د نصرت الهام لخوا خپرې شوې لیکنې
دتاوان پوره كول/ خوشال خليل
دتاوان پوره كول لنډه كېسه د لارۍ ډريور ښه بمبار چرس څكولي و، په دې كاږه او كاواكه سرك يې موټر ته پونده ټينګه كړې وه، زه چې په مخكني سيټ كې وسره ناست وم د دروازې موټى مې کلک نيولى و، کله سړک کله هندارې او کله به مې ډريور ته کتل لکه څوک چې د کومې ناوړې پېښې دپېښيدو انتظارباسي. موټر به چې په کومه خوا کږيده ما به خپ
غزل / ساجد بهار
راليږونکی : ساجد بهار ټليفونشميره: 0797623603 برېښناليکپته: sajid.bahar@yahoo.com سرليک: غزل نېټه: 06.02.2010 07:12 غزل تش کالبوت او تش کالب درپسې مرمه ته باور وکړه په رب درپسې مرمه د اميد ډنډ دې جمال راځينې وړى پروت په وچه لکه کب درپسې مرمه ته چمبه يې د پيغلوټو په لاسو کې زه د ماتو بنګړو ژرب درپسې مرمه
غزل / عزت الله ځواب
غزل سم لکه ملګری راسره درومي غم لکه ملګری راسره درومي ډېر رانه په نيمه لار کې پاتې شيکم لکه ملګری راسره درومي شعر دې و ، تصوير دې و ؛خو ياد دې اوسهم لکه ملګری راسره درومي شکر دی يوازې زه پاګل نه يم چم لکه ملګری راسره درومي
څلوريزه / درمان
څلوريزه زه درته تېرشوم له دې غټ زړګي نه ته له وړې خولګۍ نه تېره نه شوې ما خوشالۍ کړې ټولې ستا په نامه ته له يوې خولګۍ نه تېره نه شوې قدرت الله درمان
غزل / نصرت الهام
غزل هوس نه لرم ، شهوت مې په کار نه دی نه دی ، داسې محبت مې په کار نه دی ستا د مړو سترګو کاږه کاته مې خوښ دي ستا د سرو شونډو شربت مې په کار نه دی تش د مينې نوم د ژبې پر سر نه وړم تش د تورو تلاوت مې په کار نه دی دا ياران زما په څه باندې ياران دي ؟
غزل / جلال امرخېل
غزل خلک وا په اوښکو يې باڼه خيشته دا خو مې په سرو وينو د زړه خيشته اخ بلا رازونه به خولې وسپړي اخ په شنه سحر دې کړل وېښته خيشته ځه ! چې په ژړا کړو د زړه زور اوبه پرېږده چې باران مو کړي لامده خيشته دنګې ! د اسمان او سمندر په شانيو د بل په اوښک
د یاسین شفق بی وسي
بی وسي داستا د خولې پستې پستې خبرې زما د زړه رباب ته ترنګ ورکويغمونه ټول رانه په واک کې واخلي دژوند ښکلا ته نوی رنګ ورکوي»»»نن مې ده څومره بې وسي ګلابه څومره پریشانه زنده ګي تېرومڅنګه به خوند له ژوندانه واخلمه چی بې له تا نه زنده ګي تېروم»»»ګرانې چې ته کله په خیال کې راشې د بې وسۍ دېوال ته غلی کینم
نوی غزل / قدرت الله درمان
غزل د چا د سترګو انتظار دی شيبه ، نه تيريږيپه زړه مې بار د غمو بار دی، شيبه نه تيريږي خوله راکوه ګرانې په دې خو قيامت نه رادروميشيخ پسې مه ګرځه وزګار دی ،شيبه نه تيريږي شوو زاره چاودي په ټپو او په سندرو پسېدلته بنديز په يكه زار دی ، شيبه نه تيريږي
ښکلی غزل / نورالدين ګوهر
غزل هیڅ نه پوهیږمه پرې ربه زړه مې بل څه غواړيواړه وجود مې کوي ګړبه زړه مې بل څه غواړي طبیبه هسې د دروغو دارو مه راکوهنه مې زیړی دی او نه تبه زړه مې بل څه غواړي مورې شرمیږم خو کوم درته صفا خبرهدروغ مې نه راځی په ژبه زړه مې بل څه غواړي خدایه اخر به زه په د
غزل / جلال امرخېل
غزل هره کيسه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد شېبه ، شېبه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد يو څوک خو وه ،چې ته يې ما ته راترغاړې وېستې درده ! هغه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد چې ( نه ) دې وکړه ، په ژړا شوې نور مې نه ياديږي هغه صحنه له ما نه هېره ده ؛خو ته مې په ياد
د فضل ربي رستم يو ښکلی ازاد نظم
هغه ډولئ کې ناسته زه په تابوت کې پروت ومدلته ژړا خپره وههلته خندا خپره وهځینو کوچنیانو هلته ښکلې دیاره وهله خو ځینو نورو دلته ایښې ؤ په سر لاسونهزم دسیوري نه یی غوښتل پناه عمرونهدلته داوښکوسیلاب دلته ؤ غم شکیدلیدلته ؤ جوړ انقلابدلته وې ساندې ساندېهلته هم خلک را ټول ؤدلته هم خلک راټول ؤیو مُلا هلته هم ؤ یو مُلا دل
