د نصرت الهام لخوا خپرې شوې لیکنې
ړنده نجلۍ
ړنده نجلۍ ژباړن : بابر امين زى هغه پر دواړو سترګو ړنده وه ، تل به يې داسې خبرې کولې چې له ژوند نه دنفرت بوى به ترې راته ، له هرچا يې کرکه کوله او هر څوک ورته بدښکارېدل ، خو يو ښکلي هلک سره به يې کله کله خندل دهغه مرکې خوښي وربښله ، په هغه مينه وه ، دهغه په مينه يې ژوند کاوه او ژوند يې زغملو . نجلۍ به تل ارمان کاوه ويل به يې ، کاش !! که ماسترګې درلودلاى ، خپل مين ته به مخاطب
جينۍ --رياض تسنيم --کراچۍ
يادونه : دا نظم د ښاغلي تسنيم له کتاب نه درته غوره شوى دى ، رياض تسنيم د کوزې پښتونخوا تکړه شاعردى چې په کراچۍ کې اوسېږي نوموړى خوږه او خوندوره شاعري لري دلته ( کابل کې ) يې د امن په مشاعره کې هم ګډون کړى و ، دغه کتاب يې (( دا کوم رنګ مې کشيد کړى )) ګران ملګري باز محمد عابد د لوستلو لپاره راکړى و ، چې ما ترې يوڅه شعرونه کمپوز کړم او غواړم تاسې سره يې شريک کړم . الها م
غزل -- نبيله غزل
غزل نبيله غزل زلفې خورې دي شوګيرې کومه تورې تيارې دي شوګيرې کومه شراب مې نه دي څښلي پام ذاهده ترګې مې سرې دي شوګيرې کومه د چا ازار دى ماله خوب نه راځي د چا ښېرې دي شوګيرې کومه تر سبايي پورې دې سترګې لولم که سيپارې دي شوګيرې کومه غزل ، ستا ياد ، دا توره شپه او باران څه منظرې دي شوګيرې کومه
د اوښکو موسکا (( د اوښکو موسکا )) کتاب نه
د اوښکو موسکا مصطفى سالک يو دبل په ضد ښه خبروو، خو بيا رانه جگړه تر دې کچه و غزېده، چې دنوې لارې د انتخاب خبره مې ورته وکړه نو په حيرت يې راوکتل ، داسې لکه د تل لپاره چې روان يم ؛ لکه خونړي جنگ ته د تللو اراده چې مې کړې وي ، په مات زړه او رپا
درې غورچاڼ لنډې کيسې د محمد نعمان دوست
يادونه : د ژمنې سره سم دادى يو حل بيا د (( ترهگر )) کتاب نه دغه درې لنډې کيسې د تکړه ليکوال او ژرنالست ښاغلي محمد نعمان دوست دي ، ويې لولئ او خوند ترې واخلئ . په راتلونکي کې هم د انتخاب لنډو کيسو لپاره او په ځانګړي ډول هغه کيسه چې سرليک يې ليکوال د خپل کتاب نوم کړى وي ( www.tolafghan.com/thanda ) وګورئ . په مينه
غزل -- ګلالۍ کابل
غزل ګلالۍ سترګې هنر لري انځور راکويپه زړه ګي ټک لکه منګور راکوي چې مخامخ ګوري پروا نه کويچې روسته ګوري راته زور راکوي زلمي سپين سترګي دي حيا نه کويحسن مې هره &
د دنيا او اخرت د کاميابۍ لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لخوا ښودل شوي پنځه ويشت رهنما اصول---بلال
رالېږونکى : عبدلوهاب بلال د دنيا او اخرت د کاميابۍ لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لخوا ښودل شوي پنځه ويشت رهنما اصولحضرت خالد بن وليد (رض) فرمايي چې زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځاى کې موجود وم چې بانډه چي راغى او وې ويل چې زه يو څو پوښتنې کول غواړم. بانډه چي وويل &nbs
يو پاک حديث
يو پاک حديث قال رسول الله صلي الله عليه وسلم سبعة يظلهم الله تعالى في ظله يوم لا ظل إلا ظله وذكر منهم:رجل تصدق بصدقة فأخفاها حتى لا تعلم شماله ما تنفق يمينه(متفق عليه(پشتوترجمه : رسوالله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چې دقيامت په ورځ به اوه ډلې کسان دالله تعالا دسيوري لاندي وي په داسې حال کې چې هغه ورځ به نور سيوري هيڅ نه وي پرته دالله ج له سيوري، اويو به له دغوو اووکسانوځيني هغه کس وي چي په پټه خيارات ياصدقه ورکوي په داسي پټ
دوه ټوکې
Again په بهر کې يو افغان هوټل ته د خوراک لپاره تللى و ، د خوراک د فرمايش يوه توکمه يې چې ووهله (( الوګان )) ورته راغلل . سړى خپه شو او په فکر کې لاړو چې له دې نه خو په افغانستان کې تنګ و ، په خواکې يې يو انګرېز ناست و هغه د Again بټنه ووهله قورمه ورته راغله . دده غريب هم قورمې ته زړه وشو او بې له ځنډه يې د Again په دوکمه ګوته زور کړه . کله چې
