لیکوال : خلیل تسل
دناهیلیو په تیارو کې تېر شوي یوولس کالونه
افغانانو ته دسپتمبر ۱۱ ډالې !
روانه اونۍ په افغانستان کې دامریکا په مشرۍ دنړیوالې ټلوالې دپوځي حضور یوولس کاله پوره شول ، له نن نه پوره یوولس کاله وړاندې په واشنګټن کې په دفاع وزارت او په نیویارک کې په نړیوال سوداګریز مرکز کې دوخت په ډېر کم توپیر درې الوتکې وجنګېدې چې دامریکايي سرچینو په حواله یې تر درې نیمو زرو پورې ملکي امریکايي وګړي ووژل او ګڼ شمېر یې ټپیان کړل . چې ورسره سم دامریکا دوخت ولسمشر او دجمهوري غوښتونکو ګوند غړي جورج ډبلیو بوش په خپله مشرۍ یوه نړیواله پوځي ټلواله په دې غوښتنه را وبلله چې « یا له امریکا سره ملګري شئ او یا د القاعدې ملګري وکړئ.» له پلان سره سم ګڼو اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول انګلستان دامریکا له دې غوښتنې ملاتړ وکړ او په عراق او زموږ په جنګ ځپلي هېواد یې یرغل پیل کړ .
د امریکا دګانګریس غړي په دې غوسه و او جګړې ته یې دولسمشر دغوښتنې سره سم پوځی بودیجه منظوره کړه چې په برید کې داسامه بن لادن په مشرۍ القاعده تند لارې ډله لاس لري او دغه بریدونه یې تنظیم کړي دي چې اسامه دا مهال په افغانستان کې دطالبانو په کوربه توب ژوند کوي ؛ خو داچې بیا چېرته وموندل شو او په څنګه حالت کې یې ژوند کاوه ؟ نو کومه پټه خبره نه ده .
هغه خبره چې هرچاته ښکاره اوڅرګنده ده دا ده چې اسامه بن لادن په افغانستان کې ونه موندل شو او نه هم په عراق کې داتومي وسلو کوم څرک ولګېد ، او دا هغه څه وو چې امریکا ډېره وېره درلوده ، په افغانستان یرغل او دشمالي ټلوالې په پښو درول چې دبشري حقوقو ادارې یې په کابل کې دکورنیو جګړو پرمهال دزرګونو ملکي افغانانو په وژنې تورنوي ؛ یوه لویه ډالۍ وه چې دادي چې په سبب یې دادي یوولس کاله وروسته حالت بیخي یوې روانې کورنۍ جګړې ته ورته دی او د سپټمبر د ۱۱ مې په پېښو دهر امریکايي په سر نږدې ۵ افغانانو دامریکا دپوځي ټلوالې او وسله والو طالبانو په بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی ؛ خو دا لړۍ لاهم روانه ده ...
په کمزوري هېواد کې ځواکمن دښمن
اصلي خبره داده چې دیوویشتمې پېړۍ په نظر کې نیولو سره چې نړۍ له تکنالوژۍ او ساینس سره مستي او لوبي کړي په یوه داسې مجهز او په امنیتي پلانونو د سمبال هېواد په خاوره او ودانیو برید کومه ګرانه خبره نه ده ، خو داچې دغه ډول بریدونه دې له افغانستان نه دالقاعدې ډلې په غړو چې دطالبانو دهغه مهال دحکومت هرډول ملاتړ ورسره و ددې برید پړه اچول او دنړۍ دډېرو مجللو او پرمختللو هېوادونو په خاوره کې داسامه دلټون په ځای په افغانستان کې دهغه لټول او په ضد یې دزرګونو پوځیانو را دانګل تر ډېره دتعجب خبره وه ، هغه ولس او حکومت چې دخپل ځان داقتصادي بسیاینې لپاره یې دیوې اونۍ تکیه هم نه وه څنګه کولای شوای چې دومره ځواکمن شي چې په دومره ځواک او قوي پلان سره دې امریکا ولړزوي .
