يوټيوب

که غواړئ چې د يو ټيوب www.youtube.com چې د ويډيو فايلونو يو لوى ويب سايټ دى کومه ويډيو ډاونلوډ کول غواړئ .
داسې وکړئ
د مثال په توګه دغه د يوې ويډيو لينک دى ، دهغوافغانانو مرکې پکې دي چې امريکايانو پرې جنسي تېرى کړى دى ،  په يوټيوب ټکى کام کې شته .
http://www.youtube.com/watch?v=CO-5nUmgiwc
په دې پورتني لينک کليک کړئ .
کله چې ستاسې ويډيو ټوله لود شوه بيا نو د پورتني لينک کوم چې تاسې يې په Address bar کې وينئ youtube  برخه يې لرې کړئ او پرځاى يې وليکئ voobys او انټر يې کړئ .
http://www.voobys.com/watch?v=CO-5nUmgiwc
لکه څنګه چې په دې لينک کې تاسې ګورئ چې youtube يې په voobys اوښتى دى .
که تاسې دغه لينک انټر کړئ د ډاونلوډ سهولت به وګورئ . خو بايد يادونه وکړم چې تاسې دغه فايل په عام ميډياپلير کې نشئ چلولاى تاسې ددې لپاره د ( FLV پلير ) اړتيا لرئ .
تر ټولو لومړئ بايد تاسې نوموړى پلير ډاونلوډ کړئ . ددې پلير لينک دادى .
په دې لينک کليک وکړئ او دغه پلير ډاونلوډ کړئ .
http://www.voobys.com/software/FLVPlayer.exe
 بيا کله چې تاسې خپل فايل د يوټيوب نه واخيست نو په دغې FLV  پلير کې يې واچوئ نو وبه چلېږي .
يوه بله اړينه يادونه هم درسره واخلئ او هغه داچې که تاسې دغه FLV فايل د وينډوز په ميډيا پلير او يا په ريل پلير او يا په کوم بل عام پلير کې اوپن کول وغواړئ هم کولاى يې شئ .
تاسې دغه لينک کليک کړئ او يو کنورټر خپل کمپيوټر کې انسټال کړئ په دې سره يې فارمت هر رنګ چې تاسې وغواړئ بدلولاى شئ .
ددې کنورټر د ډاونلوډېدالپاره دغه لينک کليک کړئ .
http://www.voobys.com/software/download.php
 
يادونه : تاسې کولاى شئ چې ددې سايت يوټيوب له لارې د خپلې خوښې هر رنګ ويډيو فايل تر لاسه کړئ .
مننه ستا سې د برياليتوب په هيله
الهام

او که په دې هرڅه پوه نه شوئ نو دغه لاندې لينک کليک کړئ او ويې ګورئ چې څنګه يې ترسره کولاى شئ .

http://www.youtube.com/watch?v=3EUypwaddU8&feature=related