د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
بدلون څه مانا؟
موږ په داسې يوه ټولنيز ، سياسي او اقتصادي حالت کې ژوند کوو ، چې هر افغان يې بدلېدل غواړي. ښه اوس نو پوښتنه داده،چې دا بدلون څه ډول دی؟ له کومه پيل کيږي؟ څوک يې پيلوي ؟ او نورو ولسونو څه کړي دي؟ ريښتينی بدلون هغه دی، چې خلک په شعوري توګه دمثبت بدلون راوستلوپه پار هڅه پيل کړي. دافغانانو د انساني ژوند دښه کېدلو لپاره هره هڅه (بدلون) دی، او دهر افغان له ارادې او پرېکړې څخه پيل کېږي. دکور په انګړکې ديوه ن
په هوايي ډګر کې
ستومانه ، سرې سترګې ، بېخوبه ، غمجن ناڅاپه ټوله مينه ، ټوله ښکلا &nbs
ما ولې (افغان انسان) دهرې هڅې منځټکی کړ؟
له یوې مودې راهیسې د ( درېیمه لار) په لړۍ کې زما لیکنې خپریږي ، له نیکه مرغه یو شمیر دوستانو دا لیکنې خوښې کړي اوزه یې د دې لړۍ دنویو کړیو لیکلو ته هڅولی یم، خو له دې سره سره یو شمېر دوستانو او آن زما دفکري لارې له ملګرو سره د ځینو نوموونو په اړه پوښتنې راپیدا شوي دي، له داسې نوموونو څخه یوه هم (افغان انسان) دی، له یو شمېر ملګرو سره ویره پیدا شوې ده ،چې ګواکې زه (افغان انسان) د نورو انسانانو( روسي انسان، ایراني ، اروپایی یا کوم بل انسان) په وړاندې دروم او له د
دانسل دې نور تاوان نه ورکوي! / ویښتیا دولسمه برخه
کوم نسل؟ کیدای شي ځوان نسل ورته ووایو ، خو په دې توپیر، چې یوازې دعمر له پلوه ځوان نه ، بلکې دفکر او هڅو له پلوه ځوان نسل وي، که هر څومره کلونه پرې او ښتي وي. ددې نسل په پیژندنه لږ تم کیږم : هر هغه افغان چې همدا اوس د افغانستان دژغورلو او دافغان انسان د هوساینې لپاره فکر او هلېځلې کوي او یا یې لږ ترلږه ارمانجن وي. هرهغه سپینږیری یا په عمر زلمی افغان چې بل افغان یې نه وي وژلی او هرهغه مشر یاکشر افغان،
ملي شرم/ ویښتیا ، یوولسمه برخه
ویکي لیکس هم زوروره بلا ده ، د ډیرو لمنې یې پر سر راواړولې، خو له بده مرغه دملي ګټو په وړاندې دبې پروایۍ معافیت دومره زورور دی، چې ملي شرم څوک شرم نه ګڼي. ویکي لیکس ویل : داسې ښاغلي او اغلې شته (آن د ځینو پارلماني ښاغلیو ترلوړ بریده) ،چې له ګاونډیو څخه ښې پریمانه پیسې اخلي او بیا د هېواد دملي ګټو پرخلاف د ګاونډیو دکوردجوړولو په نیت خپل کور ورانوي. پخوا هم داسې څېرې وې چې د ګا ونډي ګوړه یې په جیب کې ساتله، خو دا به واړه مخبرین وو او که رسوا شوي
هېریادونه
داسې یې چې مروړي ښکلا څه غواړي زړونو نه دا روې بلا څه غواړي راشه چې دې سترګو څخه وپوښتم دومره ډیر غمونه له ماڅه غواړي هره ورځ سرونه دښامار خوله کې خلک خبر نه د ي پاچا څه غواړي مه پوښته دا توندې توپاني څپې
ګوندونه ، سیاسي ځواک او خلک، ویښتیا ، لسمه برخه
په ترکیه کې مې د ټولنپوهنې له یوه استاد سره د افغاني او ترکي ټولنو په مشابهتونو خبرې کولې، ټوکي او خوښمزاجه استاد و، د سیاسي ګډوډیو پرمهال یې د دوو سانډوګانو ( د دوو خویندو مېړونه) کیسه کوله چې یو سیاستوال و ، بل سوداګر . سیاستوال دکوم ګوند مشر شو او دا بل، چې سختې سیالۍ راپارولی و، خو د سیاست پوهه او حوصله یې نه درلوده ،کوم چا ته ډیرې پیسې ورکړې چې دده په نامه نوی ګوند ثبت کړي. دې طنز ته مو ښه وخندل او مجلس بلې خواته ولاړ ... خو ماته یې دځینو