غزل -- ارش ننګيال
ارش ننګيال غزل حسن کې دې ورک شومه پيدا مې کهلاره راته&n
غزل - قرار اندړ
غزل قرار اندړ بيا له تانه كډه شوى ترتا راغلمد پرون توبه مې هېره ده بيا راغلمله دې وروسته به مې خپل زړګى بلېږيتردې ځايه ستا د مخ په رڼا راغلمتمامي عمر مې لاره شوه په ښكلوزه چې يو چكر دښكلو په خوا راغلمټولو خلكو ته باران د رحمتو ومپه خپل ځان لكه د تورې بلا راغلمد غزلو په وربل مې لوبې وكړېلكه مسته سندريزه هوا راغلمهغه اوښكه يم د چا مينو سترګوچې په ياد د كومې مړاوې مسكا راغلم
انتخاب شاعري - امرخېل
يادونه : دادى د ژمني سره سم د ښاغلي امرخېل د خوږوشعرونونه څو په زړه پوري انتخاب شعرونه . په مادې داڅنګه بلا په بې خودې کې کړې چې پرهرونو مې خندا په بې خودۍ کې کړې منم چې ما دغه ګنا په بې خودۍ کې کړې ظالم پاچا ته مې کنځا په بې خودۍ کې کړې ما په دې مه نيسه چې نوم به دې پر شونډو راته جانانه ! ما خو دا خطا په بې خودۍ کې کړې دا هم زما د محبت زورور تيا وګڼه کنه ! د زړه خبره چا په بې خودۍ کې کړې کلونه تېر شو ، لاتر اوسه رانه هېره
غزل - الهام
غزل الهام د بل غم باندې اختر کولى نه شم دغه کار د ځناور کولى نه شم ژوند مې کم دى او کارونه راته ډېر دي دا کارونه دومره ژر کولاى نه شم د ژوندون په فلسفه که څومره پوه شم خو په ژوند باندې باور کولاى نه شم د مغلو د دوستۍ نه مې توبه ده دښمني د پېښور کولى نه شم د وصال په خوب دې داسې ويده ښه يم د بېلتون دې تصور کولى نه شم
لنډۍ واورئ او ويې لولئ
طالب جانه ، ټپې زما په هر لورې سلام دى چې دريادېږم زما اخله سلامونه زما پينځه وخته دعا ده ربه دې باچا کړه چې سلام له دې درځمه زما د زړه د سر گلابه همېش دې غم د رژېدو راسره وينه زما د زړه گلابه راشه په نورو خلکو پسرلى په ما غمونه زما د زړه دمه پرې کېږي د پلانکي خان سترگې دې تل په دنيا وينه زما د زړه د سر ازغى شوې د فکر ستن در پسې وړم نه دې موممه چنگه ملا نرۍ لرې مخ د گل په شانچال
خدايه ولې !
خدايه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ په يو ملک کې دوه خودسره بادشاهان ولې ما ته دې عطا کړ فکر و خيال &nbs
لنډۍ - ټپې
ښه ده چې يو پښتون يادېږو ورک دې پردي شي چې وطن مو شرموينه تورې به نه کړو نو به څه کړو چې مو شېده د پښتنې رودلي دينهخير به د پاک الله نه غواړم د زړه جهان د عشق درياب ته غوځومهد عشق ميدانه بې پايانه چې دې هرڅومره لنډوم پاتې راځمه دا ته چې ځې نه پاتې کېږې ميينه لاس راکه جوړه درسره ځمه په مخ دې ښه مېلمنې خورې ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه جانانه زر له کوره ووځه ټوپک درواخله پيرنګيان راغلي دينه
د مرګ له يرې
ژوند نصرت الهام چې زه په مړ شمه او خاورې به شم له دې خبرې مې زړه هيڅ نه ژاړي د ژوند په لويه فلسفه کې ورک دى دمرګ له يرې مې زړه هيڅ نه ژاړي ............................................ مرګ خو د ژوند د خوږېدو لپاره لکه د شاتو په مثال بولم هسې له کومې شېبې ويرېږم ژوند د نباتو په مثال بولم
ديو ټيوب سايټ په اړه -- مالومات
يوټيوب که غواړئ چې د يو ټيوب www.youtube.com چې د ويډيو فايلونو يو لوى ويب سايټ دى کومه ويډيو ډاونلوډ کول غواړئ . داسې وکړئ د مثال په توګه دغه د يوې ويډيو لينک دى ، دهغوافغانانو مرکې پکې دي چې امريکايانو پرې جنسي تېرى کړى دى ، په يوټيوب ټکى کام کې شته . http://www.youtube.com/watch?v=CO-5nUmgiwcپه دې پورتني لينک کليک