مخکې له دې چې اصلی مطلب ته راشم وایی چې بهرام ګور۲۸۳م د یوې ونې له یوه دانشمند ملګری سره استراحت کړی وه. یوه ښایسته مرغۍ په ونه کې له یوه ښاخ څخه بل ښاخ ته په چچی..... چچی ......ویلو سره خیزاچوه دې وخت کې بهرام له خوبه راپاڅېد غشی یی په لیندۍ کړ او مرغۍ یې لنډ وخت کې له ونې څخه کته راګذارکړ.
دې وخت کې دانشمند دی څاره چې بهرام څه کوی؟فیلسوف بهرام ته مخ ور واړه وه او وې ویل: که دغې مرغې په خپلې ژبې تسلط درلودلای نو انجام به یې دارنګه نه وه! اقبال وایی:
جهان رنګ وبو پیدا تو میګویی راز است این
زمانی هردو رایابم
چه راز است این- چه رازاست این
مشروعیت او ڼړیوال:
یولاس غږ نه لری!
اصلا نړۍ ملګرې نه ده اونه دملګریتوب اهداف نه لری ځکه دافغانستان په سوچ کې نه ده.په حقیقت کې همدا نړۍ ده چې په ډېره محکومو ،شومو او نامردو مختلفو پروژو کې له زوراوځواک،غراوفش، مشورو او تجربو، چې څلور ولس مشران ،پنځه لس لوړپوړی قو مندانان هم په کې ستړی شول ، دناتو شغالان ، ملګری ملتونه دیو ناما جاسوسان او ورسره دبن د منحوسې پرېکړی مزدوروکاسه او کپړیو موږ دغه حالت ته راوستلو.څلور لسیزی ډیر وخت دی دلته بې شمیره پاچا یانې تېرې شوې.هرې یوې یی حیوانیت یوه لکۍ نه لرله نور یی هرڅه لرل . تاسې دیو لوپوړی چارواکی علنی مداخلې ته پاملرنه وکړۍ مثلا دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ښاغلی بلینکن دښځودحقوقو سیستماتیک محدودولوادعا کوی اوپر کارغه مړز نیسی، دواشنګتن دسولې په انستیتوت کې یې افه ګانې لکه : رینا امیری، پلوشه حسن، فوزیه کوفۍ او نورې د روا د ډلې را ټولې کړی دی دښځو لانجه اصلا دجهاد له پیه یوه پروژه وه په نړیوالو رسنیو کې له همغه وخت په مختلفو ابعادو کې ډنډ وره کیږی خوند یی تللی او نور دداسې ښځو په استا زیتوب هم لوی شرم دی.
د طالبانو دریځ دبشر د حقوقو برخه کې قاطع دی لکه تل دغه څرګندونې رد کړي او ادعا کوي چې د اسلام په چوکاټ کې بشري حقونو ته درناوی لري. د طالبانو پخوانی دایمی ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي پښتوسرویس ته وویل حکومت یې "ټولې پرېکړې د خپلو ګټو په پام کوي" او ادعا کوي چې بشري حقونه یې نه دي زیانمن کړي.په عین وخت کې بې له دې چې په دې هکله منطقی قضاوت وشی
ښاغلي بلېنکن د افغان-امریکايي مشورتي میکانیزم د پیل په آماتوره سلیقوی غونډه کې افغانستان کې د بیان ازادۍ ته په اشاره سره وویل، چې د طالبان حکومت د خبریالانو او مدني فعالانو خولې په زوره پټې کړې دي.خو نه وایی چې څه ډول ؟ اوزمایی ور باندې څه کار! یا حد اقل چې نه کار هلته څه کار.
دغه امریکايی لوړ پوړی چارواکی دقضیې سیاسی دريځ ته په کتو سره بې له سوچ او سالم منطق وايي" موږ غواړو، له افغان مدني ټولنې سره خپله ملګرتیا لا ګټوره، کره او پایلې لرونکې کړو، ځکه مو دا نوښت کړی دی." دغه لیک یې ملګرو ملتو ته واستاوه ،نودا نه وایی چې زموږ ملګرتیا خو دوه لسیزې دلته کار ور نه کړ او بیا تکرارول خو یی سترحماقت دی.دخواشینی خبره ده چې امریکا یوستر ملک دی ولې له یوه مسلمان مظلوم ولس سره دومره ښکر ورته کول هېڅ ډول سیستم نه دمنلو وړ نه دی.

