فریاد
زړه مې اوس دتوروخاورسپېره څلی
دتقدیراودتدبیردبادڅپې یې
اوس دهرکس اوناکس په لاره شیندي
تیرپرون مې دژوندون ماته هنداره
او هوډمنې ارادې مې
دڅپواخیستې پاڼې
ژونده تیرشه نورمې لاس نه درسیږي
مجیب احساس
26.08.2012
- مجيب الرحمن احساس
دوه زره څوارلسم م کال ،هیلې اواندېښنې
په افغانستان کې دامریکااونړیوالې ټولنې دحضورچې ظاهراًدې هیوادته دسولې دټینګښت اویوباثباته حکومت دجوړونې په موخه راغلي وو،یوه لسیزه پوره شوه ،خو داسې ښکارې چې نه یوازې شته نسبي سوله له منځه تللې،بلکې ددوی په مرسته دجوړشوی نظام ستنې ورځ تربلې سستیږي او دهیوادپه ګوټ،ګوټ کې دیوې خاموشې جګړې لمبې زوراخلی.
امریکایی سیاستوالوچې یومهال یې په افغانستان کې دسولې ترنامه لاندې دیوې بې نومه جګړې په مرسته خپلې موخې پلې کولې، دادي اوس له د...
12.09.2012
- مجيب الرحمن احساس
ستراتیژیک تړون اودکونړمعما
پرکونړدپاکستاني بریدونومسله اوس په یوه عادي موضوع اوښتې،ځکه هره ورځ رسنۍ د نوو بریدونوخبرونه ورکوي اوچارواکي هم خپلې تکراري خبرې بیابیا تکراروي.
هلته هره ورځ پربې دفاع اولس ګولۍ اوریږي ،خلک وژل کیږي ،ټپیان کیږي اودخپلوکورنوپرېښودوته اړکیږي ،خوهیڅوک هم نشته چې غږیې واوري.که څه هم دهیواد ولسي جرګې ظاهراً دامسله جدي نیولې وه اوپه یوه بې ساري ګام یې دوه مهم اوجګپوړي چارواکي له همدې امله صلب صلاحیت کړل،خودادي له هغې وخته اونۍ تی...