خدايه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ
په يو ملک کې دوه خودسره بادشاهان
ولې ما ته دې عطا کړ فکر و خيال
ولې ولې په رڼا ورځې خوبونه
ولې جوړ دې د يار سترګو کې جنت کړ
ولې تريخ دې کړ بيلتون او خوږ وصال
خدايه ولې دې ځوانې هر چا له ورکړه
خدايه ولې دې پيدا کړل اميدونه
ولې ما له دې د ولې طاقت راکړ
خدايه ولې، خدايه ولې، خدايه ولې!
فلسفي لېونى غني خان
03.12.2007
- نصرت الهام
ښه ده چې يو پښتون يادېږو ورک دې پردي شي چې وطن مو شرموينه تورې به نه کړو نو به څه کړو چې مو شېده د پښتنې رودلي دينهخير به د پاک الله نه غواړم د زړه جهان د عشق درياب ته غوځومهد عشق ميدانه بې پايانه چې دې هرڅومره لنډوم پاتې راځمه دا ته چې ځې نه پاتې کېږې ميينه لاس راکه جوړه درسره ځمه
په مخ دې ښه مېلمنې خورې ورځه په مخه دې دلۍ دلۍ ګلونه
جانانه زر له کوره ووځه ټوپک درواخله پيرنګيان راغلي دينه...
04.12.2007
- نصرت الهام
...