دوه زره څوارلسم م کال ،هیلې اواندېښنې

په افغانستان کې دامریکااونړیوالې ټولنې دحضورچې ظاهراًدې هیوادته دسولې دټینګښت اویوباثباته حکومت دجوړونې په موخه راغلي وو،یوه لسیزه پوره شوه ،خو داسې ښکارې چې نه یوازې شته نسبي سوله له منځه تللې،بلکې ددوی په مرسته دجوړشوی نظام ستنې ورځ تربلې سستیږي او دهیوادپه ګوټ،ګوټ کې دیوې خاموشې جګړې لمبې زوراخلی.

امریکایی سیاستوالوچې یومهال یې په افغانستان کې دسولې ترنامه لاندې دیوې بې نومه جګړې په مرسته خپلې موخې پلې کولې، دادي اوس له دې هیواده دوتلولپاره دلنډواوآسانه لارودموندنې په فکرکې دی.

دسپټمبردیولسم له پېښې ورسته چې کله دامریکاپخواني ولسمشرجوج بوش په  افغانستان کې دده په وینادترهه ګرې دله منځه وړلوهوډ وکړاوله ملګروملتونویې هم ورته هیله  وکړه ،نوهغه مهال هم ځینوهیوادونوپه افغانستان کې خپلې ګټې اوموخې لیدې اوځینوهم ددې سازمان دیوه غړي په توګه دې ته اړشول چې بایدجګړې ته خپل سرتیري واستوي.،خودادي لس کاله ورسته یې دې ته پام شوچې له اروپابهردناټودتړون داهوډ یوه تیروتنه وه ،ځکه داسې ښکاري چې ددې تړون دپاشل کیدواوماتیدوویره ورځ تربلې پیاوړې کیږي ،ځکه په افغانستان کې دامریکایي فوځیانومصارف اوتلفات هغومره زیات ووچې دامریکانوي ولسمشربارک اوبامادې ته اړشوچې ددې هیوا دلپاره خپله پالیسي له سره بدله  کړي او۲۰۱۴ م کال دخپل جنګي ماموریت ورستی کال وټاکي،خوددی ضرب الجل له ټاکل کېدوورسته دځینوسیاستوالوترمنځ یولړاندېښنې راپیداشوې ،تردې چې ځینولویدیځوسیاستوالوپه ولسمشراوبامابرالانیوکې وکړې ،ځکه ددوی په باوردافغانستان اوسنی وضعیت ددې وړنه دی چې چې نړیوال یې یوازې پریږدي . دا ا ندېښنې یوازې په لویدیځوکې نه وې په هیوادکې هم ډیروهغه کړیوچې خپل انجام یې دامریکایي ځواکونودوتولو رسته لیده سخت اندیښمن کړی وو. تردې جې ځینوپخوانیوجنګ سالارانوپه ذهن کې ددافغانستان دتجزیې پلانونه  بیارارژوندي شول .

اوس چې دامریکادضرب الجل ته ورځ تربلې ورلنډیږودځینو... ترڅنګ ډیرهغه کسان چې ځینورسنیوترې جامع الکمالات جوړکړي درسنیوپرمخ راڅرګندیږي اواو۲۰۱۴م کال دافغانستان لپاره د ژوندورستۍ پوله بولي.چې نه یوازې دعاموخلکوپه ذهن کې ویره خپره کړې بلکې دځینونورو کړیولپاره په لوی لاس تبلیغات کوي.

 

بلخوادهیوادامنتیي وضعیت ورځ تربلې دخرابیدوپه حال کې دی خو وسلوال طالبانوسرله همدا اوسه دخپل حکومت دراتلولپاره شېبې شماري.

خوافغان دولت هڅه کوی چې خلکوته دخپل حکومت دپایښت ډاډورکړي.خوکه چیرې ریښتیاهم امریکاغواړي چې په دورزه اوڅوارلسم کال کې له  افغانستانه ووځی نوداځل بایداولس په خپله دخپلې راتلونکې په فکرکې شي .ځکه طالبانوهم اولس ته ازموینه ورکړېاودادي دولسمشرکرزی په مشرۍ دلویدیځ په مرسته جوړې شوې ادارې هم خپل اهلیت ښه ثابت کړ.