په دې مقاله کې کوښښ شوی دی چې دفساد په هکله او امانت داری چې دانسان دکرامت رمز بلل کیږی او خیانت چې دبی شخصیتی روښانه او څرګندې نښې او نښانې دی بحث کوم داد نظام په وړاندې بغاوت او مداخله نه ده نو دفساد عوامل په لاندې ډول دی لږ پاو او چارک من او خروار نه لری او نه دغه اټکل یو معیار دی. بې شخصیتی په ملی او اسلامی ارزښتونو کې جرم دی او حرامه ده. له بلې خوا په سیاست کې نه دایمی دوست لری او نه دښمن!
جهالت او انحراف د انسان له فطرت سره مخالف دی
غفلت او فساد په هر حالت کې مردودګڼل
قانون ماتولو ته پاملرنه نه کول
نه مننوکی روحیات او سر تمبګی
دښمن ته ذلت منل
خیانت
ناوړه دوستان
دچاپېریال عوامل
ځان بېګانه ګڼل
غلطی
په ناوړه صفتونوککړ
خراب کاری
لټی او خېټو
داهر یو خان ته راکشول تعریف لری نښې نښانې او ابزار چې دشخصیت او کرامت دسقوط ستر اضرار ګڼل کیږی . الله ج په قرآن کریم کې داسې فرمایی:
ولقد کرمنابنی ادم وحملنا فی البر والبحرورزقنا هم من الطبیات وفضلنا علی کثیرممن خلقنا تفضیلا (اسراء)۷۰
فساد په افغانستان کې ښکر،لکۍ او هم ښاخونه لری، جرم دی او جنایت. شخصی ګټې دی او واک . انحصار دی. سپکاوی اوښکاره بې ننګی ده.اختلاس او هرډول سوء استفادې مطلقې حرامې دی چې هیڅ ډول فرهنګی حیله او پلمه نه منی او نه د مبالغو ګل ګلزار.په ټوله نړۍ کې ددې مصیبتونو لپاره جدی اصول او بنسټ شته کورنی او بهرنی اړخونه لری. قانون او تګلاره لری.دولت،ملت اوقانون په دې برخو کې ځانګړی اهمیت او مسولیت لری.داسمه ده چې په یوشمېر هېوادونو کې اختلاس او فساد شته اوپه دی ناروغی اخته دی خو دا بیا نور لاملونه لری او ناوړې پایلې.که موږ دتېر نظام تریلیون دالرې مرستې او مالی کومکونه د افغانستان په خاوره په سمه توګه مدیریت کړې وای نو اوس به هیڅ مشکل دغه هېوادکې نه وای .فساد چې یوه ناوړه پدیده ده او افغانستان کې کورنۍ اوبهرنۍ ډیره اوږده سابقه لری ورک کول یی هم داسلامی امارت لپاره اسانه کار نه دی.موږ باید ومنو چې فساد دغه حالت ته راوستلوزموږرجستر او نارجستر جعل کاره انجو ګانو ، دیوناما ماهرو غلو ، د ناتو تکنیشنو او مستریانو ، قراردادیانو، وړو اوغټو لیوانو، استعمارچیانو بې کفایتو سیاستوالو، ګوډاګیو هر یوه په اعظمی توګه ورڅخه ګټې پورته کړې.فساد یوډول نه دی مختلف ډولونه، ښکاره اوپټ فکتورونه لری.
دادي اوس اسلامی امارت هم په کمه موده کې دوزیر او معین په کچه ګونګ اختلاس . د پاسپورت برخه کې فساد.دملګرتیا او انډیوالی غلط فرهنګی اختلاس، خپل او د خپلوانو پنهانی اړیکی. هم ستونزې دی حتې په تودو ،سړو، داغ احساساتی او هوسی بحثو نو کې نامتناسبې ناندرۍستره بیلګه ده داهم له منلو کمه نه ده.
