فی البدیهه مشاعره ــــ نوښت خلیل
 پرون (۲۰۱۱ډسمبر ۲۱) د ورځې شا وخوا یوولس بجې وې چې زه ( نوښت خلیل ) او زما ګران ملګری مجیب احساس په دفترکې بام په سر د لمر تودوخي ته ناست وو ، ما مې د پوهنتون د یو مضمون شل سلنې ازموینې ته درس وایه ، چې درس ورو ورو په کیسو واوښت، کیسې کیسې یو ځلې په شعر واوښتي مامې یو پخوانی بیت :
 مرګ راته ښه دی ژونده غلی شه ساه مه راکوه 
 ددې ناکامه ضمیر شاته پناه مه راکوه

احساس ته واوراوه ، احساس دا بیت نه و اورېدلی خوښ یې شو اوپه پیتاوي کې یې لاس په تندي نیولی وو زما خوا ته یې کتل او وویلي چې راځه په همدې بیت مشاعره وکړو زمونږ دخبرو سره سم ګل رحمن رحماني او بختیار تلاش هم راغلل ، هغوی ته مو وویلې چې فی البدیهه مشاعره کوو ، ویې منله او ما قلمونه او پاڼي وویشلې فی البدیهه زما په بیت داسي پیل شوه
 مرګ راته ښه دی ژوند غلی شه ساه مه راکوه 
ددې ناکامه ضمیر شاته پناه مه راکوه
 نوښت
 د تقدس په جام کې څښمه ریاضت د مینې
 د ژوند موجونو ته مې شور او غوغا مه راکوه
 احساس
 زه لکه اوښکه ستا په څېر نه یم چې وڅڅېږم 
ماته سرور راکوه ماته ژړا مه راکوه 
تلاش
 یو ناڅاپي راشه چې زړونه درزېدو کې مات کړو 
خو د راتلو وعدې سهار او بېګاه مه راکوه
 رحماني
 ما دغریو و سړې غېږي ته پناه وړې ده 
ماته د عشق د ګرمي غېږي خندا مه راکوه 
نوښت
 د مرګ او ژوند په پوله څو شېبې آرام کومه
 یم د افق لوېدلی ستوری رڼا مه راکوه
 احساس
 زه به پتنګ شم تاته رابه شم خو مه مې سېزه
 بې رحمي زړه دې لږ را ټینګ کړه سزا مه راکوه
 تلاش 
زه خو پښتون یم او شرمېږم له پرېوتي غرور
 دومره قېمت خو د مغروري ادا مه راکوه
 رحماني 
زه په ازل کې د خپل فکر سره نه ومه جوړ
 همداسي ښه دی زما فکر پخلا مه راکوه
 نوښت 
زما توبه ده زه د خیال دنیا کې نه اوسېږم 
دا د رنځونو او دردونو دنیا مه راکوه 
رحماني
 زما د ستړو اسویلو په سر اوده ژوندونه 
ماته مې نن راکه ، پرون را ، سبا مه راکوه 
احساس 
زما ژوندون خو د یارانو په یارۍ ښکلی دی
 هستي مې واخله خو د زړونو خلا مه راکوه
 تلاش 
زه په ښېرا کې رالوی شوی یم د درد کلې کې
 ماته زارۍ مه کوه ماته دعا مه راکوه
 نوښت
 په دغه درد چې زه د مرګ تر بلۍ ورسېدم 
په درد دې وکړېږم خدایه شفا مه راکوه 
تلاش 
ما خو ویل چې زما ژبه په بلا کې ښه ده 
کلا مې نه ده خوښه ماته کلا مه راکوه
 نوښت 
له تانه جار شي ان د ستورو کهکشان ښاغلې 
د زړه اینې ته مې د ستورو نڅا مه راکوه 
تلاش 
یوه خبره چې له یاده مې ونه وځي هغه دا چې مجیب احساس له مشاعرې نه وروسته له ډېرې خوشحالۍ نه سید عبدالله نظامي ته زنګ وهلی و، چې چې مونږ خو مشاعره وکړه هغه له کابل نه ګیله کړې وه چې ماته مو ولې نه ویلې چې آنلاین مو په ټلیفون کې مشاعره کړې وای او له درده یې احساس ته ویلي چې ماهم ستاسو په ضد دري نوي غزلې لیکلي دي. ۲۰۱۱ ډسمبر ۲۱ جلال اباد