اسامه که په افغانستان کې هم و خو دعادي افغانانو غوندې ژوند یې در لود خو دخپلې ډلې او خوځښت په مرسته ترې هېڅکله هم ددومره لويې او وېرونکې حملې تمه نه کېدله. خو دطالبانو ضد او داسامه نه ور سپارل ددې لامل شول چې دهغوی امارت په ډېر کم وخت کې دامریکا دهوايي ځواک او شمالي ټلوالې په مټ چې اوس په حکومت کې غوښنه برخه لري دغه نظام را نسکور کړ او اسامه بن لادن تري تم شو.چې بالاخره یې سر تېر کال دپاکستان په یوه خوندي ښار ایبټ اباد کې وخوت چې په یوه ښکلي مجلل کور کې یې له ارام نه ډک ژوند درلود خو ظاهرا ترې دپاکستان حکومت دخپلې یو قوې استخباراتي ادارې سره سره ځان ناخبره ښوده او ناخبره څه چې ددې په پیدا کولو کې یې یوه مسرستندوی ډاکتر شکیل ته هم ددې په ځای چې ویې ستایې او جایزه ورکړي ؛ دملي خاین نوم ورکړ .
دامریکا دراتګ « ډرامه »
تاریخ پوه او شننونکی استاد حبیب الله رفيع هم دغه پېښه دامریکا ډرامه بولي چې په منځني ختیځ کې یې دخپلو ګټو دخوندي کولو او نوو لاسته راوړنو لپاره ډیزاین او وړاندې کړه ، استاد زیاتوي چې په تېرو یوولسو کالونو کې نه هم افغان حکومت کومه ملي اراده درلوده او نه هم امریکا دافغانستان دجوړولو کومه ریښتیني هیله ، دده په وینا چې که چېرته حکومت غښتلې ملي اراده دلودای ؛ نو په امریکایانو به یې دخپل دسوکالۍ لپاره خپل شرایط منلي وو او نن به مو هېواد په دغه حالت کې نه و .
له نن نه یوولس یا لس کاله وړاندې او یا که ووایو دامریکا او ورسره پوځي بهرنۍ ټلوالې په راتګ سره په لومړیو دریو کالونو شرایط له شک پرته چې ډېر ښه ، که څه هم ملکي تلفات مو درلودل خوافغانانو بیاهم دهېواد راتلونکې لپاره یو ځل دقربانۍ ورکولو په سترګه ورته کتل چې حالت به شي او دا به دملکي تلفاتو دورکړې وروستۍ پېښې وې چې له بده مرغه چې دولس دغه هیلې له خاورو سره خاورې شوې .
دولسمشر حامد کرزي دحکومت په راتګ سره دولسي جرګې دلومړنیو ټاکنو په مهال یوې ښځینه کاندیدې کولای شوی چې دخپل کمپاین لپاره تر اوسنۍ هرې نا امنه سیمې په ښکاره سفر وکړي ، په غونډو کې دهغو نارینه په وړاندې هم خبرې وکړي چې له کوره یې هم دښځو وتل دجرم په نوم یادول ، دوسله وال طالب جنازه به چاله وېرې نه شوای کولای او کوم یو به که پیدا شو نو کورنۍ به یې دحکومت او بهرنیو ځواکونو له وېرې دشپې په تیاره کې خاورو ته سپارلو خو نن خبره بیخي برعکس ده او داستاد رفیع خبره چې ددغه روانې جګړې د ډرامې بله صحنه پیل شوې .
دطالبانو جنازې په ډېر جم او جوش سره کېږي خو دملي اردو یا پولیسو او یاهم کوم بل امنیتي حکومتي مامور له جنازې ملایان مخ اړوي او نه یې کوي .دسیمې داستخباراتو لاسوهنې زیاتې شوې او بهرني طالبان په ازادانه ډول دطالبانو لیکو ته ورځي .
