اتڼ دپښتنوملي دود

افغانستادآريايانوهغه لرغونى ټاټوبى دي چې کلونه کلونه يې په خپله غېږه کې دالوي لوي قومونه روزلي اوزنګولي دي .لمړنيوآريانوچې کله دژوندځينې لمړنۍ آسانتياوې پوره شوې نوپه وزګارووختونوکې به يې دغم غلطولولپاره په بېلابېلوهنرونولاس پورې کړ. دنقاشۍ رسامۍ اونوروترڅنګ يې سندرې ويل هم پيل کړل .هغوي به دسندروويلوپرمهال ځانګړي حرکات هم کول .داحرکات دوخت په تېرېدوسره منظم شول اوبلاخره په ځانګړي نڅا واوښتل دانڅابيادآريايانو يوې لوې کورنۍ له ځانه سره ترپېړيوپېړيوراولېږدول اوددوي دژونديوه برخه وګرځېده چې بيادې نڅاته داتڼ نوم ورکړل شو.دوخت په تېرېدوسره اتڼ دپښتنوپه يوه داسې نڅابدل شوچې دنړۍ په غېږه کې پرتوټولوپښتنوته يادوو. که څه هم اتڼ په ټوليزه توګه سره ورته دي خودځينوسيمواتڼ په لږتوپيرسره بېله بڼه لري . اتڼ معمولاًله ډول سره چې داهم دافغاني موسيقي يوه لرغونې آله ده کيږي . دې آلې هم دپښتنوپه ژوندکې ځانګړى ځاي درلوددخوښيوپه ورځ به ترهرڅه دډول غږلوړوو .ددې ترڅنګ ډول په ځينوملي ورځوهم وهل کيږي اودجګړې په مهال هم له دې آلې څخه کاراخستل کيده .

لکه څنګه چې مو وويل  ډول به دبېلابېلومراسموپه مناسبت وهل کېده همداسې دهرې پېښې دډول وهلوطرزهم توپيردلوده اوله غږه به يې خلک پوهېدل چې څه پېښه ده اودادڅه شي ډول دي  خوداتڼ دډول غږبه چې اتڼ چيانوواورېده نوځمکې به ځاي نه ورکاوه اوکه هرڅومره به لرې ووځان به يې وررساوه .داتڼ لپاره ځانګړې جامې هم وې چې داتڼ په مهال به اتڼ چيانواغوستې داډول .داتڼ لپاره به اوږدې څڼې ډېرې ضروري وې ځکه داتڼ په وخت به په ډېرخونداوځانګړوحرکاتوغورځولې.

لکه څنګه موچې وړاندې وويل اتڼ دافغانستان په بېلابېلوسيموکې په لږتوپيرسره کيږي دمثال په ډول دپکتيااتڼ دکندهارله اتڼ سره توپيرلري دهلمنداتڼ له ننګرهاره بېل دي په غزني کې بل ډول اتڼ کيږي په لوګراوميدان وردګ کې اتڼ بل ډول کيږي .خوددې توپيرونوسره سره داسې اتڼ هم شته چې هغه ټولوته يادي دي چې ملي اتڼ يې بولي .

له افغانستان څخه دجګړوله امله ګڼ شمېرافغانان بهرته لاړل دوي که  څه    له لاسه ورکړل ،ډېرڅه يې ترلاسه هم کړل خوملي اتڼ هغوي په اروپا، امريکا،اوآسترالياکې په هماغه بڼه وساته . هغو به په اورپاکې دخپلوځانګړوورځوپه مناسبت اتڼ کاوه چې په دې سره دنړيوالوپام هم ورواښت اودايې دافغانانودغني فرهنګ يوه بېلګه وبلله .

اتڼ يوازې نارينه نه کوي بلکې داښکلې نڅامېرمنې هم کوي چې داهم بېل  رنګ لري  په ځينوودونوکې خوبيازلمي اوپېغلې ګډاتڼ هم کوي چې ډېرپه زړه پورې وي . ځينې کسان داتڼ دومره شوقيان وي چې کله چېرې دډول ډنګ شي نواوږې يې تخنيږي اوپه هماغه شېبه ځان ورسوي اوپه ميدان ورګډيږي .

که څه هم دلويديځې ډيمکراسۍ شمال زموږدژوندپه هره برخه لګېدلې اواغېزه يې پرې کړې خواتڼ لاهم په خپل ځاي پاتې دى اولاډېرشوقيان يې موندلي .دافغانانوداملي نڅاددوي دژوندسره سمه روانه ده اوروانه به وي .

 

مجيب الرحمن (( احساس))

ننګرهار

١٣٩٠ وږى ١٢