ډاروینیزم په عمومي بحثونو کي تر ډېره حده د خپلي مفکورې تر دوو اساسي نظرونو لاندي مطرح کیږي.۱:- یوه یې بیولوژیکي موضوع ده چي په دې بحث پوري اړه نه لري خو یوه کوچنۍ یادونه یې بې ګټي نه بولم. د دې موضوع ټوله بحث د انسانانو د نوعي پر ارتقاء او تکامل را څرخي. ډاروین دا عقیده درلودل چي انسانانو د بیزو د نسل څخه تکامل کړئ دئ. چي دا نظریه په مطلق ډول د قرانکریم سره په ټکر کي ده. له نېکه مرغه وخت پر وخت د ډیرو تکړه لیکوالانو له خوا د دې نظریې د رد لپاره ښه مستند کتابونه لیکل سوي دي.۲:- د ډاروینیزم بله اساسي نظریه ټولنیز ډاروینیزم دئ، چی په دې اړه هم چارلس ډاروین مختلف نظرونه درلودل او همدې ټولنیز ډاروینیزم د تروریزم په رامنځته کولو کي ډېره اغېز درلودئ.
مشهور برطانوی تاریخ پوه جېمز جول(james joll)په خپل کتاب کي چي نوم یې(اروپا د ۱۸۷۰ راهیسي ( 1870 Europe since)) دئ داسي لیکلي دي:د اولي نړیوالي جګړې تر ټولو ستر لامل ډاروینیزم وو، چي ډيرو اروپایي واکدارانو عقیده ور باندي درلودل او په عملي ډګر کي یې په ثبوت ورسول.
ډېره مهمه ده تر څو وپوهیږو چي ډیرو اروپایي واکدارانو د نړیوالي جګړې څخه مخکي د ډاروین د فلسفې دا نظر چي:(ژوند کول یوه مبارزه او په دې مبارزه کي د قدرت خاوندان باید ژوندي پاته سي ) تر مطالعې لاندي نیولئ وو چي ډېر ځيني اغېزمن سوي هم وه، او د همدې نظریې مطابق فکر یې درلودئ.
باید ووایم چي د ډاروینیزم پر اساس د نړیوال جنګ دا بدبختي د همهغه وخت د واکدارانو په غوښتنه رامنځته سوه، هغه وو چي د دولتونو او وګړو تر منځ د جګړې ډګر تود سو او بشر د پرله پسې دوو نړیوالو جګړو شاهد وو، نو په دې ډول د دواړو نړیوالو جګړو قربانیان د ډاروین د کرغېړنو مفکورو ښکار سول.
فریډرچ ون برنهارډي چي د اولي نړیوالی جګړې یو جنرال وو داسي وایي: "جګړه یو بیولوژیکي اړتیا ده، هغه دونده ضروري ده لکه په طبیعت کي چي د عناصرو مبارزه ده" ده مطلق بیولوژیکي پرېکړه کړې وه، ځکه د ده پریکړي تر ډېره پر مادي طبیعت تکیه دي.
په دې فکر چي جګړه او وینه بهېدنه د پرمختګ لپاره یو ستراتیژی ده، نو اروپایي واکدارانو او جنرالانو اوله نړیواله جګړه پیل کړه او دا فکر یې کاوه چي دا د طبیعت یو نه بدلېدونکئ قانون دئ. پرته له دې چي نسلونه د تباهۍ سره مخ کي بله کومه نتیجه یې ورنکړه. او دا د چارلس ډاروین هغه فلسفه وه چی وایي:( د ژوندی پاته کېدو په وړاندي مبارزه او د خوښي وړ نژادونه باید په خاص او مطلق ډول په نظر کي ونیول سي).
ټولنیز ډاروینیزم په دې باور وو چي که یوه ټولنه غواړي ښه پرمختګ وکړي نو د مبارزې په ډګر کي باید وینه تویونه پر هیڅ حساب سي. په شلمه پېړۍ کي زیات اروپایي واکداران د ډاروین د نظریاتو څخه متاثره سوی وه، او هټلر هم پر دې اعتراف کاوه چي د ډاروین د فلسفې څخه متاثره سوئ وو نو ځکه یې اقدام وکئ.
