۱.کله چې تاته څوک د زړه نه مشوره درکوي، خو تاته هغه مشوره ښه نه بریښي، نو که په مشوره عمل نه کوې خیر دی، خو د مشوره ورکوونکي څخه په ښه مسکا سره مننه وکړه، چې کور دې ودان ښه مشوره دې راکړه.
۲. کله چې ستا مور یا میرمن تاته ځانګړي خواړه تیار کړي، خو ته موړ یې یا دې زړه ته نه کیږي خو ته تمثیل وکړه او ووایه چې څومره خوندور خواړه دي.
۳.کله چې یو ماشوم تاته خپله د ښوونځي نتیجه وښایي او زیاتې نمبرې یې اخیستې هم نه وي، او بیا هم ته ورته ووایي چې واه څومره لوړې نمبرې دې اخیستې دي.ته خو د جایزې لایق یې ګرانه
۴.کله چې یو څوک ډیر مایوسه وي،او تاسره خپلې ستونزې شریکوي، د زړه بړاس وباسي، نو په پوره توجو سره یې ستونزې واوره ، چې هغې ته داسې احساس وشي،چې ته د هغې د راز ملګری یې..
۵. کله دې چې څوک خپلوان یا ملګری، دوست خفه او غمجن وي،او. د تنهایي احساس کوي، نو هغې ته ډالۍ ورکړه او ورته ووایه چې دا ځانګړې ډالۍ خاص ستا لپاره ده، او څه وخت ورسره کینه چې د تتهایي احساس یې ختم شي.
۶. کله که یو څوک بار بار د ناکامۍ سره مخ شوی وي، د هغې په وړې کامیابۍ سره هغې ته مبارکي ورکړئ،د هغې ډیره زیاته ستاینه وکړئ، هغې ته داسې احساس ورکړئ چې ستاسو کامیابي زمونږ کامیابي ده،ته کامیاب یې...
د داسې جملو او تمثیل بدیل نشته..
دا هغه اغیزناکه تمثیل دی، چې د یو چا حقیقي ژوند ته اطمینان او ډاډ بښي...
ژباړه...حافظ ډاکتر عبدالرشیدمومند