رالېږونکى : عبدلوهاب بلال

 

د دنيا او اخرت د کاميابۍ لپاره د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم لخوا ښودل شوي پنځه ويشت رهنما اصول
حضرت خالد بن وليد (رض) فرمايي چې زه د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ځاى کې موجود وم چې بانډه چي راغى او وې ويل چې زه يو څو پوښتنې کول غواړم.

بانډه چي وويل                     نبي عليه السلام وفرمايل

(١) زه شته من جوړېدل غواړم       (١) قناعت کوه

(٢) زه د ټولو نه لوى عالم جوړېدل غواړم   (٢) تقواى خپله کړه

(٣) زه عزت والا جوړېدل غواړم   (٣) د مخلوق په وړاندې لاسونه مه غزوه.

(٤) زه ښه سړى جوړېدل غواړم     (٤) مخلوق ته نفع رسوه ښه سړى به شې

(٥) زه انصاف دار جوړېدل غواړم (٥) چې څه د ځان لپاره خوښوې هماغه د نورو لپاره هم وښوه

(٦) زه طاقتور جوړېدل غواړم   (٦) په الله عزوجل باندې توکل کوه.

(٧) زه د الله تعالى خاص بنده جوړېدل غواړم  (٧) د الله ذکر زيات زيات کوه

(٨) زه غواړم چې رزق مې پراخه شي    (٨) تل په اودس کې اوسه

(٩) غواړم چې دعاګانې مې قبولې شي   (٩) حرام خوړل پرېږده

(١٠) زه کامل ايمان غواړم   (١٠) اخلاق دې ښه کړه ايمان به دې کامل شي

(١١) غواړم چې د قيامت په ورځ الله سره د ليدلو پر مهال پاک يم (١١) د جنوب کېدو نه پس سمدستي غسل کوه

(١٢) غواړم چې ګناهونه مې کم شي   (١٢) زيات زيات استغفار کوه

(١٣) د قيامت په ورځ د نُور نه پاڅېدل غواړم  (١٣) ظلم کول پرېږده

(١٤) غواړم چې الله پاک په ما رحم وکړي  (١٤) د الله پاک په بنده ګانو رحم وکړه

(١٥) زه د عېبونو نه بچ کېدل غواړم   (١٥) د خپلو وروڼو عېبونه پټ ساته

(١٦) زه د ذلت نه بچ کېدل غواړم   (١٦) زنا کول پرېږده

(١٧) زه د الله پاک او د هغه د رسول (ص) محبوب جوړېدل غواړم  (١٧) چې څه د الله او د هغه د رسول خوښ وي هماغه خپل کړه

(١٨) زه د الله پاک فرمانبردار جوړېدل غواړم                (١٨) د فرضونو د ادا کولو اهتمام کوه

(١٩) زه احسان کولو والا جوړېدل غواړم (١٩) د الله تعالى عبادت داسې کوه لکه چې وينې يې

(٢٠) د ګناهونو نه به مې کوم عمل خلاصوي؟  (٢٠) اوښکې، عاجزي، مريضتيا

(٢١) کوم عمل به مې د ګناهونو نه معافي راکوي  (٢١) د دنيا په مصيبتونو صبر کوه

(٢٢) کوم عمل به مې د الله پاک قهر سوړ کړي؟   (٢٢) پټه پټه صدقه ورکوه

(٢٣) د ټولو نه غټه ګناه کومه يوه ده؟      (٢٣) بداخلاقي او بخل

(٢٤) د ټولو نه غټه نېکي کومه يوه ده؟       (٢٤) ښه اخلاق، عاجزي او صبر

(٢٥) زه د الله پاک د غصې نه بچ کېدل غواړم   (٢٥) په خلکو غصه مه کوه
 
ابن ماجه