امریکا غوښتل چې له دې سیمې خپلې پښې سپکې کړی نو دقطر په څېر قوطی ډوله هېواد په منځګړیتوب اود پاکستان فوجی حکومت په مرسته چې دافغان لوبه کې یی څلور لسیزې مهارت درلود طالبانو سره یې د دوحې هوکړه لیک رامخ ته اولاس لیک کړچې امریکا هم دا کار وکړ«تفاهم» او امریکایان نور له دې سیمې ووتل ولې دې سیمه کې د امریکا له لوري دا لوبه اوس هم روانه ده او په سیمه کې ددغو هېوادونوله کمزوری اقتصاد ، تګلاری ، دمرکزی حکومت کمزورې ستراتیژۍڅخه ګټې اخلی امریکا او طالبان د لوبې لوبغاړی دی دا لوبه باید سمه کړی . راځی احساساتی او د باټو خبرې یوه لوری ته پرېږدو او دروغجن سیاست چې نه دایمی دښمن لری او نه دوست،اشتباهاتو،غلطیو او مزدورو غلامیو څخه تېرشو ، حقیقت ووایو دا هېوادونه هسې په نوم سرخوځوی دامریکا دسیاسی فشارنو توان او مقابله نه لری او پټه خوله حتی ګونګ دی. دچین او روسیې سو ړ،پکه او پوستین ډوله جنګ هم دامریکا او په تېره بیا انګلستان لوی او ماهر شیطان په وړاندې داندېښنې وړ نه دی امریکا دسرخوږی په لټه کې نه بلکې په سیاسی لحاظ د نوې لوبې په جوړښت اوترکیب کې مصروفه ده چې ددغو هېوادونو لپاره به يو نوی نغارې ته زمینه سازی کوی، چې په مقابل کې یې دچین او روسيې تګلاری کنترول کړای شی نوبیا په خینو کارونوکې مداخله کولای شی اصلا امریکا دیوه ملک تجزیه نه غواړی او دې کار ته به هېڅ وخت اجازه هم ور نکړي, ځکه چې د پاکستان او افغانستان په وېش سره به د سیمې ټولو هېوادنو پولې هم ماتې او ګډوډې شي, دا باید په یاد ولرو چې د سیمې د هېوادونو پولې له ایران او افغانستان څخه نيولې تر پاکستان او هند سمندر پورې رسیږی،ځینو برخو کې طبیعي پولې نه دي، بلکې د استعماري جګړو پایلې او تکراری لوبې دی لکه دجبهې پلاستیک ماشوم چې بی بی سی کې مرکه لری پته نه لګیږی چی دی یې له بی بی سی څخه زده کوی او که بی بی س له ده نه! نو زموږ دکم عمرو اداروپه څېر بڼه لری . امریکا او لوېدیځ د دې سرحدونو سره لوبې نه کوي، بلکې نوی ساز او نوی اواز ورته غواړی دا به د ټولې سیمې د بې ثباتۍ لامل شي. چې په سيمه کې بې ثباتي چین او روسیه هم نه غواړی دهغوی ستراتیژی د راتلونکو خوبونو او هيلو لپاره بل دول ده, نود چین لاره جلا ده او روسیه بیا بله دهمدې ګواښ ویرې څخه د سیمه يز پيوستون او اتصال لپاره کار شروع کړی, حتی د یوکراین جګړه هم ددې نقشې له امله ده چې د یوکراین جګړه د روسیې لخوا لوېدیخ ته درې نقطو کې زور ازمایل دی :الف- روسان بیا راژوندی کېدل.ب- دیوکران ناتو ته د ننوتلو شوق مخنیوی.ج- د روسانودنوې سرتمبګی ستراتیژی تست کول څرګند پيغامونه دی چې کولی شي روسیه په شرقي اروپا کې نوې پولې تاسیس او سرحدي شخړو ته لمن ووهي دا سیمه ناامنه کړي,لکه امریکا یانو چې دجهاد ترڅنګ روسانو ته تلک کېښوداو کلک سرخوږی سره یې مخامخ کړل .
