ژوند

نصرت الهام

چې زه په مړ شمه او خاورې به شم

له دې خبرې مې زړه هيڅ نه ژاړي

د ژوند په لويه فلسفه کې ورک دى

دمرګ له يرې مې زړه هيڅ نه ژاړي

 ............................................

مرګ خو د ژوند د خوږېدو لپاره

لکه د شاتو په مثال بولم

هسې له کومې شېبې ويرېږم

ژوند د نباتو په مثال بولم