چـــې هـــر څــو ک زمـــا جانان شي بې وفا شي

نيم نيمګړى مې ارمان شي بـــــې وفـــــــــا شي
نه يې بــــــــدرانه لـــــيدل نـــــــــه اورېــــــدلـــــي
بس چــــــــټي راســـــــــره وران شي بې وفا شي
چې يې ســــــــم دمحبــت لارې تـــه جـــــوړ کړم 
بس رقيب سره روان شي بـــــې وفـــــا شــــــــي
زه دا خـــپل قــــسمت تـــه ډېر يــــــم فکر وړى
څوک چې ښه راباندې ګران شي بې وفا شي
 پــه زارۍ خــوارۍ يــې مــينې تــه تـــيار کړم 
بېـرته يـــو دم پښـــــېمان شــي بــې وفـــا شــي
زه سـاده افـــغــانســتـان شم ځان پرې وخورم 
يارمـــــې ټګ شـي پاکستان شي بې وفا شي
نور تــــــرې ځار هم نه وي بيا هم ورته خاندي
((عبــــاسي))چې ترې قربان شي بې وفا شي