غزل
محمد عيسى جانان

ساقي په دواړو لاسو کې دې جام نيولى دى
يوازې دا دې ماته که دې عام نيولى دى

ذاهد خود په سر اړوي جامونه د کوثر
د سرو لمبو دوزخ ته يې زما قام نيولى دى

رقيب غواړي چې زړي د نفاق ته اوبه ورکړي
لمسى يې د سقاو ځکه غلام نيولى دى

د زړه له وينو جوړ مې کړ ستا سپين تندي لپاره
دا لاس کې مې چې ( خې ) ( الف ) او ( لام ) نيولى دى

جانانه ځه نور پرېږده دا د مينې مدرسې
ليلا د زړه جومات ته بل امام نيولى دى