فاصلې
زمااوستاترمنځ اوږدې اوږدې پرتـــې فاصلې
هــــــــسې خيالي راټولوم خـــورې ورې فاصلې
زه مې د خپـل تاريخ په ورک باب پسې ستړي يمه
ديوه ارمان اويوامکان دوه تلوســـــــــــــې فاصلې
درواجـــونودديوال ترشـــــــــــــــــــــــــــاله يوبل پنا
خدايه يوځاي کړې ته دادوې فاصــــــــــــــــــــــلې
ديوه ملت ستـــــــرقامتـــونه هره ورځ پکې مري
خوبياهم نه نيـــــــسي په خپـله له جګړې فاصلې
ورکه يوسفـــــــــــــــــــــــــه دتعبــــيرپه ژبه څه تريږي ؟
دچادسترګودلمبودفلـــــــــــــــــــــــــــسفې فاصلې
احساس
29.02.2012
- مجيب الرحمن احساس
درد
ژوندپه هماغه شور اوزور روان دي اوزه ورپسې منډې وهم . ژوند په خپله غېږه کې هرڅه لري ,زه يې وينم چې دژوند په غېږه کې دډېروستړو دمې جوړېږي او ژوند ورته نوې ساه ورکوي . زه هم غواړم دژوندهمدې آرامې اوهوسا غېږې ته ځان ورسوم ,خوژوندداسې راته ګوري چې ګوندې زه هسې يوبې ضرورته اوبې ګټې څه يم .ژوندداسې راته ګوري چې ګوندې دنړۍ په هېڅ ګوټ کې هم زمادساه اېستلو ځاي نشته خو زه لاهم په ژوندپسې منډې وهم اوژوندمې ترلمن...
01.03.2012
- مجيب الرحمن احساس
دمني يخه شپه وه او سوړبادچلېده ده په بيړه دمخامخ هديري په لوري ګامونه اخستل په ښى اوږه يې دکلنګ اوبېلچې وزن دروند ورته ښکاره شو،غوښتل يې بلې اوږې ته يې کړي خو په بله اوږه کې يې ټوپک اچولي وو ، مجبور وو خپل تګ ته همداسې ادامه ورکړي باديې پټونه ورپرېښود يوه شېبه ودرېد اوپټويې له...