افغان- امریکايي مشورتي میکانیزم د دې لپاره جوړ شوی چې د ښاغلي بلېنکن په باور به افغان مدني جاسوسان ،غلط و منافق ،ناپوه،بداخلاقه او ککړ فعالان نارینه او ښځې مخامخ خپل لومړیتوبونه له امریکايي پالیسي جوړوونکو سره شرېکې کړي. داهغه ککړ خلک دی چې دلویدیځ فرهنګ ته یی دوه لسیزې ڼڅاوې کړی چې ستر مثال یې ستاره افغان داریانا سعید ډمې په ګروه باندې دلته څه حال وه اوس بیا یعنی څه؟
نوموړي زیاته کړه: "طالبانو د خبریالانو او مدني فعالانو خولې "په زور" پټې کړې، د امریکا غږ او بي بي سي په څېر نړیوالو رسنیو د خپرونو مخه یې ډب کړي. پر افغان رسنیو پرلپسې سانسور روان ساتلی."
طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو کمساري بندیزونه لګولي دي او سلګونه خبریالان له دغه هېواده وتلي دي
دانه وایی چې دلته خو موږ بربریت راوستی وه داستکبار په قوتونو موډیر ناوړهغیر انسانی فجایع وکړل بې ګناه انسانان موو وژل او د۴۵ ملیونو انسانانو ستونزې اوطبیعی فاجعې خو د خطرزنګ دی دامهمه ده که یوڅو جاسوسان. دا دنړۍ هغه اوچت دلا لا ن دی که طالبان هرڅومره سم کارونه وکړۍ خو نړۍ به بیاهم دچرګ په څېر چیغی وهی. سپین ته به تو اوتورته به سپین وایی!

داسلامی امارت تګلاره باید روښانه دریځ ولری ځکه اسلامی فرهنګ ته ګونګ،راکد اومجهول حالت دمنلو وړنه دی :
دافغانستان زعامت ډیرکورنی او بهرنی اړخونه لری خو دغه اړخونه کله اسلامی امارت ته درانه شی او کله احساساتی اوکله بیا مقاومت ګرا. ان ددوحې دهوکړه لیک له روابطو پورې. دوی له دې سوړ جنګ سره ددې په بدل کې چې سمه او اګاهانه مبارزه وکړی خو له هغه څخه یې کوږ باراو انحصاری لوبه جوړوی دننه ستونزې ډیرې زیاتې دی لومړی باید دهغو علاج وشی په لومړی سر هغوی چې واقعا بیسواد دی یعنی دلېسې په کچه هم تعلیم نه لری له لوړو کلیدی مقامونو باید لیری کړی شی یوبل ځای کې دې خوښ وساتی . دمقام اوقدرت مارکیټ لاهم ډیر ګرم اوداغ دې . په هر حالت کې کار دې اهل کار ته وسپارل شی امارت دې په لوی لاس خپلې پښې په خپلو ابزارو اوو سایلو نه وهی تاسې وینی چې دایو کال کلک نښتی یاست .داهل کارلپاره خو قحط الرجال نه دی او مکتوبونه څه کم نه دی دښځو له فعالې نیرو څخه بالقوه کار اخیستل سخت کار نه دی؟ طالبانو ته په کار ده چې دملت جوړونې دملت په ابزارو او وسایلو ځانونه پوه کړی حکومت په زور اوانحصار نه کیږی په دې برخه کې ملی صبغه پیاوړې کول یو حتمی کار دی او یا داسلامی ارشاداتو پردعوت او پوهاوی کې دې لنګر واچول شی ترڅو دژبې تسلط اوتفاهم رامنخ ته کړی ، تشکیلاتی اړخ هم سمیږی اوژبه د چچی.... چچی..... له ګونګ حالت نه وځی!طالبان دا باید ومنی چې حکومتی ،کاری ،مدیریتی او تشکیلاتی برخو کې کمبودتیا او کمزورتیاوی او سرتمبګی شته. ځینې کسان دطالبانو په نوم استفاده جویی کوی چې دغه کارونه سمول او کارکول غواړی.په کلام الله کې وایی «فخور» مانا داچې انسان په خپل صفت هروخت لګیا وی خوشکر نه باسی.اوس ددې وخت راغلی چې افغانان هرډول اختلاف یوه لوری ته پرېږدی او دفی سبیل الله په رڼا کې دغه ستړی ملت ته سکون،پرمختګ، سرلوړیتوب اوواقعا یوملی او اسلامی سیستم باندی په ګډه کار وکړی. په پای کې دیوویشتمې پېړۍ په فسبوکی نړۍ کې سم سیاست په کاردی اوهر څه په دقیقه احصایه او محاسبه.