرۍ اړوند مسایلوباندې خبرې وشی دا په داسې حال کې وه چې دازبکوپه سیمه کې په سیاسی لحاظ هم ساړه کېدل او هم تاوده! نو ښاغلی کاملوف چې حکومت یی اسلامی امارت په رسمیت نه دی پېژندلی داسلامی امارت درئیس الوزرا دمرستیال حنفی احساساتی او دبهرنیو چارو له سرپرست وزیر چې اصلا دې برخه مسلکی نه دی ملا امیرخان متقی په ګدون او دسرپرستې ادارې له حکومتی چارواکو سره وکتل . اوزبک چارواکی او داسلامی امارت دواړه په حکومتی چاروکی نابلد ول خو بیا هم دیواوبل د تود هرکلی خبریې ورکړ. همدا رنګه دازبکستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلامی امارت سره وایی چې دنورو خبرو تمرکز به دپلخمری- سور خان دبرېښنا توربینو جوړول او له افغانستان څخه به اوزبکستان ته دبرېښنا لېږنه له اویا فیصده لوړه کړی. خبرزیاتوی چې دترمز له سیمې به دمزار شریف ښار اوله هغه ځایه وروسته به کابل ښار ته داورګادی دپټلۍ غځولو پلان باندې هم خبرې اتری وشی.ولی ازبکستان له روس وېره لری!لا سیمه کې په احتیاط ګامونه اخلی.برخلاف طالبا ن د ګواښن عکس العمل او مستبده خودخواهی باندې ولاړ دی.
دلته د ښاغلي کاملوف د زړه نازړه سفر په ترځ کې د ننه افغانستان کې د امنیت د ډاډ په نوم سیاست مطرح کیږی چې سیمه
ایزه هېوادونه ټول دغه ټاپه په لاس کې لری او چیغی وهل کیږی، خبر ورکول کیږی مانا داچې د امنیتی ثبات اعتبار نشته یا داچې د دوه اړخیزی بی ثباتی اندېښنه دغه اړیکی اوضوابط ټکنی کوی چې د اوزبکو متخصصینو او فني کارکوونکو امینت به تضمین کیږی چې په دغو پروژو باندې کار کوي له بل لوری دلته سیمه کې روسانو ولیدل چې امریکاء ووتله اودسیمې په هېوادنو کې نړیوال استخباراتو ځالې کړی دی نود سترې لوبې اولوبغاړی ډیردی خو اوزبکستان د نورو ستانو یو غړی دی
د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې د افغانستان او اوزبکستان ترمنځ د برېښنا تړون ۲۰۲۲ کال تر پای پورې وغځول شو. د برېښنا شرکت (دمرغومې په نهمه) ویلي وه چې دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین او د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت رئیس دادا جان ایساکولوف ترمنځ لاسلیک شو . باید هېر نه کړو چې دې برخه کې د دواړو هېوادونو داړیکو په اړه دامریکایی چورلکو لیږل یوه معماء ته ورته کار دی لوی بحث دی څلور اړخیزه انډوخر دی : امریکا-اشرف غنی-امارت اود ازبکانو ترمنځ.
خو ددې ټولو تر څنګ کله چې دحقانی ډله د اګست په ۲۰۲۱/۱۵ کابل ښارارګ ته له ننوتو سره سم، د افغانستان د پخواني پوځ پېلوټانو د خپل ځان او د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره د جنګي الوتکو اوامریکایی بلک هاک هلېکوپترو په شمول ۴۰ الوتکې ازبکستان او تاجیکستان ته ډاده ولېږدول شوې. داخبر همداسې پاتې شو یوازی یوه برخه یی دوحید عمر په اعتراف کې چې څنګه دغه هیلیکوپتر چمتو شول یادونه کړې ده ډیر وروسته دامارت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب څه موده مخکې ګاونډیو هېوادونو ته تند خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د پخواني پوځ الوتکې دې ژر تر ژره دوی ته بیرته وسپاري خو داخبره لومړی سرکې او اوس بیا سړه پاتې ده او ملا امیرخان دتاشکند غونده کې هېره کړله دملا متقی ستراتیژی دافغانستان دبهرنی سیاست په تناسب او معیار ټیت دی ښه سړیتوب جلا خبره ده! بنابران دانډوخر احتجاج دجان کربی له وینا دغه ډول را څرګنده شوه:
خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جنورۍ په ۱۸ امریکاغږ ته یی وویل: «موږ ددغو الوتکو د وضعیت په اړه کار کوو......................داسې وګڼئ چې دا الوتکې به افغانستان ته ددې لپاره چې طالبان یې وکاروي، ونه لېږل شي.»
