د wadan wadan لخوا خپرې شوې لیکنې
د خوشال بابا په رباعياتو كې د موضوع تنوع
خوشال بابا په خپلو كلياتو كې د نورو شعري قالبونو ترڅنګ يو ګڼ شمير رباعيات لري چې تعداد يې د پښتو ټولنې چاپ مجموعې د شمير له مخې تقريباً (1674) ته رسيږي. دغه رباعيات د معمول رباعي وزن په قالب كې ليكل شوي او تر ډيره بريده يې وزني جوړښت سره ورته دي، خو د ځينو رباعياتو وزن يې توپير هم لري. د لوى استاد علامه رشاد له نظره د خوشال رباعيات زياتره په هغه وزن كې دي چې لومړنۍ مصرعې يې لنډې او دوې وروستۍ مصرعې يې اوږدې دي او داسې تقطيع كيږي:ل ل ل - ا ل ا ا ل ل ل - ل ا اا
د پښتو شعر د عَلم بردار نقد
ګڼ شمير ادب پوهان خوشال بابا د پښتو شاعرۍ لومړنۍ نقاد بولي او دا ځكه چې يو خو د يو جلا ادبي مكتب بنسټ ايښودونكى دى او له بله پلوه لومړى شاعر دى چې په ښكاره خپل معاصر او تر ځان وړاندې شاعران تر نقد لاندې نيسې. د خوشال بابا نامتو قصيده چې د خپل شعر په ستاينه كې يې ليكلې ده، ددې ادعا ګواه ده:په پښتو شعر چې ما عَلَم بلند كړد خبرو ملك مې فتح په سمند كړخان بابا د هندي سبك يوشمير پيروان چې د روښاني مكتب لاروي دي يو د بل پسې يادوي وايي:د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي&nb
خوشال د استاد رشاد له نظره"لس مقالې" ته يوه كتنه
لس مقالې د هيواد د نامتو عالم ارواښاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د پنځو مقالو مجموعه ده، چې پر ۱۳۶۷ لمريز كال په ۱۱۲ مخونو كې چاپ شوې ده. په دې مجموعه كې استاد رشاد د خوشال خان خټك د ژوند و فن بيلابيل اړخونه څيړلي دي چې په يوشمير برخو كې يې د لومړي ځل لپاره د پښتو ادب د پلار په اړه يوشمير تاريخي او ادبي حقايق رابرسيره كړي دي. په دې ليكنه كې غواړم د استاد رشاد پر مقالو په لنډه توګه تبصره وكړم:
په تذکرة الاولیا کې زاړه لغات او د هغو ځینې قدیمي ځانګړنې
د سلیمان ماکو تذکره الاولیا د پښتو ژبې لومړنۍ راپاتې تذکره ده چې د ۶۱۲ هـ ق شاوخوا لیکل شوې او د پښتو ژبې د نثر خورا قدیمه بیلګه ګڼل شوې چې زموږ معاصرینو لاس ته رارسیدلې ده. دلته نه غواړو ددغې تذکرې پر معرفي او ځانګړنو خبرې وکړو، یوازې یوشمېر هغه لغات، عبارات او ژبنۍ ځانګړنې به وڅېړو چې په تذکرة الاولیا کې راغلي او ددغه کتاب د زوړوالي او لرغونتوب ښکاره نښې دي. یوشمیر هغه کلیمات چې اوس یا معمول نه دي او یا هم که په لیکنۍ پښتو کې کاریږي اخیستنه یې د همدې تذکرة الاولیا له متن څخه
د ژورناليزم اخلاق
اخلاق د ټولنيزو قراردادونو هغه مجموعه ده، چې وګړي يې د ژوند د ورځنيو چارو د نظم او سمبالتيا لپاره پر مراعتولو ژمن وي. كه څه هم دا اصطلاح پراخه مانا لري خو ځينې مهال د يوشمير مسلكونو په برخه كې د ځانګړو پولو او حدودو تر منځ مطرح كيږي لكه سياسي اخلاق، ژورناليستيكي اخلاق، تحقيقى اخلاق او نور. ژورناليزم د عامه اطلاعاتو او معلوماتو د پروخت تامينولو مسلك دى او څرنګه چې له عامه ژوند سره نږدې اړيكې لري او د ټولنې د اعصابو حيثيت لري نو خامخا د يوشمير اصولو، ظوابطو او اخلاقو په چوكاټ كې راګير چاپير
شعر او تصوير
تصویري کلام څه ته وایو؟ کله کله موږ په ورځنیو خبرو کې دداسې مطلب په هکله خبرې کوو چې اوریدونکی یې، د خبرو اوریدو پر مهال، نه موږ او نه زموږ د خبرو کلېماتو ته توجه کوي، بلکې مخامخ د هغې موضوع لړۍ تعقیبوي چې موږ پرې خبرې کوو. دلته دوه څیزونه زموږ خبرې تصویري کوي، یو دا چې یوازې پر ټاکلې موضوع خبرې وکړو او له ډېرو حاشیو څخه ځان وساتو او بل دا چې د ټاکلې موضوع کیسه په
تصوير
ستا رالېږلی تصویر هغه په تور ټیکري کې ښکلی تصویرهو!همدا اوس هم زما په لاس کې دی او ګورم ورته ستا ښکلې سترګې خو تصویر کې هم خبرې کوي لیونۍ!سترګو کې دې څه پټ کړي؟ چې زما ټول عمر یې وخوړخوتفسیرمې نه کړې
افغانستان چېرته دی؟
د ۱۳۸۵ لمریز کال د کب په ۱۷- ۲۷ ورځو کې په هند کې وم چې د ډهلۍ د جامعه ملیه اسلامیه پوهنتون د نلسن ماندیلا د سولې مرکز له خوا په هغه رابلل شوي کنفرانس کې ګډون وکړم چې په جنوبي آسیا کې د حکومت جوړونې- سولې او له تاوتریخوالي سره د مبارزې لارې چارې یې لټولې. کنفرانس په زړه پورې و، ما د افغانستان په استازیتوب خپله مقاله واوروله. خو دا ددې لیکنې موضوع نه ده، په همدې کنفرا
ژوندليك
ښاغلى عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمريز د كب د مياشتې په شلمه نېټه د كابل ولايت د موسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى، په خټه صاحب زاده حسين خېل او د علي محمد خان زوى دى.لومړنۍ زده کړې يې د كابل د اعتبار خان په عالي لېسه، لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړې دي او په ژورنالیزم او سیاسی علومو کې يې خپل تخصص