درې دروغجن

اول :  زما پلار چې څنګه په پياله کې چاى وچوي په سر يې را واړوي .

دوهم : زما پلار يې له چاجوش نه څښي .

درېيم : زما پلار چاى او اوبه خوري او په اور دپاسه  کېني .

هاهاهاهاها .

 

هندو

يو هندو چې په جلال آباد کې يې د کوم پښتون نه خوسکى پټ کړى ود خلکو له خبرو پوزې ته راغلى و  .

ډېره موده پس کله چې هندو هندستان ته ولاړ ، د سرک په غاړه يې چرته دوه پښتانه وليدل چې خپلو کې سره غږېږي ، هندو وروګرځېد او په ډېرې عاجزۍ يې ورته وويل :

(( څه  خوسکى ، خوسکى کوئ ، بس يو بد مې کړي دي اوس دلته هم درنه نه خلاصېږم )) .

هاهاهاهاهاهاها

يوه په زړه پورې هايکو

راته يې ټينګه غاړه راکړه ما وېل

خلوص  دنيا کې شته، خو ده وويل  

 انتخابي نشان مې ياد ساته

 

نوټ : که تاسې کومه هايکو يا ټوکه لرئ راويې لېږئ چې خبره يې کړو

تنده

ilham_khadarkhil@yahoo.com

ilham_khadarkhil@hotmail.com

ilham.khadarkhil@gmail.com