څو لسیزې شاته، جلال اباد کې د نارنج ګل مشاعرې ته د یو کتونکي پتوګه ورغلی وم. مشاعرې لپاره په شاهي باغ کې پوره تیاري نېول شوې وو. د لوی ننګرهار(ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان)، سربېره له کابل او نورو سیمو هم شاعران، ادیبان او د نارنج ګل مینه وال مشاعرې ته راغلي ول. د مشاعرې هر شاعر په خپل وار په لوړو احساساتو د نارنج د بوټي، ګل او مېوې دومره ستاینه وکړه چې انداز يي یوازې بل شاعر لګولی شي. حتی په شعرونو کې د نارنج طبي ګټې هم بیان شوې.
د نارنجانو د باغوان، ټولوونکو او خرڅوونکو هم پوره ستاینه وشوه، شاباسي ورکړل شول او کورودانی ورته وویل شو.
د کانال نورې برخې هم د شاعرانو له عقابي نظره ګوښه پاتې نه شوې. دا چې کانال د ننګرهار پر توده هوا هم اغیز کړی وو او هغه يي یو څه مناسبه کړې وه، په شعرونو کې بیا بیا یاده شوه. له پخوانیو غوماشو، ملخانو او تودو بادونو هم سرټکاوي وشول. د ماشومانو د جل وهلو، ملاریا او ژیړي تبو هم یادونې وشوې او کانال يي د علاج یوه لار وګڼل شوه.
لنډه دا چې د نارنج ګل خوشبوی او عطرو، نه یوازې د شاعرانو شعرونه بلکې خپله شاعران هم معطر کړي ول.
خو په ورته وخت کې، شاعرانو د خپلو شعرونو په غوښنه برخه کې پر روسانو هم لعنتونه وویل چې دوی ننګرهار ته څه وکړل او ولې راغلي ول. ما چې یوخوا د افغان دولت د متاقبلو اړیکو له مخې د روسانو په مرسته د ننګرهار کانال جوړېدل او د کانال له برکته پر نارنج ګل د شاعرانو راټولېدا او مشاعرې ته کتل او بلخوا مې پر دوی لعنتونه اورېدل، د افغانانو قضاوت ته حیران پاتې شوم!
سرلوڅ مرادزی