ستراتیژیک تړون اودکونړمعما

پرکونړدپاکستاني بریدونومسله اوس په یوه عادي موضوع اوښتې،ځکه هره ورځ رسنۍ د  نوو بریدونوخبرونه ورکوي اوچارواکي هم خپلې تکراري خبرې بیابیا تکراروي.

هلته هره ورځ پربې دفاع اولس ګولۍ اوریږي ،خلک وژل کیږي ،ټپیان کیږي اودخپلوکورنوپرېښودوته اړکیږي ،خوهیڅوک هم نشته چې غږیې واوري.که څه هم دهیواد ولسي جرګې ظاهراً دامسله جدي نیولې وه اوپه یوه بې ساري ګام یې دوه مهم اوجګپوړي چارواکي له همدې امله صلب صلاحیت کړل،خودادي له هغې  وخته اونۍ تیریږي چې نه یوازې ددې بریدونودمخنیوي لپاره څه شوي ،بلکې میاشت وړاندې خورسنیوداسې راپورونه هم ورکړل چې دپاکستان فوځ په رڼاورځ دکونړپه سرحدي پوستوبریدونه پیل کړل ،چې دافغان پولیسودمرګ ژوبلې خبرهم ورکړل شو.دولسي جرګې داګام تریوه بریده پرولسمشرهم فشار ووچې ددې بریدونودمخنیوي لپاره جدي ګام  واخلي. ځکه دصلب صلاحیت شو وزیرانوادعاداوه چې دولسمشرحکم ته انتظاروو.،خوهرکله چې داخبره ترولسمشر رسیدلې نوهغه خپل    پخوانی منطق مخې ته ایښی چې  ګوندې دبریدونوپه وړاندې ورته عمل ځکه نه ترسره کوي چې دپولې هاغاړې ته پراته قومونه ټول پښتانه دي اوپه یوډول د ډیورنډ دکرښې سیاسي اړخ ته اشاره کوي.

کیداي شي دامنطق به یې تریوه بریده سم وي خوکه وکتل شي خبره به یې ځکه ډیره دتوجیه وړنه وي چې دابریدونه دپاکستان   فوځ دیوه ډیرمنظم پلان له مخې کوي اومستقیماً‎ دافغانستان پرملي حاکمیت کذاربلل کیږي.

دولسمشرپه ګډون دهغه ټولووزیرانو له ټاکل  کېدوورسته پرسپیڅلي کبات (قران کریم) لاس ایښی وو اولوړه یې کړې وه چې دهیواد له عرضي تمامیت اوملي حاکمیت نه به ستاتنه کوي، خوهیچاهم ترې ونه پوښتل چې ستاسې لپاره ملي حاکمیت اوعرضي تمامیت څه مانالري؟

دامریکادمتحدوایالاتوسره دورستي ستراتیژیک تړون ترټولومهم ټکی داووچې دوی به دافغانستان له ملي  حاکمیت څخه  ددفاع په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي ،خوپرکونړدپاکستاني بریدونولړۍ دادي اوس له میاشتوهم اوړي اودوي لاتراوسه ددې بریدونوپه بڼه هم شک لري اومنلوته یې نه دي چمتو.داسې ښکاري چې ددې معماترشایوه اوږده سناریوپرته ده اود پاکستان په ګډون امریکاهم  ورته ژمنه ،ځکه دابه څنګه امکان ولري چې امریکایي ځواکونه دې په نیمه شپه کې په وزیرستان کې په یوه  روان موټرکې ددوي په ویناترهه ګرپه نښه کولای شي،خوپه افغانستان کې دې په سپینه ورځ پاکستاني بریدکونکي ونه ویني.

جالبه خبره خوداده چې دافغان دولت چارواکي هم چې سیمه کې دزیانمن اولس سترګې هم دوي ته ور اوړي ددې هرڅه په وړاندې چوپه خوله دي ا و کله چې درسنیوترفشارلاندې راشي نویوازې په ډیپلوماتیکوخبروټینګارکوي، خوآیا ددوي دډیپلوماتیک حل منطق به دهغه کونړي دکورنۍ غړي هم قانع کړي چې په دې بریدونوکې یې   دخپلې کورنۍ غړي بې پوښتنې  وژل کیږي؟ 

که افغان چارواکي دهیواد دومره حساسې اوملي مسلې ته هم په ناکاموډیپلوماتیکولارو حل  لټوي بیانوهغه تمه هم بې ځایه ده چې دوی یې دافغانستان په نامه دیوه نظام  لپاره کوي،ځکه هرنظام داولس دهوساینې اودهیواددجغرافیایی حدودودنه ددفاع په موخه رامنځ ته کیږي اوکه نظام له دې دواړویوهم ترسره نه شی کړای نودیوه نظام ویل به  ورت ډ یرمنطقي نه وي.

که چیرې افغان دولت دداډول مسایلوپه وړاندې همداسې بې تفاوته پاتې شي اوداهرڅه عادي وبولي نو داولس پاتې حوصله به هم پاي ته ورسیږي اولرې نه ده چې له دولت سره  خپل تګ لوری معلوم ګړي اوپه خپله دخپل غم چاره وکړي.چې هغه مهال به بیانه ددوي ړوند اوکوڼ منتطق کار ورکړي نه  به هم  داولس دغولولولپاره نوې لاره ولري ،ځکه اولس نورپه خپلواوږودداسې مفسدې ادارې   بوج نه شي اوچتولی چې بنسټ يې پرجبراوفساد ایښی وي او د اولس دوینوسوداګردې دواک پرګدۍ ناست وي.

مجیب الرحمن احساس

کابل.