همدا نن یوه ښځینه خو پرېږده چې یو نارینه نوماند هم که پوره قومي نفوذ هم ولري ؛ نه شي کولای چې له ښارونو پرته په ولسوالیو کې کمپاین وکړي ځکه وسله وال طالبان کې په هغه صحنه کې نه وي نو سبا ته دهغه له کمپاینرانو غچ اخلي .
ترمینځ پیدا شوې فاصلې
امریکا دیوه پرمختللي او ددوی په اصطلاح با تمدنه هېواد په توګه سره ددې چې دافغانستان دخلکو په طبعیت څه چې په ټولو نړیوالو مدني ارزښتونو او تاریخ پوهېږي ، دهغوی له دین او کولتور نه پوره خبرتیا لري خو بیایې هم په دغه ډګر کې دتبلیغاتي جګړې ډګر بایللی او ګټوونکی یې ورسره جنګېدونکي مخالفین دي ،له بلې خوا قرانکریم او داسلام مبارک پیغمبر « ص » ته دسپکاوي وروستۍ هڅې هغه څه وي چې خلک یې په دې شکمن کړل چې دامریکا مبارزه دسپینې ماڼۍ او بوش هاوز له میزونو څخه نه بلکې دکلیسا له دروازو نه پیل شوې او داسلامي ارزښتونو او دمسلمانانو دروحیاتو ځپل یې لویه هیله ده .
صدام حسین که دهغوی لپاره مجرم و ؛ نو کولای یې شوای محاکمه او اعدام یې کړي ، هسې هم دظالم او مظلوم او یا حاکم او محکوم ترمینځ هېڅ کوم قرار داد او اخلاقي دېوال په نني عصر کې زبر ځواکونو نه دی پرېښی ؛ خو داچې ولې یې نوموړی دلوی اختر په ورځ په دار کړ په دې کې به نو کوم با شعوره کس شک ولری چې دغه کړنه دې له مذهبي تبعیض او د دیوه سر زوري هېواد له کاذب غرور سره تړاو ونه لري .دا هغه کار و چې په یوه بله کومه عادي ورځ هم امریکا تر سره کولای شوی خو ویې نه کړ .
همداسې په افغانستان کې په ملکي وګړو دحملو او وژنو په پېښو دښکېلو امریکايي سرتېرو نه محاکمه ، په ودونو او دجنازې په مراسمو بریدونو امریکا خپله دیوه مرستندوی په ځای ځان دیوه وژونکي او نیواګر ځواک په توګه افغانانو او نړۍ ته وړاندې کړ چې همدې کار نه یوازې په ساده اصطلاح له امریکا نه دخلکو زړونه تور کړل ؛ بلکې افغانان یې په خپل حکومت هم بې باوره کړل چې په مقابل کې يې دوسله والو طالبانو او دددوی دنورو مخالفینو مټ غښتلی او په پوره ځواک سره یو ځل بیا دعمل میدان ته را وړاندې شول او دا دي ګور یې چې ورځ په ورځ دغښتلتیا په لور روان دي . په پلازمینه کابل کې په سفارتونو او وزارتونو بریدونه کوي .
له ۲۰۱۴ نه را پیدا شوې ناهیلۍ
له بده مرغه چې رسنۍ ډېرې شوې خو ډېرو یې دولس دسوکالۍ عامه پوهاوي او خبرتیا په لحاظ دهغوی ذهن تخریب کړی او په دغه رواني او استخباراتي جګړه کې یې ددوی دناروغۍ په ور زیاتونه کې مرسته کړې .
له تېر یوه کال نه چې کله د ۲۰۱۴خبره راپورته شوې ؛ نو په یو ډول نه یو ډول دافغانستان دراتلونکې په اړه خبرې کېږي .امریکا پرېکړه کړې چې تر دغه کال پورې به له ځینې امنیتي روزونکو او سلاکارانو پرته نور ټول ځواک له افغانستان نه باسي ، چې دغه پرېکړه یې دټلوالې نورو ځواکونو هم ورسره تائید کړي او افغانستان به پرېږدي . همدغه تګ خپله دافغانانو په ژوند خورا منفي اغېږې کړي دي او فکر کوي چې له دوه زره څلورلسم کال وروسته به بېرته په افغانستان دطالبانو دحکومت او یاهم تنظیمي جګړو غوندې حکومت حاکم وي .
