ښه ده چې يو پښتون يادېږو
ورک دې پردي شي چې وطن مو شرموينه
تورې به نه کړو نو به څه کړو
چې مو شېده د پښتنې رودلي دينه
خير به د پاک الله نه غواړم
د زړه جهان د عشق درياب ته غوځومه
د عشق ميدانه بې پايانه
چې دې هرڅومره لنډوم پاتې راځمه
دا ته چې ځې نه پاتې کېږې
ميينه لاس راکه جوړه درسره ځمه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
جانانه زر له کوره ووځه
ټوپک درواخله پيرنګيان راغلي دينه
په وينو رنګ توره دې راوړه
راشه په سرو شونډو يې زه درپاکه کړمه
په سپين ميدان به ورسره يم
زه پښتنه له تورو نه تښتم مينه
ستا په ديدن به زه موړ نه شم
که دې سينې څرمن دې ځان ته وګنډمه
د جانان مړى راسره وى
نه چې ژوندى له نورو ، نورو سره وينه
انګريز له ورشه ورته وايه
د پښتنو په ملک دې نه ږدي قدمونه
په مخ دې ښه ميلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ ، دلۍ ګلونه
صبر کوه خواږه به راکړي
خوشحالي غم پسې تړلې رابه شينه
خولې ، خولې وجود مې رېږدي
چې سا مې خېژي زه پردي وطن له ځمه
چې سوي زړونه پې جوړېږي
هاغه ديدن د خداى په روى راکه مينه
جانانه راشه چې اختر شي
نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه
جانانه دا ځلې پخلاشه
بيا به ناکام تر ژوندانه درسره کړمه
ترڅو به داسې جدايي وي
خوښه دې نه ده چې ځان سورپه وينو کړمه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ ، دلۍ ګلونه
په يارۍ نه پوهېږي خلکه
دغه ساده جانان به څنګه پوهومه
په يارۍ تور کافر خپلېږي
ما په يارۍ کې لالى خپل نه کړ مينه
په سمو سترګو راته ګوره
قسم دى ياره چې مين درباندې يمه
بنديخانې لره مې راشه
د زولنو به مې شرنګا وي دربه شمه
بېګا مې مړ په خوب ليدلې
کټ نه راپاڅېدم په ځمکه څملاستمه
ورځه ورځه په مخ دې ښه شه
بيا د قيامت په ورځ به وکړو ديدنونه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
جانان له ځم لاره اوږده ده
د ملکنډ په سر دمه ورته کومه
مرګ ترينه سل ځله بهتر دى
څوک چې په ژوند باندې جدا له ياره وينه
واړه دروغ دي رښتيا نه دي
څوک چې دعوه د عاشقۍ کوي مينه
وړوکى نه يې چې شرمېږې
اوس خو په جار نارې وهه چې مين يمه
ولې به زه ورپسې نه مرم
چې ماليدلى مخ له مانه پټوينه
که خداى ته ګورې لرې مه ځه
مرګى ظالم دى بيابه نه وي ديدنونه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
ويمه چې داسې ملک ته لاړى
چې د بې ننګه يار پې نه لګي بادونه
يو وار زما په رضا راشه
بيا به داستا په رضا کډې باروومه
يا مې په دنګه ډېرۍ کور وى
يا ستا د کور چاپېره نه وى دېوالونه
ايمان په سخته کې ښکاره شي
لکه په شپه کې چې ځلېږي څراغونه
الله دې داسې کړي راپېښه
چې ته ډوبېږې زه دې روغ راوباسمه
له خپله لاسه دې رخصت کړم
د پښېمانۍ اوښکې دې ولې په مخ ځينه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
سپرلى راغلى نوبهار دى
د ځلمو وار دى زاړه نه کوي سيلونه
سپرليه ستا له برکته
د جينکو په سينه ځانګي سره ګلونه
سپرلى به هله مزه وکي
چې د جانان دلاسه ګل ترلاسه کمه
په مخ کې ځم په روستو ګورم
کم عقل زړه مې ستا په غېږکې پاتې شونه
په لار کې ناست يمه ځان ژاړم
غونچه د ګل رانه جدا شوه مړ به شمه
ګوره چې اوښکې تويې نه کې
پېرنګۍ جونه به پېغور درته کوينه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
اشنا يادونه دې ماران دي
په ټول وجود کې مې په زړه چک لګوينه
ستا په کتو خاورې زر کېږي
ماته دې نه کاته نو خاورې ايرې شومه
ستا په مالت کې زما څه دي
زړه شرمولى يم پېرې درپسې کړمه
زړه مې د شين کاڼي نه سخت و
ستا په يوه خبره دړې وړې شونه
زړه مې په خپله په ځان سوځي
چې له علمه ځان يواځې ووينمه
سبا به سختې نندارې وي
ډولۍ به سره وي هلکان به پکې ځينه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
ښکلي مې ډېر وليدل خدايه
اشنا په ښکلو کې ترډېرو ښکلى وونه
ښکلي جانانه پسرلى دى
زه ستا له باغه خالي لاس راغلى يمه
ښايست دې ډېر دى کم خو نه دى
د ناز خندا دې په لمبو وسوم مينه
سترګې دې خاورې مه شه ياره
په ټول وجود کې دې زه سترګې خوښومه
سترګې په چل اړوه ياره
دلالان ګرځي غټې سترګې خوښوينه
سبا به بيا کډې بارېږي
د دښت ګلان به يې لمنې ښکلوينه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې
ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه