داوردوژبې ديوې پخوانۍ سندرې نه په الهام .
اې کاتب تقدير!!
خوږې خوږې خبرې
دګرمې غېږې عطر
دشونډودلمبواور
دګرمواحساساتو
دتګ راتګ بهير
اې کاتب تقدير!!
____
ديارخالي اوربل ته
يوڅاڅکى دسپوږمۍ
ماښام دغني خان
يوتاردسپېلني
چې وچ يې کړم نذير
اې کاتب تقدير
__
دشپې لېونۍ چيغې
دسپين سهارهنداره
يوڅوشنه پسرلي
دچادمستوسترګو
دچاپه يادشوګير
اې کاتب تقدير!!
__
داوړي يوه غرمه
وږمې دسنځل ګل
ګلاب ګلاب جانان
دويښوسترګوخوب
چې يوبل ته ووځير
اې کاتب تقدير!!
__
دستوروپه شان سترګې
دمينې اداګانې
دخپل زړه په هنداره
له رنګ اونوره ډک يو
همداسې يوتصوير
اې کاتب تقدير!!
09.10.2016
- مجيب الرحمن احساس
اوس چې ستادبېلتون خيــــال راسره نشـــــــــته
اوس عــــــــــــــــــروج يمـــــه زوال راسره نشـــــــته
ستااوربـــــل ته له سپوږمۍ نه څاڅــکي غواړم
فقــــــيرنه يم اوبـــــــــــــــل سوال راســـــــــره نشته
اوس دهرښــــــــــــــــــکلي ځوانۍ ته هوس نه کړم
اوزګارنه يـــــــم اوم...
09.10.2016
- مجيب الرحمن احساس
دازموږنصيب دى چې په وينوکې مزل وهو
يودښمن چې ووهوبيابل وهوبيـــــابل وهــو
دافغانستان دپخواني پاچا،ظاهرشاه په ضد دداودخان کودتاکه په ظاهراًدشاهي واکمنۍ پاي ته رسول اود هغه وخت دحالتويوغبرګون وو.خوددې بدلون طرحه ديوه داسې چادمغززېږنده وه چې د افغانيت ،سپېڅلتيااووطنپالنې داحساس سره سره تريوه بريده په ځان منلى اومغروانسان هم وو. سر دارداودپه ريښتي...