مجيب احساس
نوم مې مجيب الرحمن دي احساس تخلص کوم په ١٣٦٧ هجري لمريزکال دوردګوولايت په چک ولسوالۍ کې زيږدلى يم لمړنۍ زده کړې مې دکلي له امامه پيل کړې اوپه شپږکلنۍ کې مې خپل کلي ته څيرمه په يوه ښونځي کې زده کړې پيل کړې له شپږم ټولګي ورسته دحضرت عمرفاروق عالي لسې ته ولاړم اوتردولسم ټولګي مې همالته زده کړې کړې . په ١٣٥٨ کال دننګرهارپوهنتون دژبواودبياتوپوهنځي ته بريالى شوم اوپه ١٣٩٠ کال مې داپوهنځى پاي ته ورساوه . دادب سره مې مينه له پخوانه وه په خپله سيمه کې مې په ادبي هڅوکې ونډه درلوده همالته دچک ادبي بهيرمرستيال وم ددې ترڅنګ دوردګوپه علمي اوفرهنګي مرکزکې دفرهنګي څانګې غړي وم . دژورناليزم سره مې همالته ملتياپيل کړه په ١٣٨٣ کې مې دملي هدف اونيزې سره درپورټرپه حيث دنده درلوده په ملي راډيوکې مې دويندويۍ په برخه کې همکاري درلوده . له هغه ورسته پوهنتون ته راغلم اوپه ننګرهارکې مې
له سيميزورسنيوسره همکاري پيل کړه . په دې لاره اوس هم مزل کوم اوهمدا اوس په ننګرهارکې ديوې سيميزې راډيوسره دنده لرم . دژورناليزم ترڅنګ ليکوالي هم کوم ،کله کله شعرهم ليکم دژباړې په برخه کې مې يوناول د( لټون ) په نامه چاپ شوي دي دلنډوکيسومې يوه ټولګه چاپ ته چمتوته اودشعرونودوه ټولګې مې هم چاپ ته چمتودي . دادب دلارې مينوال يم اوغواړم دادب ترڅنګ دژورناليزم لاره ترپايه وپايم .
مجيب الرحمن احساس
دوېښموکاروان
درد
درد ژوندپه هماغه شور اوزور روان دي اوزه ورپسې منډې وهم . ژوند په خپله غېږه کې هرڅه لري ,زه يې وينم چې دژوند په غېږه کې دډېروستړو دمې جوړېږي او ژوند ورته نوې ساه ورکوي . زه هم غواړم دژوندهمدې آرامې اوهوسا غېږې ته ځان ورسوم ,خوژوندداسې راته ګوري چې ګوندې زه هسې يوبې ضرورته اوبې ګټې څه يم .ژوندداسې راته ګوري چې ګوندې دنړۍ په هېڅ ګوټ کې هم زمادساه اېستلو ځاي نشته خو زه لاهم په ژوندپسې منډې وهم اوژوندمې ترلمن
دوينوښار
دوينوښار دشراوشورپه دې ښارکې دژوندحوصله دصـــــــــبرله مورګواوښتې .دلتــه دځينوانسانانودغرورماڼۍ دومره لوړې دې چې په ليــــــــدو سره يې په زړونووېره راځي اودځينوژوندپه داسې معمــــــــابدل شوي چې ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره يې دزړه وينې هم کارنه ورکوي. ددې ښارکوڅې اوس يومخ له شره ډکې دي دلته اوس دانسانانوپه جاموکې دانسانيت داسې وژونکي اوسېږي چې هره شېبه دانسان وينې څښې ددې ښارواټونه اوس هره شېبه ويرونکي چيغې وهي ، اوس ښار ته &n