دازموږنصيب دى چې په وينوکې مزل وهو

يودښمن چې ووهوبيابل وهوبيـــــابل وهــو

 

    دافغانستان دپخواني پاچا،ظاهرشاه په ضد دداودخان کودتاکه په ظاهراًدشاهي واکمنۍ پاي ته رسول اود هغه وخت دحالتويوغبرګون وو.خوددې بدلون طرحه ديوه داسې  چادمغززېږنده وه چې د افغانيت ،سپېڅلتيااووطنپالنې داحساس سره سره  تريوه بريده په ځان منلى اومغروانسان هم وو. سر دارداودپه ريښتياهم يوسترشخصيت ووخولکه څنګه چې وايې  انسان کامل نه دي په هغه کې هم يوشمېرنيګړتياوې وې چې ديولوي هېوادپه بدمرغيوکې يې مرسته وکړه .ډ ېرشنونکي په دې باوردي که چېرې سردارداودپه خپلوچاروکې دځينوکسانومشوروته هم غوږايښى واي اوودخت نازک حالت  ته په سمه توګه ځيرواي   نوکېداي شوچې افغانستان له يوې لوې بدمرغۍ په هماغه لمړيوپړاونوکې ژغورل شوي واي  . په هرصورت کله چې داودپه رسمي ډول دجمهوريت په چوکۍ کناست اودشاهي کورنۍ څخه يې هم ډاډترلاسه کړنوترډېره يې خپله پاملرنه دهېوادرغونې اوآبادۍ چاروته واړوله اودخلکوباوريې ترلاسه کړ.

  دهغه  ترټولومهم کارداووچې دروس سره په خپلواړيکوله سره غوروکړي .   .اودده په ويناداورسره معلومه کړي چې  په روانوګډوډيو (( دخلق اوپرچم دولت ضدفعاليتونه )) کې خوروس لاس نلري؟

 په ١٩٧٧م  کال داود دبريژنيف په بلنه مسکوته سفروکړاودشوروي اتحاددمشرسره يې وليدل  دداودخان داليدنه يوتاريخي ليدنه وه ځکه له دې ليدنې ورسته د افغانستان دبرخليک يوه  حساسه مرحله پيل شوه  نوموړي  دلته دسيا ست اودېپلوماسۍ پرځاي ديوه سرزوري افغان چلندوکړکه څه  هم دهغه داکړنه دده دزړورتيااو دهيوادپه وړاندې  دده دحساسيت ښکارندوي کوله خوکېداشي هغه مهال دسيات غوښتنه بله وه  . زه نه غواړم په دې بحث وکړم چې آياولسمشرسردارداودداکاربدوکړاويايې ښه زماپه اندخوديوه دکتاتورپه وړاندې دهمدې ځواب اړتياوه خوداښکا ره حقيقت دي چې دداودپرضددروس دتيارې شوې نقشې دپلي کولولمړي پړاوهم دهغه دهمدې ليدنې ورسته پيل شول .داودخان چې کله هېوادته راستون شونولمړني ګام   يې دګاونډيوهېودادونوسره ددوستي د هڅو پيل اودروس دستررقيب امريکالورته ميلان  وو  .دهغه دراتګ سره سم دده په حکومت کې دکمونستي ريژيم  تخريبي هڅې هم په ښه زورسره پيل شوې . روس دخلق اوپرچم دګوندونود يووالي هڅې پيل کړې اودکودتا لپاره يې په بشپړه توګه چمتوکړل . تردې چې په ١٣٥٧ دثورپه اومه په دفاع وزارت اوارګ داسلم وطنجارمزدوريارد ټانګ ميلې ورسيخې شوې وايې چې داودخان لمړي فکرکاوه چې ښي اړخو(( اخوانيانو)) يې پرضدپاڅون کړ ي خو څوساعته ورسته چې دبمباريولړۍ پيل شوه داودخان احساس کړه چې دبرژنيف په وړاندې يې خبروخبرخپل کارکړي څو ساعته  لانه وو تېر چې په ارګ دبمباريولړۍ پيل شوه اوله ارګه دلوګيونرۍ ليکې هواته پورته شوې   داوخت خلکودخپلوهيلوجنازوته په ډېرحسرت کتل .په څوساعتونوکې دافغانستان دبرخليک پاڼه وواښته اوولسمشر دخپلې کورنۍ سره په ارګ کې په ډېره بې رحمانه ډول په شهادت ورسول شو،خلق دراډيوله لارې دخپلې واکمنۍ اعلان وکړاودراډيوله څپودناشناپه غږکې دانقلابي ترانې مستې زمزمې اورېدل کېدې :

توره تياره تېره شوه  ستاپه پرګنوباندې

ښه شوله چې تېره شوه ستاخواروبچوباندې

 هره تياره پاي لري خلکواولسوباندې

لمردعدالت وخوت ستاپرجګوغروباندې ..........

 خوپه واقعت کې دامهال دافغانستان دبدمرغۍ يوداسې پړاوپيل شو،داسې توره تيارې پيل شوې چې له اوراوينوتېرېدې،  داسې يوبدمرغه برخليک يې په برخه شوچې ترننه يې موږپايلې ګورو.

روس ته وفادارو ((افغانانو؟؟))  واک ته د رسېدنې لپاره داسې کانې وکړې چې تاريخ يې ساري نه ووليدلي.

بلاخره شوري اتحاددخپلې نقشې له مخې د ااحساس کړه چې بايداوس خپله را ميدان ته شي اوعملاً لاس په کارشي هماغه ووچې روس په افغانستان يرغل وکړ اونورنوله افغانانوهرې نېکمرغۍ مخ واړاوه اودافغانستان دبربادۍ نقشې يوپربل پسې پلې کېدې .

دروس له ماتې ورسته دمجاهدينودبرياپړاودي چې دافغانستان دتاريخ يوه بله پاڼه جوړوي اويوه ډېراوږدبحث ته اړتيالري .

نن ورځ دادواړې ورځې غندل اولمانځل کېږي . خوآياداپوښتنه هم کله چاله ځانه کړې چې ددې ورځوغندل دڅه لپاره اواولمانځل يې په څه ډول اوڅه مهال کيږي؟؟

 

 

مجيب (( احساس ))

ننـــــــــګرهارپوهنتون 

١٣٩٠- غوايي_٨