دټولوسترګې دهغه په څېره ښخې وې نورپاج يې په سروو اوږ دې تورې څڼې يې په اوږ وپرتې وې په څېره کې يې يوډول خاص سکون وواواوږدې خړبخونې جامې يې په غاړه وې ، په سپينوسروېس بوټانويې دلارې تازه ګردونه پراته وو

له نږ دې شاوخواکلوڅخه په لسګونوورخطاکسان دتوتانوباغ ته راغونډشوي وو دټولوپه خولودچوپتيامهرلګېدلى وواوددتوتوت لاندې ولاړته يې په کرکجن نظرکتل دولاړکس دواړه لاسونه ترشاتړلي شوي وو اوترڅنګ يې دونې له يوه ښاخ نه ديومترپه اندازه يوتړى راځوړندوو چې سريې د کړۍ په شکل غوټه شوى وو لږ وړاندې لس پنځلس کسان چې مولونه يې وهلي وو اوسلې يې په غاړه وې په ټيټ غږ په خبرولګياوو دهغو ى خبرې به کله کله جدي شوې اوغږ به يې پورته شو خوخبرې يې سمې نه اورېدل کېدې له ښه ځنډنه وروسته راپاڅېدل اوله بندې اوتړلي کس راتاووشول يوکس چې دکلاشينکوف ميل يې په دواړولاسونوکلک نيولى وو بندي ته ورنږدې شو اوڅوبېدريغه ګذارونه يې ورباندې وکړل بندي په شاوغورځېده اوپګړۍ يې له سره پرېوته يوبل کس داوږ دې ږ يرې تروېښتانوونيوه اونېغ يې ودراوه په لوړغږ يې ورته وويل ګوره اوس هم وخت لرې زه وعده درسره کوم چې قومندان صيب به هېڅ هم نه درته وايي

  بندي په خپله اوږ ده ږيره لاس راتېرکړاوپه خبروشو
   مولوي صيب ! قسم په رب دى کې په ماکې داکاروي اخرزه هم مسلمان يم مجاهديم ولې خپل اېمان په ډالروخرڅ کړم اوددغه بې دينانوته جاسوسي وکړم اوبيازه خودپيسوڅه کمى نه لرم خپل درې موټرسايکلونه مې تاسې ته سپارلي دي 
چاپه زوره په شانه په لغته وواهه اوڅوګامه يې مخ ته کړ

بې شرمه ته لااوس هم خپل ځان سپينوې داټول دروغ وايي چې څوځله يې دشپې په تلفون کې په خبروليدلى يې ؟ 
ترټولومهم ثبوت دادى چې څنګه تاسره پنځه کسه ټول مجاهدين شهيدان شول اوته ژوندى ترې پاتې شوې فسادټول په تاکې دى همداته وې چې زموږ دجلساتوراپورونه دې ورکول اوموږ نه پېژندلې نن به پوه شې چې دجاسوسۍ لپاره موږ هم يوه سزالرو

بندي په زاريوپيل وکړمولوي صيب دخداى لپاره زه بې ګناه يم چابه غلط رپوټ درکړى يي دشپې مې يوځل يوازې له خپلې مورسره خبرې کړي دي ......اوهلته زماژوندي پاتې کېدل دابه دې رب خوښه وه بياهغه وخت خوشپه وه تاسې په سباورځ زه وليدم چې په ژرنده کې په زخمي حالت کې پټ وم په ولي مې اوس هم زخم دى بياولي ته ورکتلوهڅه وکړه خولاس يې تړلي وواويوازې په سترګويې اشاره ورکړه .

      نوريې غږ په سلګوکې ورک شو چاپه زوره پرې  چيغه کړ ه مکاره په دې ځان نه شې خلاصولى 
     دمازديګرلمرخپلې وروستۍ وړانګې ورټولولې چې وړاندې په سړک دوړې پورته شوې اوورسره در ې موټرسايکلونه راښکاره شول چې دوه ، دوه کسان ورباندې سواره وو اودتړلي کس په خواراروان وو دهغوى په رارسېدو سره ټول کسان يوې اوبلې خواته شول اودوى ته يې لاره پرېښودله په موټرسايکلونودسپروکسانوپه مخ مولونه وهل شوي وو ترملاګانويې له جاغورونوډکې چانټې تړلې وې اوډول ډول کلاشينکوفونه اوپيکاګانې ورسره وې يوه يې دتړلي کس خواته ځان ورنږدې کړاودرنه څپېړه يې ورکړه

اوس دې بادارانوته غږ کړه چې خلاص دې کړي داوبامابچيه!

