درد

 

ژوندپه هماغه شور اوزور روان دي اوزه ورپسې منډې وهم . ژوند په خپله غېږه کې هرڅه لري ,زه يې وينم چې دژوند په غېږه کې دډېروستړو دمې جوړېږي او ژوند ورته نوې ساه ورکوي . زه هم غواړم دژوندهمدې آرامې اوهوسا غېږې ته ځان ورسوم ,خوژوندداسې راته ګوري چې ګوندې زه هسې يوبې ضرورته اوبې ګټې څه يم  .ژوندداسې راته ګوري چې ګوندې دنړۍ په هېڅ ګوټ کې هم زمادساه اېستلو ځاي نشته خو زه لاهم په ژوندپسې منډې وهم اوژوندمې ترلمن ټينګ رانيولي زه له ژونده خپل حق غواړم زه غواړم ژوندمې په غېږه کې ونيسي  زه هم غواړم چې دژوندټولې خوښۍ مې په برخه شي ، زه هم غواړم چې دژوندپه آرامه غېږه کې لږ دمه شم .خوزه چې څومره ژوندته ورنژدې کېږم ژوندراپورې خاندي زه دهغه له خنداسره په ځمکه راوالوېږم اوژوندراڅخه په منډو شي خوزه بياپاڅېږم بياورشم اوژوندترلمن راونيسم خوژوند بياهماغه ځواب راکوي                                                                                                         .نورنو زه مايوسه شم اوځان راته په رېښتياهم هسې ښکاره شي لکه ژوندچې راته ګوري  داسې راته ښکاره شي چې ګوندې زه په ريښتياهم له هرڅه بې برخې يم اوددې نړۍ خوښۍ زمالپاره نه دي داسې فکروګړم چې زه په ر يښتياهم دهمدې ډول چلند وړيم . دژوند له لمنې راوګرځم اوترشاوګورم خو ترشا هېڅ هم نه وينم حتى په ژوندپسې دتلو اومنډې وهلو پلونه مې هم وران وي له ډېره درده چېغې کړم په مړو ګامونو دمرګ دسيندغاړې ته ورشم غواړم نورنو دتل لپاره له ژوندڅخه پناه شم غواړم ځان وروغوځوم خو ناڅاپه مې يو غږ شاته کش کړي شاته وګورم ژوندخپله غېږه راته پرانېستې وي دژوندسره هرڅه وي هرڅه                                                                                                                                                                            ............

دژوندپه غېږه کې ته وې چې په سترګو کې دې مسکاوي اودراتلو بلنه راکوې                                                               .

 

مجيب ((احساس))

ننګرهار پوهنتون

١٣٨٩-٨-٩