د ډاروینیزم یوه اساسي نظریه دا هم وه چي( هغه څوک چي ستاسو له ډلي څخه نه دئ قتل یې کړئ)، چي دا د تروریزم یوه ښکاره بېلګه ده.
په نړۍ کي بېلابیلي عقیدې او نظریې سته، ځیني ډلي خپلي جګړې او مخالفتونه د مفاهمې له لاري حلوي. خو ځیني داسي ډلي هم سته چي د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د تشدد،جګړې او مخالفتونو لاره غوره کوي. چارلس ډاروین د خپلو نورو نظریو په څېر دا نظریه چي:( انسان یو جنګي حیوان دئ) هم په خلګو په پټو سترګو منلې وه.
اوس نو دا پوښتنه پیدا کیږي چي د تروریزم په را منځته کولو او عملي کولو کي د ماټریالیزم رول څه دئ؟
ماټریالیزم هم د ډاروینیزم په څېر د پرمختګ لپاره و جګړې او مخالفت ته لمن وهي. کارل مارکس چي د ډیالیکټیکل ماټریالیزم مؤسس دئ، دا فلسفه په دې ډول خپره کړه:( که چیري مبارزه او مخالفت موجود نه وي نو هر څه به پر خپل پخواني حالت پاته سي).
کارل مارکس د پرمختګ لپاره خلګ و تشدد،جګړې او ویني تویوني ته را وبلل. تر هغه وروسته لینن وو چی د مارکس نظریات یې په سیاسي ډګر کي عملي کړل. لینن به تل پر دې تینګار کاوه او ویل به یې" د پرمختګ یوازنی لامل دوامداره مخالفت او جګړه ده، او د دې مخالفت او جګړې لپاره ویني تویوني ته اړتیا سته" ، تاسو ډېر ښه پوهېږئ چي دا پخپله د تروریزم یوه ښکاره بېلګه ده.
د خوښۍ ځای لا دا وو چي د دې دواړه فلسفو نظریات د اولي نړیوالي جګړې وروسته بې باوره سول، او تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته په نړیواله سطحه د پوښتنو او نیوکو سره مخ سول.
په دې کي هیڅ شک نسته که چیري ډاروینیزم نه وي نو نړۍ به د تشدد او جګړو څخه په امن وي.
یوه بله مهمه موضوع دا ده چي تقریباً د ټولي نړۍ د هیوادونو په تعلیمي نصاب کي ډاروینیزم ته د یو علمي حقیقت په نامه ځای ورکول سوئ دئ. د هغوی زده کوونکو او ځوان نسل ته دا نه دي ور ښوول سوي چي د نړۍ هر څه د الله(ج) مخلوقات دي او ټوله انسانان الله(ج) خلق کړي دي. بلکي دا ور ښوول سوي دي چي انسانان هغه څوک دي پلرونه او نیکه ګان یې حیوانان وه او په ناڅاپي ډول منځته راغلي دي.
د همدې نظرونو تر تاثیر لاندي هغوی فکر کوي چي انسانان دي،ناڅاپي پیدا سوي دي او او د مځکي د کرې پر مخ ګرځي، نور نو د الله(ج) او د قیامت د ورځي په اړه هیڅ معلومات نه لري.
همدا لاملونه دي چي په نړۍ کي تر ټولو زیات قتلونه د غیر مسلمانانو له خوا تر سره سوي دي.
باید ووایم چي په نړۍ کي د ۱۲۰ میلیونه انسانانو د وژني یوازینی مسؤل چارلس ډاروین وو. د دومره زیات شمېر انسانانو د وژني مسؤلیت په مستقیم او نامستقیم ډول و ده ته راجع کيږي.
د داسي وخت په هیله چي نړۍ د ډاروینیزم او ماټریالیزم د فلسفو څخه د رازېږېدلي مفکورې (تروریزم) څخه په امن وي.