بسمه تعالی
دافغا نستان اسلامی امارت مسولینو ته یو عالمانه مشوره!
تعلیم او تربیه یا معارف په يوه ټولنه کې د شا د هډوکو یا پوښتیو اهمیت لری خو له دې اوچته علمی اړخ یی ۱۴۰۰ کاله پخوا داسې ترکیب شوی خو دعلم فضیلت داسې وایی
دلته یو سیاسی مکتب هم مطرح نه دی یو معنوی ارشاد چې په مساوات،عدالت ،انصاف ،بې له کرکې او هرې نفسانی صبغې او سلیقې باورمن دی داسې فرمایی:
اقراء باسم ربک الذی خلق،خلق الانسن من علق
اقراء وربک الا کرم ،الذی علم بالقلم،علم الا نسان ما لا یعلم، کلا ان الانسن لیطغی ،،،،،،،،، رب، انسان،اکرم،قلم، علم دریاضی په حساب ډیر مرتب دی چې دا لوی بحث دی. زموږ اسلامی فرهنګ دومره په دې څلورو لسیزو کې شاته پاتې دی چې دمحکمې مقتدر مفتی مو دکاغذ له مخې زړور نشی لوستلی مثال یې انترنت کی لا پروت دی
دغه مقدمه او مبادی کې دانسان تاوان نشته په دې ښایسته احسن التقویم کې کړکیچ نشته . دبیوزلی ملت ،یتیم او شهید ولس ته چې امن راغی سوکالی او سکون کې کوم تاوان لیدل کیږی چې دتعلیم مخه دې ونیول شی او نجونې دې ښوونځیو ته لاړې نشی ملت نارې وهی ، ڼړیوال ټول چیغې وهی ایا تاسې دغه نغاره نه اوری؟ دافغانستان چاپېریال، غرونه او ستړې سیمې ،اسمان او ځمکه هم دا فریاد لری چې دپوهنې تړلې دروازې دې د معصومو نجونو پر مخ پرانیستل شی. ڼړۍ په دې کې نه پلمه لری او نه بهانه ګټه يې څه کې ده؟
دافغانستان داسلامی امارت باید داومنی چې دغه عمل داسلام سره په ټکر کې دی او یو نمرودی او استعماری ناببره او بېړنی حالت دی.
لطفا دښوونځیو دروازې خلاصې کړی !
دمټکور سرتمبګی مه ترې جوړوی ځانونه دصم بکم او عمی په جال کی پټوی چې خراب عاقبت لری او دالله ج له عظمت څخه ویره وکړی.
حضرت عمر فاروق وایی :دهر شی ښایست وی او دنیکۍ ښایست دادی چې فورا کول کیږی.
ځما وړاندیز هیڅ سیاسی انګیزه نه لری یوازې دافغانستان محروم ولس ، طبیعی فاجعو ،جنګ او جګړو خوړلی برخو جبران کېدل اوپرمختګ، ابادی ، سرفراز او باتور و مسلمانانو په هکله یوازینی هیله ده .
دیوه سوکاله هېواد په هیله ............