د اوزبکستان امنیتي اندیښنې او بې اعتباری:
داوزبکستان اداره په افغانستان کې د «اوزبکستان د اسلامي غورځنګ» له شتون څخه سخته اندیښنه لري، که څه هم چې د اوزبکو او د طالبو چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په خپرو شویو رپوټونو کې په ځانګړې توګه دې موضوع ته هېڅ اشاره نده شوې، خو نامعلومه او په اټکل ګډوډ کارپوهان وایي چې ددغو سخت دریځو مخنیوی د اوزبکستان دنیمه اشغال حکومت د مهمو اهدافو څخه دی.دمرورو،تښتېدلو،نړیوالو استخباراتو،پلمو او بهانو ګیرو ګوګنګوسی او بېړې په سوشال مېدیا کې
داسې ادعاوی شته چې ګواکې طالبان د بهرنیو زړو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې، لشکر طیبه، شرقي ترکستان، د ترکستان اسلامي تحریک او نورو ډلو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي دغه ډلې ځکه تلاش کوی چې په دی نوم باندې څنګه اوبه خړې کړی چې د اسلامی امارت په رسمیت پېژندلو کې خنډ شی. یوشمیر یی دنجونو دښوونځیو تړل ، دښخو حقوق ، ټول ګډونه حکومت څخه ضرب زبانی جوړه کړې ده او په همدې نوم هرواټن کې په نغارووهلو لګیا دی. اسلامی امارت سره له دې
چې دا ډول ادعاوی تل رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان خاوره د نورو هیوادونویابل چا پر ضد وکارول شي. چې داهم یو سیاسی باور نه دی امارت په سوشال میدیا ډیرکمزوری دی نه اسلامی طرحو کې اوچته پوهه لری او نه انسانی علوم او حکومتی برخو کې. پلویان یی په بحث کې احساساتی اوژر په غوسه کیږی له موضوع بهر او له خېټې لګیاوی.ټول یی مطالب لیکی خو بیاهم ستونزو باندې تبصره نشی کولی .
د منځني ختیځ په انستیوت کې د افغانستان او سیمې لوړپوړی کارپوه ماروین واینباوم وایي: «ازبکستان ددې هېواد د اسلامي غورځنک په اړه اندیښنه لري او مونږ پوره معلومات لرو چې د اوزبکستان اسلامي غورځنګ د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره یو ځای کار کاوه. خو البته چې اسلامي دولت ډله د طالبانو سره سیالي او مخالفت لري او ټول سیمه ییز شریکان د اسلامي دولت په اړه اندیښمن کړی دي»
ښاغلي واینباوم وایي: «که په افغانستان کې حالات په رښتيا هم خراب شي د اسلامي دولت ډله پياوړی کېږي او که د طالبانو په لیکو کې دننه د خپلمنځي جګړو پيل ووينو او په خپله د طالبانو په تحريک کې انحرافات کرار کرار پيل شي، نو سیمې ته د اورپکو ډلو د ورتګ خطر هم زیاتیږي»داکار په هیڅ صورت باید ونشی. دډاکتر هاتف مختار دریځ دافغانستان په هکله ډیرسم دی .
د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۲۲ د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویلي وو چې د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په حاجي سعیدګل کلي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. دې وزارت دا هم ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې ددې تحریک د مشر زوی هم ټپي شوی دی
د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ مشر طاهر طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی وه