   يوکس چې ظاهرادټولومشرښکارېده بندي ته ورنږ دې شو په ځيريې ورته وکتل بندي خپلې ژړغونې سترګې په ځمکه کې خښې کړې وې اودخپلوبوټونوخاپونوته يې کتل مشرولاړکسان په اشار وپوهول ټول دسترګوپه رپ کې راټول شول دبندي سترګې اوخوله يې په توروټوټووتړل اوتلوامريې ورته وکړبندي پرته له دې چې نورمقاومت وکړي په چوپه خوله ورسره روان شو يوه دقوي مټوخاوندورنه لاسونه تاوکړل اودپړي لاندې په اېښې خالي بوشکه يې ودراوه په غاړه کې يې پړى ورواچولو.

     په راټولوخلکوکې شورپورته شو له بندي نه دراتاووخلکو کړۍ راتنګه شوه په ګڼولاسوکې تورمبايلونه دبندي په خواراواوښتل اودعکسونوپړکارڼاجوړه کړه شوراوغوغاه نوره هم لوړه شوه چاپه لوړغږکليمې ويلې چامرګ په جاسوس جاسوس نارې وهلې اوځينې پټه خوله ولاړوو اوداننداره يې کتله ناڅاپه دبندې ترپښولاندې بوشکه لرې شوه اودبندي په غاړه کې اچول شوى پړى کش شو په دارشوي کس څوشېبې دحلال کړي چرګ په څېرلاس اوپښې ووهلې اودلږ ځنډنه وروسته ارام شو اوپه خوله يې سپين ځګ ودرېده .

        ****

دشپې وروستۍ برخه وه چې ملاانورسترګې پرانستلې شاوخوايې وکتل په کوټه کې پراته ټول کسان چې ستومانه وو اوس په درانه خوب اوده وو په جيب يې لاس وواهه موبايل يې په جيب کې وو وروپه خپل ځاى کې راکښناست په تياره کې دوره په لورپه خپوګامونوورروان شو په ارام يې ورپرانست اوچې ښه ډاډه شواووړاندې ولاړ جيب ته يې لاس کړموبايل يې راويوست يوه شمېره چې ښه يې په يادوه په موبايل کې ډايل کړه 
 دبلې خواښځينه نرم غږ راغى 
هلو... هلوزمريه وايه څه نوې زړې ؟ 
 ده په خنداځوا ب ورکړ
نن يې بيايوکس راوځړاوه په خوراکي مې سخت زړه وسوځېدډېرې زارۍ اونارې يې وکړې 
له بلې خوابياغږ پورته شو
غم يې مه کوه  داووايه چې په تاخوپه چاشک نه وي اخيستى ؟

ملاانورپه خنداشو

نه باباپلارمي يې هم نه شي پېژندلى  اوس هم يوکارپرته زمادمشورې نه نه کوي خوپه دې نوروپنځوکسانومې خوابده شوه هسې په بېستوکې لاړل 
  ښځې له څه نه غړپ وکړاوويې خندل 
 بلاپسې ستااعتبارمشرانوته نورهم زيا ت شوچې يوکمېږي هم ښه دى . .. ده يې خبرې ورپرې کړې 
غوږ شه هسې نه چې څوک مې وويني نن موپه ....په په کي کې شپه ده سبابله شپه بياهم دلته يوقومندان هم دلته راځي تاسې بايدتريوې بجې پورې راورسېږى کنه هرڅه به خراب وي 
 ښځينه غږ غلى شو اويوازې دايي وويل 
ريښتياچې دکارسړى يې نوروايه !
ملاانورورخطاشو 
تشکرنورسباشته په همدې وخت . 
اوله دې سره يې دتلفو ن اړيکه پرې شوه