هیله
ستا د موسکا نښه په زړه کې ساتم لکه کتاب کې د تاووس بڼکه او ستا دسترګو تصویر لکه خوږه څړیکه د ژوند په درد کې بس ما ته نور هیڅ هم را پاتې نه دي عشق دزمان دتورو غرونو له شا &n
ملت – دولت : داړیکو ارواپوهنه / ویښتیا نهمه برخه
په ولسواکو ټولنو کې د دولت ( دریواړو ځواکونو: اجرائیه، مقننه او قضائیه) او ملت ترمنځ د اړیکې ډیره ساده پیژندنه دا ده: ملت رایه ورکوي او دولتي اراکین ټاکي، دولتي اراکین ددې لپاره کار کوي چې د خلکو رضایت ترلاسه کړي او واک وساتلای شي ، مخالف ګوند ( ګوندونه ) چې په اپوزیشن کې دي غواړي خلک په دې قانع کړي چې دوی( اپوزیشن) تر حاکم ګونده ډیر څه کولای شي ، ځکه خو بل ځل ښایي خلک دوی ته رایه ورکړي. دا رابطه خامخا جزئیات لري او تر دې ساده شرحې یو څه پېچلې ده، خ
له نویو سیاستونو سره زموږ زوړ چلند/ ویښتیا ، اتمه برخه
دا څوومه سیاسي غونډه ده، چې زه ورڅخه زده کړه کوم، خو زموږ هغه سیاستوال چې یو څه کولای شي او اجرايي صلاحیت لري لاهم له دې زده کړې څخه ناخبره دي. دا زده کړه څه ده؟ موږ باید له ګاونډیو او نړیوالو زبرځواکونو سره څه ډول چلند وکړو؟ نهه کاله کېږي چې موږ زبرځواکونو ته د خپلو ګاونډیانو له لاسه شکایت کوو، ورته ژاړو، خدای او قر
افغانستان،دویښتیا غورځنګ او بهر میشتي افغانان، ویښتیا،۷برخه
هرهېواد ته چې ولاړم ، له خورو ورو افغانانو سره مې ولیدل ، مېلمه یې کړم، مینه یې وکړه ،د وطن لپاره یې وژړل، څوک دې ته خوشاله وو، چې له هېواده څوک راغلي او د وطن کیسې ورته کوي او څوک سخت په غوسه وو، چې ولې په وطن کې جګړه لاهم روانه ده، فساد ښکر او لکۍ پیدا کړي اود سیاست، اقتصاد او قانون میدان ټوپکوالو اومافیايي ډلو ته ورپاتې دی. د بهر میشتو زړونه د افغانستان لپار درزیدل، ځینو یې ویل هره شپه ځان په وط
سیګار
سیګار دا هغه عطر دي ، چې چا راته کلونه پخوا په ډیره مینه دلومړي سوغات په نوم راکړل هغه کلونه هرسهار ماد ((سیګار)) عطر
زما جېلوانې!
ما او جانان بې له یو بله اوس عادت کړی دی له خدایه ځار شم څومره ژر يې قیامت کړی دی د دود دستور دجبر کاڼي مو پر سر پریوتي موږه د عشق له ټول اختیاره بغاوت کړی دی ماهیروي ، مګر له زړه نه مې شړلی نه شي چا دجانان له خولې نه داسې روایت کړی دی
چې په تنګ شي نو په جنګ شي، ویښتیا ، شپږمه برخه
ملګري مې په ټیلیفون کې ګیله وکړه، چې ځېنې په اصطلاح فرهنګیان، روښانفکران او لوستي خپل ملي مسؤلیت په لوی لاس هیروي، چې ګواکې سیاست یې بد راځي اونه غواړي په ساستمدارانو کې شمار شي. زه فکر کوم، چې په افغانستان کې سیاستونه دومره بدنامه شول، چې اوس هر څوک له سیاسي بدنامۍ څخه ویرېږي. یو شمېر ځانساتي فرهنګیان په لوی لاس مکتب لوستي او باسواده افغانان دې ته نه پرېږدي چې د افغانستان د خلکو په مرګ، لوږه، بې سوادۍ او بده ورځ فکر وکړي. دوی وايي&nbs
(هېڅ) نه شته!
