دمني يخه شپه وه او سوړبادچلېده  ده په بيړه دمخامخ هديري په لوري ګامونه اخستل په ښى اوږه يې دکلنګ اوبېلچې وزن دروند ورته ښکاره شو،غوښتل يې بلې اوږې ته يې کړي خو په بله اوږه کې يې ټوپک اچولي وو ، مجبور وو خپل تګ ته همداسې ادامه ورکړي 
باديې پټونه ورپرېښود يوه شېبه ودرېد اوپټويې له ځانه ټينګ راتاوکړ .هديرې ته په ورنژدي کېدوسره يې په زړه کې يوډول وېره راپيداکېده خوده هڅه کوله چې وېرې ته په زړه کې ځاي ورنه کړي  باد دقبرونو جنډي خوځولې اووېرونکي غږ ترې خوت  هدېري ته چې نژدي ورسېد پښه يې لږ ونيوه اوشاوخوا يې       په دقت تر نظر تېر کړل  دهديري په منځ کې يې دپه نښه کړي قبر دپيداکولوهڅه کوله خو په تياره کې يواځې څوګامه مخکې لاره ورته ښکارېده ورو ورو دهديري منځ ته ورروان شو څوګامه چې لاړ يو ډول غږ يې تر غوږ شو ودرېد او شاوخوايې وکتل   هېڅ يې هم ونه ليدل دده  په نښه کړي قبر بيا هم نه ترسترګو کېده څوګامه ښى اړخ ته لاړ شاوخوايې وکتل بيايې هم قبر ونه موندده دقبر سراوب پښولوري ته دوه زړې خمبې درولې وې ښه يې په ياد ووچې  قبر په همدې برخه کې دي يوبل زاړه قبر ته ورروان شو پښه يې له  څه سره ولګېده اوپړمخې وغورځېده اوکولنګ اوبېلچه ترې يوي خواته ولوېدل ژر راجګ شو شاوخواته يې په ورخطا نظر وکتل پام يې شو چې تر پښولاندې يې  دقبر خمبه پرته ده چې باد راغورځولې قبرته نورهم ځير شو تر څنګ يې دپلونو تازه خاپونه  وليدل خپلو بوټونوته يې وکتل دپلونو خاپونو دده دبوټونو له خاپونوسره توپيردرلو د  خاپونو اندېښمن کړ په زړه کې وروګرځېدل چې بل څوک هم شته چې قبر يې تر سترګو کړي 
ټول بدن يې لړزي واخيست نه   پوهېده چې دوېري لړزه ده اوکه ديخنۍ ساه يې ونيوه غوږ شو هرڅه يې ترنظر تير کړل ځانته     يې ډاډ ورکړ اود قاچاقبر کليوال خبري  وريادي

((وېرېږې به نه په قبر کې خو څه مړي نه دي پروت يوازي دنيم  متر   په اندازه خاوره ده دادې  چې واړه ولي يواوږد تابوت به راووزي هغه به مات کړي بس هرڅه په همدي کې دي دومره پيسې کيږي چې ځاي به نه شي ...............خو ډير پام به کوي چې څوک دي ونه ويني ))
ژر ژر يې ټوپګ له اوږي لري کړ په ځان کې يې يو ډول نوي       ځواک احساس کړ بېلچه يې ورواخسته او له قبر څخه يې دخاورو په اړولو پيل وکړ 
څوشېبې ورسته يې بېلچه يوې خواته کېښوده او په اوسېلويې دلاسونودګرمولو هڅه کوله ..ګامونو ته ورته ښکالو يې تر غوږ شوه چې کله   به غلي شوه اوکله به بيا تر غوږ شوه 
ويره يې بيا وجودته ننوته شاوخوا يې بيا په ځير وکتل هېڅ يې هم ونه لېدل ځانته يې بيادډاډوکولو هڅه کوله ...........هېڅ هم نه شته باد به څه شي خوځوي يوځل بيايې دقبرپه پلټلو پيل وکړ 
قبريې له نيم متر څخه لږ   ژور کړي وو چې بېلچه يې له څه سره ولګېده دزړه درزايې نوره هم زياته شوه بېلچه يې يوي خواته کېښوده او دتابوت څخه يې په لاسونو دخاورو په اړولو پيل وکړ 
تابوت بشپړ لوڅ شو خوورسره يې پوزي ته يوډول بوي ورسېده تابوت ته يې سپږمي ورنژدې کړې بوي له تابوت څخه راوت په زړه کې شک ورته پيداشو نه چې قبر يې غلط کړي وي وېره نوره هم زياته شوه ورويې دتابوت تر درز لاندي لاس ورننوېست اوزوريې ورکړ

يوځل بيايې دګامونودښکالو غږ ترغوږ شو په قبر کې راجګ شو مخامخ په لس متري کې په تياره کې يو کس په بيړه دده په لوري رنژدي کېده 
ټول بدن يې لړزې واخست وېښتان يې نيغ ودريدل سړي نور هم رانژدي شو ده ټوپګ ته سترګي ورواړولي خو وېري تري هرڅه اخستي وو 
سړي دقبرغاړي ته راورسېد ټوپک يې مخامخ نيولي وواوګوته يې په ماشه نيولي وه 
ورو يې وويل :حميده!
خو حميد دکالبوت په څېرولاړ وواوترخولي يې غږ نه راخوت

سړي وخندل اووه يې ويل حميده په داډول خزانو کې ښې پيسې موندل کېږي خوکله کله دژوند په بيه تماميږي .............زړه مې درباندي سوزي چې دخزاني پرځاي دي مړي را اېستلي نښه دي بې ځايه تللې خو خير زما کاردي اسان کړ ...........هه هه ........تيار قبر لدي سره يې په ماشه ګوته ټينګه ګړه.