شعرونه
نوی نظم (اې!)
لمره ژر راوخیږه، بې سيوري يم نه د سپوږمۍ خپل او نه د ستوري يم سترګې مې په خپل ځان پسې اړوم وړی داسې لارې داسې لوري يم سترګې د ډېوې مې ورکې کړي دي خپلې دوه لېمې مې ورکې کړي دي اې! دې وخت ته ووایﺉ چې څه دې کړې اې! هغه شیبې
نوی غزل
څه کاڼو حالاتو کاڼی کړی دی څه مې زړه
ستوري او ډېوې
ستوري او ډيوې زما د ګران هيواد دا ګرانه خاوره چې وريدل به پرې د اور بڅري چې په راغو کې يې باروت
غزل: لاره مې مه نيسه حباب يمه ...
غزل &nb
نوی غزل
دغه د مرګ وږی چې د ژوند په خوږو موړ شي تا سره به جوړ شي ګله! ما سره به جوړ شي بیا به خوشالۍ د بړبک
د ډايرۍ پاڼه
د ډايرۍ پاڼه *ډايري ( د خاطراتو کتابچې )
نظم: (ماتې حوصلې)
ماتې حوصلې به مې راټولې کړم ټولې ارادې به مې راټولې کړم ورکه سپوږمۍ بېرته به پېدا کړمه ټول مرور ستوري به په خولا کړمه مړو ډېوو ته وينې به د زړه ورکړم شپو ته به د سرو زرو اوبه ورکړم هيلو ته به خپله اوږې ورکړمه
هېندارې
کسو کې مې شوي ګلان وګوره پورته شه شين سترګى اسمان وګوره ډير په دې هيندارو باور مه کوه راشه زما سترګو کې ځان وګوره × × × زه
غزل (لاره نه وه...)
لاره نه وه، لاره نه وه، لاره نه وه لاره وه، خو بس زما له پاره نه وه
سبق
نوي نه شوو د پخوا غوندې زاړه يو وږي تږي يوو،خو وايو چې ماړه يو روان ستوري پسې وروستو وروستو درومو څومره ستر يو، څومره فکر کې واړه يو دې بې سره کړو مو ژوند راته تريخ کړی دا بې لارې ژوند مو ولې په لار نه شو ارواګانې مو د بدو واک ته پريښي دا وجود مو ولې ښو ته اوزګار نه شو؟
غزل
ځلیدلې يې په شنو شنډو مسکا ده تښنولې چا د چا د زړه دنیا ده پاڼې پاڼې ژوند د کاڼو پر سر پروت دی ولونه ولونه ساه خوره لکه هوا ده
دعا
ستوري د اسمان دې شنه خالونه شه
سر او تال
راشه سورونو ته مې تال راوړه مرم هله ژر شه لږ مجال راوړه
غزل
نشته يمه، چيرې يم پيدا مې کړه راځه
زه او ته
زه او ته زما له سترګو نه پنا زړګيه د زړه درزا دې ښه په مينه اورم
اشنايي
نن مې وې سترګې وږې نن مې څوک خوا کې نه وو نن مرور غوندې وم نن نا اشنا غوندې وم ما يو پتنګ وليده، ورته ماشوم غوندې شوم ورپسې منډې مې کړې پتنګ په ګلو ګډ شو خو زه په ګلو ګډيدلی نه شوم،
نظم
ووايه ته ووايه چې څه مې يې؟ ووايه چې څه مې يې که نه مې يې؟ زه خو ستا د غونډې ونې سيوری يم، ته ووایه ته مې يې که نه مې يې؟ وایه چا سپوږمۍ درپسې پورې کړه؟ چا د کشماليو په بوی پوهه کړې؟
غزل
رڼا، سپوږمۍ او خوشبويي روان دي خلک په لور د تنهايي روان دي په یو سړي ده د کتو تماشه هی څه خوبونه د سړي روان دي په پیښور که په کابل دي جانه جنګونه تول مې په زړګي روان دي نو اسمانو ته خو روحونه ختل؟ اوس اسمانونو ته لوګي روان دي یا ده سینه د کابل زخم زخم یا مې په شونډو اسویلي روان دي یه سمندره لږ مې نور هم چوپ کړه راته غ
تازه غزل
نه د اقرار په ژبه پوه، نه د انکار ژبه زه لکه بت چې نه لرمه د اظهار ژبه کله نا کله انسانان شي د ازغو په مثال کله ناکله ژبه شي لکه د مار ژبه کاش کې چې زه هم داسې وی چې په هرڅه پوهیدی کاش کې چې ماهم وی زده کړی ددې ښار ژبه دا څنګه زه یمه چې اوف قدرې کولی نه
رات کې راني
رات کې راني لمر چې د غرۀ له دنګې څوکې نه پناه شي کله سکڼى ماښام شي لږې ډيرې تيارکۍ خورې شي دشپې په توره هېبتناکې بوګنونکي څهرې سپينه رڼا او پلوشې چې دسپوږمۍ خورې شي نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړه شې خلق اودۀ شي او څادر د خاموشۍ واغوندي تۀ سېلانۍ شې او دستا په طرف ستوري ګوري تۀ چې په ناز کله سوره شې د هوا په اوږو ستوري له ځانه ورک شي ستا په لوري ګوري ګوري نو تۀ لباس د خوشبو واغوندې په سيل لاړ
محبت
دمحبت په نوم یو چا رانه پېغام غوښتی خو زه حیران یم ولاړ یو سور ګلاب چې مې له ډيره وخت لاس کې ښکاري هغه زه چاته ورکړم؟ زه باوري یم په دې چې محبت نه یو مکان لري
سرليک: تشکر لیک
نېټه: 04.03.2013 23:29 ستا هنری پانی ، بلخصوص دا خوږه او له معانی څخه دکو اشعار ما لپاره دیر خوند او لذت ورکړ .له دی کبله ما وغښتل چه خپل مننه تاسو لپاره تقدیم وکړم .وسلام.هیواد
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه طایر ځلاند ۲۲ـ۱۲ـ۲۰۱۲ د دسمبر د ۲۱ نیټې په اړه مې له څو ورځو اورېدل چې دابه دقیامت ورځ وي دې افواه نه یواځې دا چې په غربي هیوادونو کې خپلې ډنډورې وغږولې بلکې ددې نغارو غږ تر افغانستانه هم را ورسېد په راډيو تلویزون او ټولنيزو رسنيو يوه مهمه موضو وګرځېدله داسې هم نه چې ددرېمې درجې پاملرنه يې ځانته را واړوله بلکې
نظم
خواست لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی زما چغې زما ستونې کې وچيږي زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه کومه ماته آيېنه س
ستړې سپوږمۍ!
ستړې سپوږمۍ! دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې ما په شوګېرې تېرې کړې دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه او له سهاره تر ماښامه پورې زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه ما دښکلا په زخم زخم وجود دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر مانه ستړتیا هېره وه او نن دجون