لاهم دغه مودې ته دوه کاله پاتې دي خو اکثره شخصي ادارې او انجیوګانې سر له اوسه دمالي بحران سره مخ دي او خپل ګن کارکوونکي یې له دندو لرې کړي دي. ولس که څه هم فکرنه کوي چې تر اوسه هرڅه دامریکا په پیسو ولاړ و خو له شک پرته چې ډېر څه دامریکا له پیسو پرته ممکن هم نه وو .
په نړیوالو کنفرانسونو کې افغانستان ته په میلیاردونو ډالر ورکړل شول خو دیوه با کفایته ، مسلکي او یوه مصلحتي حکومت نیمګړو پلانونو ونه شوای کړای چې په ځای یې ولګوي او دولس کوم یو نیم درد پرې دوا کړي . که څه هم ځینې ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې دامریکا حضور ته د « لنګې غوا » په سترګه ګوري ولې دا خبره حقیقت ده چې دا شیدي زموږ لپاره نه وي او بېرته دغوا څښتن تر لاسه کولې .
زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان په پوځ کې په تېرو یوولسو کالونو او یا که ووایو دامریکا له راتګ سره ډېر بدلون راغلی ، وسلې او تجهیزات یې نوي شوي او په مالي امکاناتو کې یې لوړتیا راغلی ځکه چې امریکا او بهرنۍ ټلوالې په راتګ سره ټول ناورین په افغانستان تېر شو او ګټې هغوی وکړې هغه دپښتو متل دی « تورې دې لالا وهي ،ډوډۍ دې عبدالله وهي » علت یې دا و چې دلته زموږ په چارواکو کې دومره وړتیا نه وه چې دخپل هېواد راتلونکی په اوږد مهاله اقتصادي پلانونو او ملي ملاتړ په ملګرتیا بهرنیان په دې قانع کړي چې یابه له افغانستان دخپلو هېوادونو په څېر ارام هېواد جوړوي او یابه دغه هېواد پرېږدي او تش دجنګ میدان به نه ترې جوړوي .
په واقعیت کې باید له یوولسو کالونو نه درې که څه هم زیات دي په جګړه تېر شوي وی او پاتې نور دافغانستان په بیا رغونه او امنیتي ځواک په پیاوړتیا لګېدلی وی .
زموږ امنیتي ځواک په لنډ مهالې روزنه کې په دنده وګومارل شو خو ولې ملي روحیه ورنه کړل شوه او حکومت دیوه قرار دادي سرتيري په ځای دغه روحیه ورنه شوه کړی چې ټول ژوند دي دحکومت تضمینوي ، که مړ وې که ژوندی نو دویاړ نه ډک او اړتیاوو نه خالي ژوند به لري یاني هر څه به حکومت ورکوي ، دکورنۍ راتلونکی به یې تضمین او اولادونه به یې زده کړي وي ؛ نو باید او باید یوازې دخپلو خلکو او هېواد دساتني په ملي روحیه ژوند کړې او دچا شخصي ساتونکی به نه وي . ددې مسلې پوښتنه باید وشي چې ولې ځینې سرتېري دقرار داد له ختمېدو وروسته دوسله والو لیکو ته ځي او یا په داسې چارو اخته کېږي چې دهېواد په زیان وي .
ډېری کسان او حتی لوړ پوړي چارواکی په همدې باور دي چې له ۲۰۱۴کال نه وروسته به افغانان له لوږې مړه شي او واک به بېرته وسله والو طالبانو ته رسيږي خو دا حقیقت یې هېر دی چې افغانانو په تر دې خورا سختو شرایطو کې ژوند کړی .
