د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
ژوند
ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی لکه درسم کتابچه کې د ماشوم دنیا چې په اسمان کې یې رازوړند کټ وي چې خور یې خاندي دابا سر یې له لمره غټ وي له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی ژوند ژوند ژوند ژوند ښکلی دی آیی
دا مې غر دا مې شودیاره
دکېږدۍ په پېڅول غوټه ګلابي څادر رپیږي ناوې لرې لارې څاري په کنډو دوړې ښکاریږي زرکه کټ کټ په خنداشوه سلایي يې کړه لمده په نرۍ ژبه ګل غوټۍ ته یې دسترګو لکۍ وکړې غوړګې بیا ورته نرۍ کوڅۍ کړې سمې لږ په تریو تندي یې وویل: شال يې ښه نه دی راوړی
هره ښېګڼه د افغان انسان لپاره! ویښتیا ـ لومړۍ برخه
زموږ د سیاسي مبارزو لویه ستونزه داده، چې ملي ارمان او لوی ایډیال نه لرو. په څه مانا؟ زموږ ارمانونه او ایډیالونه واړه دي، د سیاسي هڅو لومړنۍ غوښتنه مو یوې څوکۍ ته رسیدل دي، یا د یوه قوم، ژبې، ګروهې، سیمې یا کورنۍ لوړاوی او بس، او بیا په دې وسیله ځانته د ډېرې ګټې رسول، په خلکو کې ځان پړسول، باډیګارډ، موټر، پېسې، کورونه او ... د دا ډول هڅو خیر وطن او ولس ته نه رسېږي او په لویه کې یې زیان تر ګټې ډېر دی، موږ باید ملي ارمان او ایډیال رامنځ ته کړو.
د ملي مشرۍ تشه،درېیمه لاره: ۱۵ برخه
د ډیموکراسۍ له نغارو سره مل یوه نوې نومونه ( اصطلاح) چې زموږ پر غوږونو راننه ایستل کېږي، ملت جوړوونه (Nation Building) ده، حال دا چې موږ دې ته اړتیا نه لرو ځکه موږلا له پخواڅخه ملت یو. هغه څه چې موږ نه لرو، ملي مشري یا (National Leadership) دی. ملي مشري څه ده؟ هر کله چې یو شخص یا سیاسي حرکت وکړای شي د یوې سترې ملي مسئلې، ستونزې یا پېښې پر مهال یو ملت یا د یوه هېواد بشپړ اکثریت د مثبت حل لوري خواته و
زموږ انتقادي اخلاق،درېیمه لاره ، ۱۴مه برخه
همدا چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ نغاره وډنګېده، نو سترګې پټې شوې اوخولې خلاصې د نیوکو ډزې پیل شوې، کارپوهان په تلویزیونونو کې راشنه شول او د راډیو ګانو ستوني څېرې شول، پایله څه وه؟ اصلاحات رانغلل خو د انتقاد په وړاندې ټولیز معافیت رامنځ ته شو. د بېخرته، بې مسؤلیته آزادۍ او انتقاد ښکارنده (پدیده) پخپله یوه سیاسي لوبه وه ،چې پر موږ راوتپل شوه. زموږ پوزیشن او اپوزیشن نه دی معلوم ټول لکه مۍ وریجې سره ګډ دي، د یوه سیاسي سیست
درې شپې
خاطره: د۱۳۸۸لمریز ژمی، دسالنګ خوني واورو نږدې دوه سوه افغانان وخوړل ، یوازې کوچنۍ نیلاب ، درې ورځې وروسته دخپلې مړې ابۍ له غیږې ژوندۍ راوویستل شوه . عبدالغفور لېوال درې شپې باد لاشغیږي نغاره د یوه شوم خبر په زور ډنګوي سیلۍ په لپولپو واوره شیندي او هیندوکوښ د
مرسته !
