تیره شپه؛ د کالیفورنیا د سکرمنټو په ښار کې د نوو راغلو افغان کډوالو سره د قانوني او لوژستیکي مرستو په مقصد یوې غیر انتفاعي ټولنې د خپل نوي دفتر د پرانیستلو غونډه جوړه کړې وه. د ګڼ شمیر ایالتونو او مختلفو ښارونو څخه مخه ور وکیلان، لیکوالان، د رسنیو استازي، د تجارتونو خاوندان او هنرمندان راټول شوي وو. د کابل په شیوه کیو کې زیږیدلی، ۴۷ کلن تکړه هنرمند همایون سخي یو له هغو ګډون والو څخه وو چې د خپل غږ او هنر له کبله یې د ټولو پام ځان ته را اړولی وو.
سخي چې له ۴۷ څخه زیاتو هیوادونو ته یې هنري سفرونه کړي او بلا خاطرې یې له ځان سره ساتلې؛ د خپلو همزولو او سیالانو په منځ کې د پراخه شهرت په څپو سپور دی. نوموړې د موسیقۍ په هنر بی بریده میین دی او هغه د خپل ژوند تر ټولو غوره مشغولا ګڼي. یوه ځانګړتیا یې دا ده چې همیشه یې خوله له خندا ډکه او په مخ یې د موسکا نښې له ورایه لیدل کیږي.
همایون چې نن سبا ورته په ټولنیزو رسنیو کې د استاد لقب هم کارول کیږي، په نهه کلنۍ کې سندرې پیل او لومړنې استاد یې خپل پلار دی. سخي په ویاړ سره وايي چې ما د هارون باچا او استاد مهوش په څیر ځینو مشهورو سندرغاړو ته د موسیقي طرزونه / تړونونه جوړ کړي چې شمیر یې پنځوسو ته رسیږي. وايی د څلورو لسیزو اوږدې تجربې سره سره، بیا هم ډیر تمرین او ریاضت کوم، ځکه د وخت او ټکنالوژۍ سره ځان عیارول، د تکړه هنرمند، څرګنده نښه ده.
سخي د خپل تحقیقي حس په اړه وايی: ښايي زه به لومړنې کس یم چې د مغول جلال الدین اکبر پاچا د مهال، د یو ډیر افسانوي او فولکلوریک رباب غږوونکي په اړه مې ښایسته هڅه وکړه. دغه د مینې او وفا سمبول؛ آدم خان یوسفزی دی چې د خپلې نامرادې معشوقې، درخانۍ په یاد کې به په درو او سردرو ګرځیده او رباب به یې غږولو. زیاتوي: زه د څیړنې په نیت د کوزې پښتونخوا د چکدرې سیمې ته لاړم او هلته مې د آدم خان د رباب غږونې په سمفونیک اړخ باندې کار وکړ. هغه مې پیدا کړ او بیا مې د یوې جرمنۍ کمپنۍ د تخنیکي همکارۍ پرمټ د خپل هنر برخه وګرځوله.
نوموړې وايي: دا خبره ناسمه ده چې ګوندې د رباب آله او سندریز کمپوزونه له هند څخه زموږ سیمې ته راوړل شویدي. حقیقت دا دې چې د شفاهي لرغونو روایتونو ترڅنګ، د ارکیالوجي پوهانو جوته کړې چې دغه کلاسیکه آله له نن څخه دوه زره کاله وړاندې د ګندهارا د تهذیب غښتلې برخه وه چې د هندوکش او سلیمان د غرونو په لمنو کې به میشتو ولسونو د خوښیو او حماسو په محفلونو کې غږوله.
همایون سخي واده کړی او له تیرو یوویشت کالو راهیسې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو په سیمې کې اوسیږي. د غونډې په ترڅ کې د ځینو افغاني مغازو له خوا د اقچې، مزار او هرات قالینې او په ننګرهار او قندهار کې د خواریکښو میرمنو په لاسونو جوړ شوي وطني لباسونه هم نندارې ته وړاندې شول چې د هوټل د مجلل تالار ښکلا یې څو چنده زیاته کړې وه.