د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
نه، ته مې، هېره نه وې (۲)
علامه رشــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو! خپل استاد ته ! او ستا دلمر په شان وجود هم پريوتهېڅ مې باور نه راځي ها مازيګربه مې هميش په زړه وي چې پر سبا يې زما سفر پيلېده زه ستا دكور په لويه خونه كې ناستاو ستا
نه، ته مې، هېره نه وې (۱)
سریزه :شرم دی، په داسې یو اقلیم کې ژوند کوم، چې خلک مینه ګناه بولي. په چاپېریال کې مې ټول، لکه غوښن ماشینونه، هرې خواته ځغلي. هرڅوک یو څه ګټي څو ورځې ژوند کوي او بیا مري. نیکمرغه کسان خپلو پاتې شونو ( اولادې) ته څه پریږ دي، کور، مال او یا نور څه...ګلونه راشنه کیږي، غوړیږي او بېرته
د ګلونو سوداګر (عبدالغفور لېوال)
د مكتب جينكۍ تورې لكه تورې شامتورېسپين ټيكري يې لكه غاړو كې پټارېماشومتوب نه راوتلېسپين ساده مخونه راغلې ډلې ډلېد مكتب د زنګ چې كړنګ شوزلمكي د ديوالو سيورو ته راغللكتابچې او كتابونه يې د ملا تر ملاوستنو لاندې پټ كړلچا د ګوتو په سرونو په ويښتو كې كوڅې وكړېچا بوټونه د پايڅو په استرونو باندې پاك كړلد مكتب جينكۍ توندې_ نخره بازېزلمكيو نه راتيرې شوې بيخيالهته وا هيڅ يو يې و نه ليدنرۍ ملاوې يې كږې وږې كولېوې په زړونو كې حيرانې
نوى غزل (عبدالغفور لېوال)
دا ځكه مې په غېږه كې نيولي دي لاسونههر ځل مې چې له تا نه را تاو كړي دي لاسونهزه تږى وم، دوى لپه شول، له سپينو اوبو ډك شولد ژوند په نامه وايم چې دې ښكلي دي لاسونههر ځل مې چې له ستورو جوړ امېل په خوب ليدلىسبا مې ستا په غاړه كې لويدلي دي لاسونهپه حقه له تندي سره جوړه په سجده پرېوځيادم چې له حوا نه چاپېر كړي دي لاسونهكوربان شم له پستو لاسو د هغو ملائيكوچې ستا يې له مرمرو نه تراشلي دي لاسونهراځه چې يې د اوښكو په شبنم باندې ټكو
ګاڅونه (ګاتهونه، ګاتونه) د افغاني فرهنګ يوه لرغونې پانګه
ګاڅونه دپښتون روحاني مشر سپین تمان زردښت دمذهبي سرودونو هغې مجموعې ته ویل کیږي ، چې داوستا تر ټولولرغونې برخه جوړوي ګاڅونه په اوستایي الفبې په بڼه لیکل شوې ده که څه هم دغه سرودونه په زړه پهلوي کې دګاثونو په شکل لیکل شوې خو د ( دګاتهـ له تلفظ څخه ښکاري ، چې دا هماغه د ( ګاڅ ) د اصلي تلفظ اوښتی شکل دی ځکه نوموږ په دغه لیکنه کې له ګات ، ګاتهـ ، ګاث اوګاڅ څخه وروستی هغه غوره کوو ځکه تر ټولو دقیق تلفظ په نظر راځي . معاصر ژبپوهان او د تاریخي – مقایسوي ژبپوهنې متخصصین باور لري
د پيدا ګوژۍ له نظره په مورنۍ ژبه د زده كړې اړتيا
هر انسان ته د هغه په خپله (مورنۍ) ژبه د زده كړې حق ولې مطرح شو؟ځكه، چې دا د انسان له لومړنيو اړتياوو څخه وشمارل شوه او پوهنيزو څېړنو وښوده چې په مورنۍ ژبه زدكړه د يو سالم شخصيت په رامنځ ته كولو كې يو اصلي بنسټ دى. د دې لپاره چې زموږ دغه ليكنه يوې څرګندې پايلې ته ورسيږي راځئ لومړى څو پېژندنې ( تعريفونه) وړاندې كړو:پيداګوژۍ: له لاتيني ريښې څخه جوړه كليمه ده، چې د زده كړې او ښوونې، روزنې په اړه پوهنې (علم) ته ويل كيږي.زده كړه:د هغو كسبي پوهنو د مجموعې د ترلا
بدلې (عبدالغفور لېوال)
پټه خزانه د پیړۍ کتاب ګڼل شوی ، یعنې د شلمې پیړۍ له نوادرو څخه دی . په دې کتاب کې له ګڼو تاریخي او مانیزو خزانو څخه یوه هم د پښتو تر ټولو طبیعی او سوچه شاعرانه قالب دی چې بدله نومیږي . دا قالب د لنډیو ، نارو ، سندرو ، چاربیتو ، بګتیو ، سروکو او نورو بومي پښتني قالبونو په څیر د پښتو ژبې له موسیقايي جوړښت سره سم خورا زوړاو مترنم قالب دی ، چې زموږ نیکونو او اناګانو به وایه او غالبا چې زړې سندرې هم له همدې څخه جوړیدلې ، د همدې قالب نوم ښايي وروسته دومره عام
د استاد الفت يو نثر يوه دنيا خبرې
د استاد الفت پر نثري ليكنو ګڼې ليكنې شوي، زه غواړم د بيلګې په توګه د هغه يو نثر راواخلم او د بلاغت او اجتماعي پېغام رسولو د كمال له نظره پرې يوه لنډه تبصره وكړم،ځكه موږ د تاريخ په يوه داسې مرحله كې ژوند كوو چې تر هر څه ډېر ټولنيزې اصلاح او د اجتماعي شعور لوړولو ته اړتيا لرو، زموږ ډيرې بدبختۍ زموږ د ګډې شعوري سطحې له ټيټوالي څخه رازيږي. ادبيات او په ادبياتو كې د استاد الفت په څېر د يوه دراك ليكوال پاخه، منطقي او بليغ نثرونه د داسې اصلاح تر ټولو ښه وسايل دي، نن
دا يوازې ته ولوله!