ددغه ستړي ښار له ډک زړه راځم دشورماشور او هیاهو له منځه چیرته چوپتیا چیرته بیدیا لټوم زما په مغزو کې ستوماني &
موږ او «ایزمونه» ـ درېیمه لاره ، ۱۳ برخه
یو ملګری مې راته د یوې افغاني مظاهرې کیسه کوله، چې په مهاجرت کې شوې وه، د مظاهرې په لومړۍ لیکه کې یو څو ځوانانو پرله پسې شعارونه ورکول ،چې : مرګ په کمونیزم! مرګ په مارکسیزم! او مرګ ... او مرګ ... مرګ په ژورنالیزم! د مظاهرې ګڼو ګډونوالو،چې دا ځل نوی «ایزم» اوریده، نو ګومان یې وکړ چې دا ډېر ژور او خطر ناکه ایزم دی، نو تر نور ځله یې لاپسې په لوړ
زموږ وطندوستي، درېیمه لاره ، ۱۲ برخه
کال نیم پخوا د هندوستان کشمیر ته ولاړم، له سرینګره څلور ساعته مزل د ګلمارګ ښکلې سیمې ته، چې ورسیدم ناڅاپه مې دا پښتو متل پر ژبه راوګرځېده، چې: « هر چاته خپل وطن کشمیر دی». دا متل ولې را په یاد شو؟ ځکه د کشمیر استعاري او سمبولیکه مانا، د ښکلې سیمې او زړه وړونکي هېواد په توګه، په ذهن کې را څرګنده شوه او په اصطلاح ایله په دې پوه شوم، چې ولې هر څوک غواړي وطن یې د کشمیر په څېر ښکلی وي. کشمیر هم له طبیعته ښکلی دی او هم یې خلکو خواري ایست
وروستی فيلسوف
د ۲۰۰۹کال د جولای اتم ماښام : ستړی ستومانه، دهوټل ۴۱۳نومره کوټې ته ننوتم، له دوبۍ څخه د جاپان تر ساپورو ښ
یوه مړاوې ژمنه
منم چې مرم درپسې خو بیا دې نه شم لیدای بیا دې له تورو سترګو سپینې اوښکې نه پاکوم بیا په بند ستوني
موږ او خپلواکي ،درېیمه لاره ، ۱۱ برخه
له شاه زمانه تردې زمانه موږ نه خپلواک وو او نه ښکېل. له شاه زمانه تردې زمانه موږ د یوې داسې خپلواکۍ لپاره په جګړو کې تېره کړې، چې هېڅکله مو نه ده ګټلې، نه مو جګړه ګټلې اونه خپلواکي خو، هر څه مو پرې ژوبل کړي دي، د وطن آبادي، پرمختګ، پوهنه او آن ملي یووالی، دا خو منو چې ملي خپلواکي د یوه ملت د ژوند لومړۍ اړتیا ده، خو له موږ سره عجیب چل شوی دی؛ نه خپلواک یو نه ښکېل ،بلکې ټول عمر مو د خپلواکۍ د ګټلو په جګړه کې تېر شو. زما ل
غزلګی
دتوروسترګو ناز وژلی یمه ستا د کتو انداز وژلی یمه دروح کوتره مې مینه وه پرې دښکلا داسې باز وژلی یمه چې ته ترې ووتې او دی پاتې شو دژوندهمدې اعجاز وژلی یمه دومره ښایست کې پټه هومره غوسه دخلقت دغه راز وژلی
هر څه سم دي!
