سپاره دخپل آس قيضه کش کړه دشاوخواپرتوانسانانوککريوته يې وکتل په شونډويې يوډول فاتحانه موسکاخوره شوه . دانسانانوله له پرتوتنووينودارې وهلې اوکريږويې آسمان په سراخيستى وو.دسپاره په سترګوکې دنفرت اورپه لمبوو اوپه زړه کې يې دانتقام چاړې تاويدې .

 

 

سپاره د خپل لښکرمخ دښاربلې برخې   کړل .له دې سره په ښارکې بياکريږې شوې خودسپاره دلښکريانودخوښۍچيغوځمکه لړزوله سپوردخپل لښکرپه منځ کې په ډيروياړښکته پورته ګرځېده دانسانانوله وژنويې خونداخيست اوپه سروسترګوکې به يې شېبه په شېبه داورلمبې په پورته کېدوشوې . دسپاره لښکرستړى شودټولومټې له ډيرووژنوسستې شوې .

 

خود سپاره په سترګوکې لاهم د نفرت اوربلېده دښاردپاتې کسان ژونديې نه شوزغملاي لښکرته يې بيادوژنوامروکړسپوردټولوترمخ روان وو خوناڅاپه يې دښارپه ولاړوخلکو  کې په چاسترګې ولګېدې دسترګوکتوپرې داسې اغېزه وکړه لکه ده چې په خپل دښمن توره  ورښکته کوله .

 

ځای په ځاي ودرېده په بدن کې يې يوډول  سستې احساس کړه مخامخ سترګې له حياښکته شوې خوسپورپه يوډول متزل زل حالت کې ولاړوو. داسې لکه په بدن کې يې چې ساه نه وي  له آسه ښکته شولښکريې ټول حيران دريان ولاړوو .ټولودده سترګوته کتل دوي هماغه مشر چې له غوسې به يې ددوي په وجودړلزه راتله   په داسې  ډول ليده لکه په اورچې چااوبه اچولې وي .

 

سپورپه مړوګامودهماغه سترګوپه لوري وړاندروان شو توره يې له لاسه ولوېده دخلکوپه منځ کې يوې سترګورې نجلى ځان شاته کړخودلښکرمشرپه ډيره عاجزۍ ورته کتل اوپه سترګوکې يې يوسوال په څپوو