سرطان /جلال امرخېل
زما ياران ما ته خفه دي ګرانېزما په اړه ډېر فکرونه کويهغوی د نوي ساينس خبره لوستېچې : تنهايي رنځ د سرطان زېږويهغوی ډاريږي ، هسې نه چې جلالد تنهايۍ او شاعرۍ له لاسهد زمانې د بې روخۍ له لاسهاو د دې ډمې زندګۍ له لاسهد زړه په رنځ باندې اخته شي ، مړ شييا د اعصابو د سرطان له ډارهپه خپلو وينو اموخته شي ، مړ ش
يو شعر يوه نړۍ خبرې ( شمع ، کړاو او د يو خط ځواب )/ جلال
يو شعر يوه نړۍ خبرې ( شمع ، کړاو او د يو خط ځواب ) يادونه : دا ليکنه په رومال ادبي وېبپاڼې کې په خپرو شوو ، درې شعرونو شوې. د شکر وړ ده ،چې نن سبا پښتو شعري بهير ډېر بريالی پر مخ روان دی ، د پام وړ يې د ځنو خويندو رياليسټيکه شاعري ده ، چې په پخواني شعري بهير کې يې ونډه د نشت په برابر وه ، پښتو پخوا هم شاعرانې لرلې ؛خو لکه د اوسمهالو هغو يې په
فاصله / روما محمدي
فاصله فاصله ښه ده زړګيه دا نظام همداسې ښه دی دا نظام د طبيعت دی تل تر تله دې ولاړ وي ګل جهان دې تل ودان وي انسانيت دې وي ښاغلی مينه جرم دی زړګيه او سزا يې فاصله ده زه او ته دواړه مئېن يو او موږ دواړه مجرمان يو دواړه يو له بله لرې لکه ځمکه او اسمان يو ته په بل وطن کې ښه يې زه په دې وطن کې نه مرم زموږ زړونه دې پرهر وي خو
د يو خط ځواب / درمان
هو دا منمه ګرانېدا ستا ګيله په ځای دهزه په څلور کتابه پړ يم تاتهدا دې منم چې مې وعده کړي وهچې په يو څو مياشتو کې بيرته راځمخو لا تر اوسه لا درکه يمهخو ګرانې څه وکړم مجبور يمه ډيردلته حالات زما په وس کې نه ديدا ځلې ګرانې دوکه نه درکومدا ځلې حال درته رښتيا وايمهدغه حالات چې ګورم داسې ښکاريکيسه له مياشتو نه کلونو ته شوهنو ګرانې زه ډيره بښنه غواړمدا څو کالونه رانه زړه صبر
غزل / جلال امرخېل
غزل لکه اروا ، لکه وږمه شوې د ګل چې پر وجود خوره وره شوې د ګل ته چې وړه وې ، دومره ښکلې نه وې اوس چې رالويه شوې ، غونچه شوې د ګل بيا مې له سترګو ، سترګې نه اړوې ته جوړې بيا په تماشه شوې د ګل نېکمرغه خاله ! د هغې پر جبين شکر اوباسه چې حصه شوې د ګل
غزل / جلال امرخېل
د محبت دارومدار د سړي ملا ماتوي زړګيه ! دغه کاروبار د سړي ملا ماتوي څه بې روخي د زمانې ، څه د هغې بې روخي په ګل روخۍ کې د بهار د سړي ملا ماتوي د قهرجنو سترګو نه ، سړي ته ژوند ورکوي خو په مسکا کې بيا انکار د سړي ملا ماتوي نه ، د مور نه ؛خو د مئېن او د معلم د زړګي او د شاعر د
عقيده / قدرت اله درمان سعودي عرب الرياض
عقيدهدا خلک داسې وايېکه دې دا ښۍ سترګه رپيږي چرتهنو به د څوک چرته په ښه يادوياو که د ګڅه سترګه ورپيده نو به د څوک چرته په بد يادوي خو زه په د عقيده نه لرم ځکه که دا خبره سمه وی نوتاسو هم سوچ وکړۍ لږ فکر وکړۍاوس به له منځه ځينې تللي نه واید جانان ښۍ د رقيب ګڅه سترګهقدرت اله درمان سعودي عر
د شېرحسن کمالزي نوی ښايسته غزل
غزل شېرحسن کمالزی يوځل موړمې په مرګ نشو بيامې وژنيښه پوهېږمه چې نن سبا مې وژنيباور وکړه ياره ستا ښکلا مې وژنيپه دې پوه يمه چې خامخا مې وژنيخبر نه يم چې په څه ګنا مې وژنياوس رښتيا شوه په رښتيا رښتيا مې وژنيچې مې دوست و هم مې يار و هم ملګریخلکه راشئ همغه اشنا مې وژنيځه ريباره ورته ډېر نصحت وکړهکه همداسې خوی
مينه / شهريار معروف خېل
مينه مينه خدای مينه رسول دی مينه نور دپاک قران دی مينه ژوند دی مينه خوند دی مينه حسن د جانان دی مينه جیش د ابا بیل دی مينه سور د اسرافیل دی مينه چغه حیدري ده م ينه داد د پاک سبحان دی مينه سترګو کې حېا ده ، يوه موسکا د