یوه موده مې ستا له سترګو څخه لرې ژوندون وازمویه او ایله پوه شومه چې ( هېڅ) څه مانا؟ هره شپه ستا دسترګو ښکلې اللو ژاړم هرسهار مرګ ازمویم ،ستا له ترخې نشتې سره ته دې په خپلې ها یوازې، ها تیاره خونه کې همداسې غلې &nbsp
د افغانستان د ايل کولو لپاره پینځه نسخې،ویښتیا ـ ۵ برخه
څو ورځې مخکې ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو د خوشالۍ او ویرې یو ګډخبر خپور کړ : « افغانستان یو تریلیون ډالره زمکلاندې سرچینې لري.» بل پسې ورغبرګه کړه : « نه! دا یو تریلیون نه بلکې درې تریلیونه او حتی کېدای شي تردې ډېر وي.» دا خبر لکه مرخیړی، ناڅاپه راشین شو اوخلک یې حیران کړل، تردې وړاندې داسې فکر کېده، چې د افغانستان سیاسي ـ جغرافیاييGeo-strategic اهمیت ډېر د پام وړ دی، ځکه دا
د سولې ښوونځي،ويښتیا،۴ برخه
په هندوستان کې مې ددغه هېواد د لوړو زده کړو له ځینو چارواکو سره خبرې کولې، مسئله دهغو افغان محصلینو په اړه وه، چې هر کال هندوستان ته د لوړو زده کړو لپاره ځي، ما خو له هندي لوري څخه ددې لپاره د مننې او ستاینې ټول ټکي یادکړل، خو دې نېمګړتیا ته مې هم ګوته ونیوله، چې ګڼ زده کوونکي سیاسي علوم لولي او زه نه پوهېږم چې دا پخپله د محصلینو د ټاکنې ستونزه ده، یا په نورو څانګو کې شمولیت سخت یا ناشونی دی؟ ما هندوستانیانو ته وویل، چې افغانستان د کرنې، انجینرۍ، وړو حر
د سولې وزارتونه، ویښتیا، درېیمه برخه
په راډیو کې یې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کولې او د دفاع، کورنیو چارو د وزارتونو نومونه یادېدل، ملګري مې راته وویل چې په دې وزارتونو امنیت نه راځي، ماته د کرنې، بیا رغولو او ټولګټو وزارتونه راکړه، په دوه میاشتو کې امنیت راولم. ما ورڅخه وپوښتل، څنګه؟ ملګري وویل : خلک ډوډۍ نه لري، د ډوډۍ بودولو ملکیت نه لري او د ملکیت نه لرلو له امله په هېواد پورې د تړلتیا مزي نشته. په اوله کې مې د ملګر
د اور پرتوګ، ویښتیا ، دوهمه برخه
څه موده مخکې یوه ملګري، دې پوښتنې ته ،چې ولې موږ د وژلو له وسایلو (ټوپک، تورې ...) سره دومره مینه لرو؟ عجیب ځواب راکړ؛ دی په دې نظر و، چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ ګڼ حکومتونه ددې وړ نه وو، چې له هېواد، خلکو او یا د هر هېواد میشتي له شخصي حریم څخه ساتنه وکړي، د همدې لپاره خلک دې ته اړ شوي، چې د ځان، کور او هېواد ساتلو ته پخپله ملا وتړي ،ځکه نو د ځانساتنې وسیلې (وسلې) ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی. له رواني پلوه ددغه اهمیت ډېریدو په ټولیز ( جمعي) روان کې پرله پسې ر
سمبولیست بېنوا
په ادبیاتو او هنر کې سمبول، ایماژ، اشاره اواستعاري بیان یوازې له مستقیمې ارائیې څخه د تېښتې لپاره نه،بلکې د هنري ارزښتونو د ځلولو لپاره هم کارول کېږي. هغه مهال چې په لویدیځ کې سمبولیسم ډېر پلویان وموندل ددغه مکتب یو شمېر منتقدینو تور ولګاوه، چې سمبولیسم د سانسور او ابهام په خوا روان دی او د ادبیاتو او هنر ټولنیز رسالت اوتعهد تر پوښتنې لاندې راولي، خو ګڼو نورو ادبپوهانو، چې د ادبي آثارو په ښکلاییز او هنري قوت ټینګار کاوه له سمبولیسم څخه په دفاع کې وویل، چې سم