دشملووطن

شمله ياپګړۍ افغانان په خوراشوق په سروي اوان خپله ملي جامه يې بولي .په شمله پورې دافغانانو ګڼ وياړونه تړلي اوپه ډېردرناوي يې په سروي .په پښتنومشرانو کې به ډېرلږداسې وي چې پګړۍ په سرنه کړي .سترخوشال خوبيادپګړۍ قدردومره بولي چې دهرسرلپاره يې مناسبه نه بولي :
چې دستارتړي هزاردي
ددستارسړي په شماردي
دخوشال په خبره ددستارياپګړۍ په سرونکى يوازې پګړې نه په سروي بلکې هغه به دسرسړي وي اودخبروسړي به وي .
افغانان په ځانګړي ډول پښتانه ډېرې ښکلې اودرنې جامې لري .مېرمنې ګڼ کمېسونه اوږده اولوي پړوني په سروي اونارينه بياعموماارتې جامې واسکټ اوپګړۍ په سرږدي .
خودپښتنوپه دې ملي جاموهم دنوروپديدوپه څېردوخت ګردونه پرېوتل اودزمانې رنګونوورسره ورنګول .له بل لوري په افغانستان کې څولسيزوجګړو،ورانيواوبدمرغيوهم په دې برخه خپلې ژورې اغېزې درلودلې .
چايې پلوليدلى نه وو
اوس دجمرودپه کنډوځي سرتورسرونه .
هوکې جګړومهاجرتونواودزمانې بدلونونوافغانان له هره اړخه وځپل ،ډېرله خپل هېواده وتلوته اړشول اوپه ګوټ ،ګوټ کې خپاره شول .اودهرهېوادکلتوراوفرهنګ ته يې په نه زړه غېږه پرانسته ګڼ ماشومان په بهرکې وزېږېدل اودوخت دشرايطوسره سم کله کله ترې خپله ژبه هم پردۍ شوه .
خوددوي په منځ کې داسې کسان هم ووچې نه يوازې دخپل کلتوردساتلوپه فکرکې وو بلکې په  هماغه چارپېريال کې يې هم خپله ژبه ساتلې اوماشومان يې په خپله پښتنه غېږه کې روزلي.
د٢٠٠١ کال ستروبدلونوهم په افغانستان کې ګڼ پدېدې اودلودېځ ددېموکراسۍ شمال هم راوالوت .اوله ځېنوسرونويې هماغه درانه پړوني هم په هواکړي .
داسمه ده چې انسان بايددوخت دغوښتنوسرسم ګام واخلي اوووله پرمختګونواواسانتياووګټه واخلي .خوترهغه برېده چې دخپلې ټولنې اودين اصول اوارزښتونه ترپښولاندې نه کړي .
خوله بده مرغه لودېځه ديموکراسۍ ته دومره تبليغات روان دي چې ډېروته خپل فغاني کلتور هره برخه زړه ښکاري اوپرې شرميږي زه دانه وايم چې زموږ دافغاني کلتورپه ځانګړي توګه دپښتني کلتورله يوې مخې سم دي اوڅه چې زموږ نيکونوکړي هرومروبه موږ هم په هماغه لاره ورځو.زموږترمنځ په بدوکې دمظلومې اوبې ګناخورقربانيدل هم شته .موږ لاهم ښځې ته ديوه توکي په سترګه ګورواوپلورويې .
خولږترلږه بايدپه دې وپوهېږوچې وخت څنګه روان دي څنګه بايدديوېشتمې پېړۍ سره خپل ځانونه سم کړو؟
که څه هم دمطبوعاتوآزادۍ تريوه بريده موږته ځينې اسانتياوې رامنځ ته کړې اودکتاتورۍ له دورې يې راوېستلوخوداهم له چانه پټه نه ده چې چې په افغانستان کې ځينوشخصي تلويونونودپردي کلتوراوفرهنګ  په خپراوي کې خولې ستړې کړې اوزموږځېنوځوانانو ته خويې داسې مفکوره ورکړې چې دنن ورځې روڼ اندى هغه څوک دي چې ځان دهندي سينمادلوبغاړو په شان جوړکړي .اودهغوي په شان اکټونه وکړي .په دې تلويزيونوکې خوځينې دومروه زوروردي چې چې آن داطلاعاتواوکلتوروزارت هم ورته بې ارزښته څه ښکاري اواړينه نه بولي چې خبره يې واوري .اوکه وزيرترې ګيله کوي بيانوټوله نړۍ پرخبروي اوځان حق په جانب بولي.
خواوس بيا((اطلاعات اوکلتور))دومره هم دچاخبره عاجزنه دي هغوي کولي شي پرته له څېړنې پويوه تورځينې رسنۍ چې ده ته خوندنه ورکوي وتړي .
په هرصورته زه نه غواړم درسنيو په باب خبرې وکړم.خودومره ويل ضروربولم چې دې تلويزيونوزموږدزوقونوپه بدلولوکې ښه ونډه واخسته اودسندرغاړودتوليدفابريکې يې ښې فعاله ساتلې .زه دطلاعاتواوکلتورله وزيرصېب نه داپوښتنه کول غواړم چې درسنيوددې آزادى ؟؟ څخه سرغړونه نه شي منلاى نودادکوم منطق له مخې مني چې دتاجکستان فاحشې نڅاګرې ددپښتنوملي اودرنې جامې واغوندي ،کنسرت دې ورکړي اوته دې هم په لمړۍ ليکه کې ورته ناست تسبح اړوې ؟
دپښتنوملې جامې به يووخت بهرنيانوله ځان سره خپل هېوادته دافغانستان دملي کلتوردنښې په دودله ځان سره وړلې اوپه خورازحمت به يې په ډېره لوړه رانيولي .
دانن ولې دومره ارزانه شوې چې ترفاحشواونڅاګروهم رسيږي اوته يې هم له کنسرته خوند اخلې ؟
خوکېداي شي ته به هم نه وې ملامت ځکه اوبه له پاسه خړې دي زموږدآزادۍ داتل په مډال نن هغه څوک وياړل کېږي چې له ګوتويې زمووينې څاڅي .
چېرې دي دهغه احمدشاه ابدالي چې يومهال به يې له شملودهندوانوزړونه رپېدل .خونن موږدهماغه هندوانو په جامواغوستولودوياړاحساس کوو .چېرې دي هغه ځواکمنې تورې چې يومهال به يې مغروورمېږونه غوڅول  خونن موږ دهماغه سرونورحم ته ناست يو.