ته به له ځانه سره فکر کوې : ــ چې بې له تا به په ماڅه تیریږي ــ هېڅ ! زه لاژوندی یم لیونی لانه یم لا هم پرلاره ځم ، له ځان سره خبرې کوم کله له تا څخه وړې وړې ګ
بې قانونه ملت، بې ملته قانون : درېیمه لاره ، لسمه برخه
د اویایمې لمریزې لسیزې د پیل کلونه ،په افغانستان کې چاد قانون په نامه کوم څه نه پېژندل، لکه ځنګل؛ هر زورور کمزوری خوړلای شو، خو دا کار یوازې وسله والو کاوه، مانا دا چې یوازې وسله والې ډلې په چور او وژلو لګیا وې، خولې یې په وینو سرې او لاسونه یې د خلکو په ګریوانونو کې نښتی وو. خوملت داسې نه و، ملت لا هم یو له بل سره مرسته کوله، کله به چې وسله والو کوم بې وسلې افغان وویشت یا به د کوم ړانده توغندي تر لګیدو وروسته ماشومان او ښځې په وینو کې ولمبیدې
زموږ کافر(!) حکومتونه : درېیمه لاره ۹ برخه
د افغانستان یو ولسمشر ویلي و : « د مخالفینو په نظر زه کافر یم، خو زما په وچویلي یې نه دي لیکي چې کافر یم، زه له تاسو (خلکو) څخه پوښتنه کوم چې ولې مې دوی کافر بولي؟» همدا څه موده مخکې د افغانستان یوه بل ولسمشر وویل : « که د مکې معظمې امام هم راولئ او دلته یې ولسمشر کړﺉ دوی به وايي چې دی هم کافر دی.» له امان الله خانه تردې زمانه ګڼ واکداران د کافر په نامه لرې کړل شوي دي نو پوښتنه داده ،چې دا دکافر اوغ
د ښار او کلي جګړه ،درېیمه لاره ،۸ برخه
داخبره ډېره شاربل شوې ده، چې د افغانستان اوږدو بدمرغیو او کړکېچونو ګڼ اړخونه درلودل او لري یي ؛ نړیوال لاملونه، سیمه ییز هغه او په کور دننه عوامل. یو شمېر سترګور او ځیر کتونکي فکر کوي ،چې د افغانستان دننه هم د څو نسلونو یا ټولنپوړونو ( اجتماعي اقشارو) او انددودونو ترمنځ پټه جګړه روانه ده. ددې جګړې یوه درنه برخه د کلي او ښار ترمنځ جګړه ده. موږ سرشمېرنې نه لرو چې خبر مو کړي؛ څومره افغانان په کلیو او څومره په ښارونو کې اوس
د عشق د آزادۍ فصل
پخوا مینان د چا د زلفو په حلقه کې بند وو نن &
موږ او دیموکراسی - درېیمه لاره - ۷ برخه
دیموکراسي ښه ده که بده؟ موږ یې غواړو که نه؟ او که نه یې غواړو نو د خپلو حقونو د تثبیت او حکومتونو د جوړولو لپاره باید څه وکړو؟ څو لسیزې کېږي چې کمبخته دیموکراسي په افغانستان کې سرګردانه ده، کله له کفر سره معادل ګڼل کېږي او کله هم د ملي ستونزې د حل یوازینۍ لاره بلل کېږي. ځینو افغانانو ته دیموکراسي یو شی، یو سړی یا یو ماشین ښکاري چې باید له لویدیځه راوړل شي. ځینې نور یې د کفارو د جاسوسانو چل ګڼي چې په نباتي غوړیو کې د خوګ له وازدې سره ګډ
ملي بې باوري ـ درېیمه لارـ شپږمه برخه
د انقلابونو یو لوی ظلم دا و ،چې په افغانستان کې یې ملي بې باوري رامنځ ته کړه. ملي بې باوري څه ده؟ هغه مهال چې چې د ټولنیزو کړکېچونو او ناورینونو له امله د ټولنې وګړي یو پر بل او پر هغو بنسټونو بې باوره شی، چې په عادي شرایطو کې د هغوی ترمنځ یو پر بل باور د ټولنې د جوړښت بوده تنسته جوړوي. خو زموږ بې باوري ګڼ ډولونه لري : ۱ـ یو پر بل بې باوري ۲ـ پر حکومتونو او دولتي بنسټونو ب