مينه : لنډه کيسه
ليکوال : مجيب احساس
دسينداوبه شېبه په شېبه زياتېدې ،دساحل دغاړې تورې تيږي پکې ورکېدې اويوه په زړه پورې منظره يې جوړوله .
دتېرې شپې باران ټوله فضامينځلې وه اودسينددغاړې ونې له نورووځوشنې ښکارېدې .
دسيندپه غاړه هېڅوک هم نه ښکارېدل اودسهارچوپتيادسينددڅپوشورماتوله لمرلاخپلې وړانګې سمې نه وې غوړولې چې دونوله منځه په راوتلې نرۍ لاريوځوان دسيندغاړې ته راووت ،ځوان دسينديوې غاړې ته په يوه تېږه کناست جيب ته يې لاس کړموبايل يې راويوست شاوخوايې په ځير،ځيروکتل دتليفون صفحه يې روښانه کړه اويوه شمېره يې پکې راواړوله دټليفون داوکې تڼۍ يې کېکاږله په زړه کې يې خوندورې څپې احساس کړې خودبل لورې دليکې دري ځلې د(توت ،توت ) غږوکړاوليکه پرې شوه ځوان له ځان سره وبونګېده .....دادکفرلورلااوس هم ويده ده ...
له ځايه پاڅېده شاوخوايې وکتل زړه يې تنګ شوانتظارورته سخت ښکاره شوټليفون يې بياراويوست اوهماغه شمېره يې دايله کړه خوداځل دده دتمې خلاف مقابل لوري ته زنګ ورغى ده بياپه زړه کې خوندورې څپې احساس کړې خومخکې له دې چې څوک خبرې ورسره وکړي ليکه يې خپله پرې کړه اوسيندته نژدې په مخامخ کوريې سترګې وګنډلې .څوشېبې لانه وې تېرې چې دکورديو ې کړکۍ پرده چې دسيندلوري ته پرانستل کېده يوې خواته کش شوه اويوچابهرترې راوکتل دځوان په شونډومسکاخوره شوه ،خوکړکۍ ژربېرته بنده شوه .
ځوان يوځل بياپه ناکرارۍ انتظارکاوه کابولس دقيقې ورسته دکو ردر وازه خلاصه شوه يوه نجلۍ چې داوبوستل يې په لاس کې نيولي ووبهرراووته اودسيندپه لوري په شمېرلوګامونوراروانه شوه .نجلۍ چې څومره دسيندغاړې ته رانژدې کېده دځوان دزړه درزانوره هم زياتېده .نجلۍ دسيندغاړې ته راورسېده اوستل يې په اوبوکې غوټه کړدځوان خواته يې خواږه وروکتل اوپه خندا يې لاس ورته وخوځاوه .ځوان بياخپل موبايل راويوست اوهماغه شمېره يې دايله کړه دسيندپه بله غاړه ناستې نجلۍ چې ټليفون يې په لاس کې و خپل ټليفون غوږته ونيوه اوله نازه په ډک غږيې وويل:ايې ناځوانه !!
ځوان وخندل ويې ويل:ولې بيامې څه ناځواني کړې ؟
نجلۍ په هماغه لهجه وويل:پرون ولې رانغلې ؟
ځوان بياوخندل ويې ويل:درته وايم يې خواوس داووايه چې کورمو څوک دي ؟
_پلارمې پرون غرمه تللي
لانه دي راغلي په کورکې مې يوازې موراووړکۍ ورودي .......
_مشروروردې چېرې ؟
_هغه هم تللى
ځوان بياوخندل ورويې وويل:بياخوته ناځوانه ته يې چې زه دې نه يم خبرکړي .
نجلۍ وخندل ويې ويل:اوس هم ناوخته نده .......
ځوان ورووويل:مو ردې څنګه ده ؟
_ هغه څه نه وايې
ځوان بياشواوخواوکتل ويې ويل:دسيند اوبه ډېرې دي .
_نجلۍ له نازه په ډک غږوويي وويل:دومره هم نه دي زياتې لکه ته چې ترې وېرېږې .
ځوان ژرخپله لهجه بدله کړه ويې ويل:درځم همدلته اوسه .
نجلۍ شاوخواوکتل ويې ويل:نه زه يوځل دااوبه ترکوره وړم ژربېرته راځم .
دتليفون ليکه پرې شوه ځوان خپل ټليفون جيب ته کړپايڅې يې بډوهلې اوپه سيندورګډشودسيندنيمايې ته به رسېدلى ووچې يوه زوروره څپه پرې راغله اوجامې يې ورلمدې کړې خوځوان لاهم پرمخ روان ووداځلې يوه بله څپه پرې راغله اوڅوګامه يې شاته کش کړځوان غوښتل ځان راکابوکړې خودريمې څپې يې پښې ورسره کش کړې پړمخې راولويداوپه سريې يوه بله څپه تېره شوه .
مجيب ((احساس))
ننګرهارپوهنتون
١٣٨٩-٩-١٢
ليکوال :مجيب احساس