د یوکراین له جګړې سره سم موږ به په جنوبي اسیا او مرکزي اسیا یعنی نیمه اشغاله هیوادونو کې د ناامنيو او سیاسي بې ثباتیو د نفوذ د ټيټ والي شاهدان به واوسو.

په دې لوبه کې د افغانستان اوسنی موقعيت!
اسلامی امارت دې نور په وړو مسا یلو پسې نه ګرځی دحکومت نورو ملی او اسلامی ارزښتونوته دقیق اهمیت ور کول په کار دی اهمیت پردې مانا چې د شته ستونزو جدی غم باید وخوړل شی،دسوشال میډ یا لپاره تکړه ،ماهر ،عالم مسلمانان چې ددعوت په ژبه اواسلامی جهان بینې کې دښه اوقاطع منطق او استدلال خاوندان وی او دبحث کولو زغم او توان ولری دایو اساسی ګام دی چې باید عملی شی.اسلامی امارت باید داومنی چې په زور اوزیورو یارانه نه کیږی بلکې حاکمیت په پوهه او مهارت.ستراتیژی او تاکتیک، هنر او ابتکار امکان لری.ځینی کسان هسې د ډېرو خبرو شوق لری چې خپل خان په تلوېژن کې ووینی داهم وایی چې ماته بلنه راکړل شوې وه .زه نه پوهیږم چې کوم پوهنتون دوی ته دپوهې او اکاهی سند ورکړی؟ له بلې خوا دتلویژن پروګرا م ډېر نا متناسب دی بحثونه یو خواته روان وی او میلمانه په بله خوا. دمیلمنو ترمنځ دپوهې فاصله او توپیر یوه فقره یامعضله کې نه مبتدا لری اونه پای. مثلاحبیب الله جانب داراصلا دې کار ته جوړ نه دی .توریالی همت سوچه لیونی دی،مولا عبدالحق حماد مبالغه کوونکی دی او داسې نور ........
دا لوبه همدا اوس په سيمه او شیطانه نړۍ کې په تراټ روانه ده!عینی شواهد ښیي چې پاکستان ددې لوبې په لومړي سر کې دوه مخیتوب کوی همدا کوم همدا! په پاکستان کې د PTM, TTP اوبلوچ ازادي غوښتونکو موجوديت او وروستي ګړندي تحرکات هغه څه دي چې په پاکستان کې ددې لوبو د پيل پخلی کولي شی او میر یی دی، دا چې ددې لوبو څخه به د پاکستان ګاونډي هېوداونه هم څومره اغیزمن شی نو په هغو کې هم دغه کار روان دی, د امریکا د نوي منځني ختیځ د نقشې له مخې د پښتونستان خبره حقیقت نه لری وایی چې باید افغانستان ته ورکړل شي، همدارنګه د فراه، هرات او بادغیس ولایات ایران ته داخبره دروغ ده ،دامریکا لوبه نور لوری اوجهتونه لری چې ددې لپاره افغانستان کې لاپخوا کار شروع شوی د نظام بدلون او وروستي سیاسي تحولات یې پيل ګونګوسی ګڼل کيږي. خو د سیمې دا بدلون په ځانګړې توګه د افغانستان دا وېش داسې عادي موضوع نه ده ډېر سیاسي رژیمونه به وخوري او ډېر سرونه به یې قېمت ورکړي.
په هېواد کې وروستۍ سیاسي بې ثباتي، جبهه مشقت وبی برکت هوس دی اقتصادي بحران او د فدرالیزم نسخو وړاندې کول هم خوب او خیال داتول هغه څه دي چې د نويو امپرياليستانو او استعمارګرو موخو ته د رسيدو سره دادیوې سوړې ماران دی.