اوس نو هر څه درته وايمنور نو د پټې خبر نه ده پاتېنور مې د ځان ملامتۍ نه خلاصيدلى نه شم پوهيږې؟!جنګ كې ماته هله راځيچې زه په خپله ګناه وپوهيږمنور زه پوهيږم چې د خداى او بنده او ستا د سترګو ګنهګار څومره يم هو! ما په مينه كې د مينې د آبرو په خاطرد مينې نوم سره جفا كړې دهاو ما په خپل لاس هغه ټول قولونههغه وعدې، هغه د مينې پيمان او ستا باور مات كړيهيڅوك، په دې لويه دنيا كې پوهېدلى نه شيچې ((انسانيت)) كله د ((عشق)
تړلې ټولنه، ژباړه، پرانيستې ټولنه
تړلې ټولنه په يوه جغرافيايي موقعيت كې د يو شمېر خلكو هغه مجموعه ده چې د سياسي جبر، اقتصادي محدوديتونو، مدني وروسته پاتې والي يا كولتوري بېلتون له امله له نړيوالې ټولنې سره فكري، فرهنګي او مدني اړيكې و نه لري. خو پرانيستې ټولنه د دې پر عكس ده، چې د فكر، فرهنګي او مدني اړيكو د ټينګښت لپاره ځانګړى محدوديت نه لري.دغه دواړه اصطلاحات هغه وخت په جدي بڼه مطرح شول چې په نړۍ كې سياسي_اقتصادي متفاوتو سيمستمونو د خپل سيال د فكري نفوذ د مخنيوي لپاره په خپله محدوديتونه وض
په شعر کې حسي تصویرونه (عبدالغفور لېوال)
په شعر کې د تصویرنو په اړه زما د لیکنو په لړۍ کې ،ما پر ذهني او عیني تصویرونو بحث کړی و.موږ له دې دوه ډوله تصویرونو پرته یو بل ډول تصویرونه هم لرو ،چې هغه ته حسي تصویرونه وایو .یو مهال د پښتو ژبې پیاوړې شاعرې پروین فیض زاده ملال د نویو شعرونود اوریدو پر مهال په هغو کې څو حسي واضحو تصویرونو ته متوجه شوم .ما له پ
باران او تصوير (عبدالغفور لېوال)
بیا په شیبو شیبو باران وریږياو زما د ګاډي پر ښیښه اتڼ د څاڅکو جوړ دیته زما شا ته پر څوکۍ ناسته یېزه د ښیښې تر شا سړک نه وینمپه عقبي هنداره ستا په ښکلو سترګو کې ورکزه په هنداره کې دا ستا د څیرې سیند وړی یمباران وریږي، څاڅکي لا هم پر ښیښه نڅیږياو ستا خوږې موسکا هندارې کې ګلونه کړياې!دا خو راورسیدوبس په دې بل سړک به ته کوزه شيخو ګرانې هیله کومکه ته کوزیږې خپل تصویر دې پریږدهپریږده موسکا دې په هنداره کې همداسې ګل وي
وعده (عبدالغفور لېوال)
نه! ته مې هېره نه وېته مې په یاد وې، ستا وعده مې هم په زړه باندې وه زما یا دونه لا، له تاسره ووخوخدای(ج) خبر چې ولې در نه غلم ؟باران په شړک وریده ما د باران د ټولو څاڅکو په شمېر ته یاده کړېتا راته ویلي وو چې زه به ځان په واینو لوند کړم کله چې ته راځې نو زه به په شرابو کې لمده خیشته یمهو! دا مې هرڅه یاد وو ستا د وعدې هره شیبه مې په خاطر کې شنه وهزه پوهیدم هغه ډیوې چې بلې کړې وې تا&nb
اعتراف( عبدالغفور لېول)
اعتراف نن مې ډېره پر زړه اورې
عامه ذهنيت (عبدالغفور لېوال)
عامه ذهنيت
اختر (عبدالغفور لېوال)
میاشت شوه رابره اختر به راشي کلی لا لرې
ځاځى ( عبدالغفور لېوال)
آریوب
د عشق کميډي ( عبدالغفور لېوال)
دا شعر دا ستا د هېرولو لومړۍ هڅه ګڼم