خو دهغو مخنیوی په لنډ وخت کې ډېر مشکل کار دی ځکه کورنی اقتصادی او طبیعی فاجعې یې ټکنی کوی اوبېړنی حالت ته یې بیایی.
بهر نی برخو کې په ډاګه اختلاس.
دافغانستا ن بهرنی واضح سیاست لکه څنګه چې لازمه ده معلوم نه دی نو ځکه ګاونډی ، سیمه ، دمنځنۍ
آسیا نیمه اشغال هېوادونه او نړیوال ګټه ورڅخه پورته کوی.موږ به داومنو چې نړۍ خپل اهداف لری ښه دی او که بد شیطان دی او که منافق پوښتنه داده دومره موده کې موږڅه کوواوپه کومه روان یو؟ زموږ لوبه خو له کوره ګډه وډه ښکاری. موږ رښتیا! درې نیم زره عالمان لرو؟که موږ زرعالمان ، دانشمندان ، پوهان اوواقعا تکړه عالمان درلودا ی نه ښوونځیو باندې بندیزنه لګېده او نه مو دنظام ستونزې دې ساری ناروغیو سره مخ کېدې.یو عالم تعریف لری نه یوازې ددین په برخه کې بلکې د یوویشتمې پېړی دتکنالوژی پر مانا او مفهوم برابرچې نړۍ له جغرافیایی هویت څخه باسی.یو ښار کې ډېر محدود ولې واجد عالمان بدلون راوستلی شی موږ لا ګواښلی دروغجنې ترمینالوژی کې راګیر پاتې یو اوبل شړواو دهمپذیری احساس نه لرو.دپکتیکا او خوست معصوم بې ګناه زلزله ځپلی ولس سړکونه او کورونه نه لری وکسه توپیر. خو مردار خور کرزی پنجشر په ولایت بدل کړ اوګلم بم په ساختګی نښانو وپړساوه وایی یوبام او دوه هوا!
داچې نړۍ څه وایی داد هغو کار دی خوله نړیوالو سره په ژبه نه پوهېدل دا هم یو ډول فساد دی.
په ملګرو ملتو کې ددایمی استازی نه شتون ستره خلاده
دګاونډیو سره دوړه اخیزه کمزوری چارچلند او تګلاره
په ټوله نړۍ په(هېوادونو) کې دسفارتونو تشکیلاتی او دېپلو ماتیک فعاله اړیکی نه لرل او ندوخر
عدالت ، انصاف او سوله ایز ژوند ته اهمیت نه ور کول
لقد خلقنا الانسان فی احسن التقویم (تین)۴
عدالت ، انصاف ، او سوله ییزه سیاست،روغه جوړه مستقیما دټولنې په ټولو برخواو ابعادو کې اغیز لری حتي په نړۍ باندی. دسولېاو روغې سیاست د نړۍ دهر سیاست څخه اوچت دی فکر نه کوم چې دموکراسی یا دبل هر مکتب پیروان له دې سولې سره سیالی وکړای شی دادملت، ولس او ټولو په ګټه یو اسلامی اخوت ، مقتدر، پایدار او ټول ګډونه حکومت کار دی په ځان بسیا هېواد هغه وخت دا ولس کېد ای شی چې خلک عملا له حکومت سره د ملی او اسلامی ګټو ته ارزښت او اهمیت ورکړی او ژمن وی دولت په غچ اخیستلو،اهانت، تحقیر، فاسد ، واسطه او وسیله، دقلابی ډله ایزه اړیکو او ناوړه فرهنګ هېڅ وخت پرمختګ نشی کولی. دلته په تیرو شلو کلو کې دفرهنګ په برخه کې ډېرې لاس وهنی شوی.خلک مغشوش شوی او ډیری افراطی لوری ته تشویق شوی. دلته بې شمیره قابیلانو لنډې پاچایی کړی.وایی حال منصور ویلی چې په دار ختلی.موږ دلمرختلو لوری باید هېر نه کړو دادولس مسولیت دی
لطفا! دتعلیم دروازې وپرانیزی!!!