مجيب احساس
نوم مې مجيب الرحمن دي احساس تخلص کوم په ١٣٦٧ هجري لمريزکال دوردګوولايت په چک ولسوالۍ کې زيږدلى يم لمړنۍ زده کړې مې دکلي له امامه پيل کړې اوپه شپږکلنۍ کې مې خپل کلي ته څيرمه په يوه ښونځي کې زده کړې پيل کړې له شپږم ټولګي ورسته دحضرت عمرفاروق عالي لسې ته ولاړم اوتردولسم ټولګي مې همالته زده کړې کړې . په ١٣٥٨ کال دننګرهارپوهنتون دژبواودبياتوپوهنځي ته بريالى شوم اوپه ١٣٩٠ کال مې داپوهنځى پاي ته ورساوه . دادب سره مې مينه له پخوانه وه په خپله سيمه کې مې په ادبي هڅوکې ونډه درلوده همالته دچک ادبي بهيرمرستيال وم ددې ترڅنګ دوردګوپه علمي اوفرهنګي مرکزکې دفرهنګي څانګې غړي وم . دژورناليزم سره مې همالته ملتياپيل کړه په ١٣٨٣ کې مې دملي هدف اونيزې سره درپورټرپه حيث دنده درلوده په ملي راډيوکې مې دويندويۍ په برخه کې همکاري درلوده . له هغه ورسته پوهنتون ته راغلم اوپه ننګرهارکې مې
له سيميزورسنيوسره همکاري پيل کړه . په دې لاره اوس هم مزل کوم اوهمدا اوس په ننګرهارکې ديوې سيميزې راډيوسره دنده لرم . دژورناليزم ترڅنګ ليکوالي هم کوم ،کله کله شعرهم ليکم دژباړې په برخه کې مې يوناول د( لټون ) په نامه چاپ شوي دي دلنډوکيسومې يوه ټولګه چاپ ته چمتوته اودشعرونودوه ټولګې مې هم چاپ ته چمتودي . دادب دلارې مينوال يم اوغواړم دادب ترڅنګ دژورناليزم لاره ترپايه وپايم .
مجيب الرحمن احساس
لنډې کيسې
ویره
هغې بياخپل سر له کړکۍ راويوست واوره اوس نه ورېده خو سخت سوړبادچلېده ،يوه شېبه له ځان سره په فکر کې شو ژريې کړکۍ بنده کړه ښځې ته يې نارې کړې:تاته وايم څه شوې !ښځه يې چې په پخلنځي کې په کارلګياوه ژرراغله اوويې ويل ...........څه دې ويل !سړى چې دجرابو په پښوکولو لګياوو پرته له دې چې هغه ته وګوري
سوال
سپاره دخپل آس قيضه کش کړه دشاوخواپرتوانسانانوککريوته يې وکتل په شونډويې يوډول فاتحانه موسکاخوره شوه . دانسانانوله له پرتوتنووينودارې وهلې اوکريږويې آسمان په سراخيستى وو.دسپاره په سترګوکې دنفرت اورپه لمبوو اوپه زړه کې يې دانتقام چاړې تاويدې . سپاره د خپل لښکرمخ دښاربلې برخې کړل .له دې سره په ښارکې بياکريږې شوې خودسپ
جاسوس
دټولوسترګې دهغه په څېره ښخې وې نورپاج يې په سروو اوږ دې تورې څڼې يې په اوږ وپرتې وې په څېره کې يې يوډول خاص سکون وواواوږدې خړبخونې جامې يې په غاړه وې ، په سپينوسروېس بوټانويې دلارې تازه ګردونه پراته وو
غلا
دمني يخه شپه وه او سوړبادچلېده ده په بيړه دمخامخ هديري په لوري ګامونه اخستل په ښى اوږه يې دکلنګ اوبېلچې وزن دروند ورته ښکاره شو،غوښتل يې بلې اوږې ته يې کړي خو په بله اوږه کې يې ټوپک اچولي وو ، مجبور وو خپل تګ ته همداسې ادامه ورکړي باديې پټونه ورپرېښود يوه شېبه ودرېد اوپټويې له
تالاشي
تالاشي :لنډه کيسه ليکوال :مجيب احساس دسړک په منځ ولاړپوليس په خپل خيرن دسمال دمخ خولې پاکې کړې ،اوږې يې وڅنډلې اوترمخ يې ولاړموټرته دتلواشاره وکړه . په ښارکې ګڼه ګوڼه وه ،دانسانانواوموټروغږونوځوږ جوړکړي وو،ښارته داخلېدونکې هرموټرپلټل کېده اوبيابه ښـارته دننه کېده .دتالاشۍ لپاره په سړک ولاړپوليس له ګرمۍ ډېرتنګ وو.خپلې دندې هېڅ خوندنه ورکاوه ،څوځله يې هوډکړى ووچې دنده پرېږدي خوهرځل به يې خپله غريبي سترګوته ودرېده اوکومه بله مناس
مينه
مينه : لنډه کيسه ليکوال : مجيب احساس دسينداوبه شېبه په شېبه زياتېدې ،دساحل دغاړې تورې تيږي پکې ورکېدې اويوه په زړه پورې منظره يې جوړوله . دتېرې شپې باران ټوله فضامينځلې وه اودسينددغاړې ونې له نورووځوشنې ښکارېدې . دسيندپه غاړه هېڅوک هم نه ښکارېدل اودسهارچوپتيادسينددڅپوشورماتوله لمرلاخپلې وړانګې سمې نه وې غوړولې چې دونوله منځه په راوتلې نرۍ لاريوځوان دسيندغاړې ته راووت ،ځوان دس
ولسممشر
ولسمشر: لنډه کيسه ليکوال : مجيب (( احساس)) دغوايي داوومې په ياد. ولسمشر دولسمشرۍماڼۍ په زېرخانه کې ولسمشرله خپلوڅووزيرانوسره يوځاي ناست وو .ټولوپه چوپه خوله يوبل ته کتل بهرددرنواوسپکووسلودډزوغږونه اوردېدل کېدل .دولسمشرپه تندي يوډول سکون ووخووزيرانوبه دهرې درنې چاودنۍ په اورېدوپه ورخطايي يوبل ته وکتل دچاودنواوډزوغږونه شېبه په شېبه رانژندې کېدل . ددروازې دټک ټک په غږټولودوره په لوري سترګ