غزل

نصرت الهام 
چې مين وم پرې هغه مې را پيدا کړه
چې ترې ځار شومه ايله مې را پيدا کړه
د يو نوي تصور په لاره لاړم
يوه نوې فلسفه مې را پيدا کړه
وايي څنگه دې خولې په تندي راغلې ؟
وايې څنگه زلزله مې را پيدا کړه ؟
تا چې سترگې کړلې پورته ، زه شاعر شوم
که همغسې شېبه مې را پيدا کړه
د وعدې د انتظار په توره شپه کې
چې ته راغللې ډيوه مې را پيدا کړه