ولې وخت نا وخت د افغان امنیتي ځواکونو ځینې سرتېري طالبانو ته اوړي او یاهم ځینې نور دروزنې او یا هم عملیاتو پر مهال په بهرنیو سرتېرو دټوپکو خولې ور اړوي ؟ ولې په افغان امنیتي ځواک او دبهرنیو سرتېرو په مېشت ځایونو کې د حکومت دوسله والو مخالفینو نفوذ زیات شوی ؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې شاید ډېرعادي کس یې هم درک کړي او ځواب به ورسره وي .
اوس باید څه وکړو ؟
دپښتو یو متل « دا دپټي سر دی ، پټی وروسته سورور دی » دا پټی هغسې نه و لکه امریکا چې اندازه کړی و ، لار ډېره لنډه خو ډېره کنډو کپر وه ، که امریکا په لومړي سر کې فکر کړی وی چې دا پټی به وروسته دومره سورور وي ؛ نو هېڅکله به یې هم نن دراتګ له ټسه دومره ملکي افغانان نه وژل کېدل او نه به هم دهغوی دومره سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکاوه چې دوی یې تمه نه درلوده .
دبې باوریو کوم دېوالونه چې نن دافغان حکومت او امریکا تر مینځ ولاړ دي دا به هم نه وو او په ځای به یې دباور او اعتماد فضا وه کوم چې اوس مهال یې هم دواړه لوري خبره کوي ، خو ولې واقعیت بل ډول دی او دعمل دصحني لوبغاړي بل ډول لوبېږي ، « تر کاسې لاندې نیم کاسي ښکاري » او دولس زړه له یاس او ناهیلو ډک دی .
په تېرو یوولسو کالونو کې امریکا دافغانانو له احساساتو سره لوبې کړې ، په واقعي بڼه یې خپل مسولیت نه دی ترسره کړی او په لوی لاس یې جګړه غځولې ده .
نور له دې پرته بله لار نشته چې افغان حکومت تر بهرنیانو ډېر باور په خپل ولس او ولسي ځواک وکړي او په تېرو لسو کالونو کې له کړو تجربو نه زیات عبرت واخلي ، دین او وطن دافغانانو خپل دی ، هېڅوک یې هم نه شي ورنه اخیستلای او دیوې کلکې مذهبي ټولنې په توګه په تېر تاریخ کې هر وخت افغانانو په داسې مسایلو ننګ کړی او دهېڅ پروا هم نه ده کړې .
افغان چارواکو ته په کار ده چې دواک دنشې ترڅنګ دولس له محاکمې نه هم یو څه وېره په زړه کې ولري . دملي اقتصاد دغوړېدو او په دې وروسیتو دهېواد دځینو کانونو د رایستلو ورته پروژو څخه کلک ملاتړ او څارنه وکړي . خپلو مخالفینو دشمارلو په ځای دهغوی دمخالفت دلیل پیدا او دسولې او ارامۍ فضا رامینځ ته کړي او دګاونډیو استخباراتي کړیو په لاس دافغانانو دوېشلو او جنګولو مخه ونیسي .
ولس ته دروغ ونه وايي ، هرڅه هغسې ورته وړاندې کړي په کومه بڼه چې مینځ ته راځي . واقعیتونو ته غاړه اېښودل ، د امنل چې موږ یو خوار هېواد او کمزوری ، په بهرنیو مرستو ولاړ او داسې حکومت لرو چې لا تر اوسه اقتصادي خپلواکي نه لري .کنه له دې پرته نه بله لار نه لرو او نه هم له افغانستان سره اخلاصمنو او نامخلصه ګاونډیانو او لرې بهرنیو هېوادونو ته سترګې ، ځکه په تېرو یوولسو کالونوکې په هر ډګر کې زموږ حکومت نړیوالو ته خپل امتحان ورکړ او هغوی هم موږ ته ! نور نو باید دخلکو دا خبره ومنو چې « پردی کټ ترنیمو شپو وي . »
۲۰۱۲ سپټمبر ۱۵